افغانستان
دفاع وزارت: ۵۶ وسله وال مخالفین په ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي دي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، ۵۶ وسله وال مخالفین په ۲۴ ساعتونو کې د افغان پوځیانو له خوا وژل شوي دي.
دفاع وزارت نن په یوه بیان کې ویلي چې دا وسله وال مخالفین په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان پوځیانو په عملیاتو کې وژل شوي چې ډېره مرګژوبله مخالفینو ته د هلمند په ګرشک کې اوښتې ده.
د بیان له مخې په دې موده کې ۱۵ وسله وال مخالفین ټپيان او ۵ نور يې ژوندي نیول شوي دي.
افغان پوځیانو ته د مرګژوبلې د اوښتو په اړه دفاع وزارت څه نه دي ویلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
هند غواړي د افغانستان له زلزله ځپلیو سره نورې مرستې وکړي

هند د افغانستان له زلزله ځپلیو سره په راتلونکو ورځو کې د نورو مرستو ژمنه وکړه.
د هندي رسنیو په وینا د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر دا ژمنه پرون ناوخته وکړه او کابل ته یې د هند د لومړۍ مرستې د رسیدو خبر ورکړ.
ښاغلي شنکر په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان له زلزله ځپلیو سره یو ویشت ټنه مرستې چې په دغو کې کمپلې، خیمې، د پخلنځي وسایل، بسترې او یوشمیر نور وسایل د درملو په شمول شته، کابل ته رسیدلې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې وضعت ته په کتو به په راتلونکو ورځو کې خپلې ځانګړې مرستې د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلیو سره وکړي.
په کونړ کې د زلزله ځپلیو د پلټنې عملیات نه دي دریدلي

د کونړ په لرې پرتو سیمو کې نن هم د ځینو سرچینو په وینا د زلزله ځپلیو د پلټنې عملیات روان دي.
د افغانستان په ختیځ کې د یکشنبې د شپې د شپږ ریښتر کچې د زلزلې د قربانیانو شمیر تر څوارلس سوه اوښتی دی او د ټپیانو شمیرې تر درې زرو زیاتې شوې دي. په ورته وخت کې ملګرو ملتو اندیښنه ښکاره کړې ده چې ښایي د افغانستان په ختیځ کې د دې زلزلې د مرګ ژوبلې شمیرې لوړې شي.
بل لور ته پرون ناوخته په سیمه کې یو ځل بیا د زلزلې ټکانونه احساس شوې دي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته ماتې ور کړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان ملي ټیم ته د شل اورونو په لوبه کې د اتلس منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دا لوبه د افغانستان، پاکستان او کوربه متحده عربي اماراتو ترمنځ د درې اړخیزې شل اووره لړۍ په ترڅ کې تیر ماښام په شارجه کې ترسره شوه.
افغان ټیم تر اوسه د دې لړۍ په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه چې د جمعې په ورځ یې له پاکستان سره وکړه، د نهه دیرش منډو په توپیر وبایلله او د دوشنبې په ورځ یې کوربه هیواد، متحد عربي اماراتو ته د اته دیرش منډو په تفاوت ماتې ورکړه.
افغان ټیم به له متحد عربي اماراتو سره خپله دوهمه لوبه د جمعې په ورځ وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وایي چې د دې درې اړخیزو لوبو هدف اسیایي جام ته چمتوالی دی چې راتلونکې اونۍ سې شنبې په متحد عربي اماراتو کې پيلیږي.
په اسیایي جام کې د دغو دریو لوبډلو ترڅنګ، د هند، عمان، هانګ کانګ او بنګله دیش ملي لوبډلې برخه اخلي.
د ریښتر په کچه ۵ اعشاریه ۵ درجې زلزلې نن یوځل بیا د افغانستان ختیځې سیمې ولړزولې

د ریښتر په کچه ۵ اعشاریه ۵ درجې زلزلې نن د افغانستان ختیځې سیمې یو ځل بیا ولړزولې.
د جرمني د جیولوجیکي موندنو یوې ادارې د دغې زلزلې مرکز د جلال اباد شاوخوا ته په ځمکه کې لس کیلو متره ژور ښودلی دی.
د طالبانو د حکومت رسمي سرچینو تراوسه د نننۍ زلزلې په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د ریښتر په کچه ۶ درجې زلزلې د افغانستان ختیځې سیمې په ځانګړې توګه کونړ ولایت وځاپه چې خلکو ته یې د سر او مال دروند زیان واړوه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه وویل چې د کونړ په زلزله کې د قربانیانو شمیر ۱۴۱۱ ته پورته شوی او په خبره یې لا هم د ژغورنې او پلټنې هڅې دوام لري.
د شانګهای د همکارۍ سازمان په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه

د شانګهای همکارۍ سازمان د خپلې سرمشریزې په ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د ترلاسه کولو یوازینۍ لاره د ټولو سیاسي ډلو په ګډون د یو ټول شموله حکومت جوړول دي.
د شانګهای همکارۍ سازمان دوه ورځنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ د چین په تیانجین بندر کې د نړۍ له ۲۰ څخه د زیاتو مشرانو په ګډون پای ته ورسیده.
دې غونډې ته د طالبانو استازي نه و بلل شوي.
د دې سازمان په ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د سولې او پرمختګ لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو ملاتړ ته چمتوالی څرګند شوی دی.
د شانګهای همکارۍ سازمان، چې په ۲۰۰۱ کال کې تاسیس شو، روسیه، چین، هند، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، پاکستان، ایران او ازبکستان پکې شامل دي، بیلاروس په ۲۰۲۴ کال کې ورسره یوځای شو. افغانستان او منګولیا په دې سازمان کې څارونکي غړي دي.
په افغانستان کې د زلزلې د قربانیانو شمیر تر ۱۴۰۰ واوښت

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سې شنبې وویل چې په کونړ کې د وړمې شپې د زلزلې د قربانیانو شمېر ۱۴۱۱ ته ورسېد.
مجاهد پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د ټپيانو شمیر ۳۱۲۴ ته رسیدلی او په دغه ولایت کې زلزلې نژدې پنځه نیم زره کورونه ویجاړ کړي دي.
د مجاهد په وینا مرګ ژوبله د کونړ په نورګل، چپه دره، څوکۍ، پیچ درې، وټه پور ولسوالیو او اسعد اباد کې اوښتې ده.
د راپورونو له مخې د ژغورنې چارې لا هم روانې دي.
د طالبانو ویاند زیاته کړه چې د بهرنیو مرستو یوه برخه د بیړنیو حالاتو کمیټې ته رسېدلې ده.
بل لور ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږه کوونکي اندریکا راتواټ نن وویل، موږ فکر کوو چې په احتمالي توګه اغیزمن شوي کسان به نژدې سلګونو زرو ته ورسیږي ، نوموړي زیاته کړه، هیڅ شک نشته چې د تلفاتو کچه به لوړه شي.
طالبان ادعا لري چې زر تنه ټپیان یې د هیلیکوپترو له لارې انتقال کړي

د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې د دوشنبې په ورځ یې د هیلیکوپترو په ۸۳ پروازونو کې ۱۰۰۰ تنه ټپيان له زیانمنو شویو سیمو انتقال کړي.
په کونړ کې چې د دوشنبې په شپه زورورې زلزلې ولړزاوه ځینو زیانمنو سیمو ته ځمکنۍ لارې ډېرې پېچلې دي او یواځې د هوا له لارې ورتګ ممکنه دی.
د طالبانو حکومت ویلي چې دوی هڅه کوي د ډېرو پروازونو په ترسراوي سره په سیمه کې ایسار ټپیان او مړي صحي مراکزو ته انتقال کړي.
د لارو خرابولي په سیمه کې د مرستو د رسولو بهیر هم ټکنی کړی او د دوشنبې تر ناوخته هم په زلزله کې د مړو شویو خلکو جسدونه تر خاورو لاندې پاتې وو.
په نړیوالو شل اووریزو کرکټ لوبو کې د راشدخان نوی ریکارډ

راشدخان په شل اووریزو نړیوالو سیالیو کې د ډېرو ویکټو د ترلاسه کولو ریکارډ جوړ کړ.
د افغانستان د کرکټ لوبډلمشر او د نړۍ مشهوره کرکټر راشدخان په نړیوالو شل اورویزو سیالیو کې ۱۶۵ ویکټې بشپړې کړې.
هغه په دې کار سره پخوانی ریکارډ چې د نیوزیلندي باولر ټېم ساوتي د ۱۶۴ ویکټو وو مات کړ.
راشدخان بېګا د متحده عرب اماراتو په وړاندې لوبه کې درې وېکټې ترلاسه کړې.
خان په تجارتي او غیرنړیوالو شلو اووریزو لوبو کې هم د تر ټولو زیاتو ۶۶۴ وېکټو ریکارډ لري.
پاکستان کې د میشتو POR کارت لرونکوافغان کډوالو د پاته کیدو مهلت پرون پای ته ورسیده

پاکستان کې د میشتو POR کارت لرونکوافغان کډوالو د پاته کیدو مهلت پرون پای ته ورسیده او اسلام اباد ویلي چې سر له نن به دوی افغانستان ته ستنوي.
ملګري ملتونه وايي شاوخوا یو اعشاریه ۴ میلیونه افغان کډوال پاکستان کې د POR کارتونه لري.
د دې کډوالو د کارتونو موده دوه میاشتې وړاندې، د جون په ۳۰مه پای ته رسیدلې، خو پاکستان یې له تمدید ډډه کړې .
بلخوا د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ UNHCR افغانستان ته د ستنوشویو کډوالو اړتیاوو ته د رسیدو لپاره په نړیوالو د مرستې غږ کړی.
د ملګرو ملتونو دغه اداره وايی سږ کال شاوخوا دوه ملیونه او درې لکه افغانان اکثریت د فشار لاندې له ایران او پاکستان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
د UNHCR اداره وايی دغه کډوال داسې یوهیواد ته ستانه شوي چې د استقبال لپاره یې امادګی نلري.
ملګري ملتونه : په هرو لسو افغانانو کې نهه تنه د نجونو د زده کړو ملاتړ کوي

ملګري ملتونه وايي له هرو لسو بالغو افغانانو څخه نهه تنه یې د نجونو د زده کړو د حق ملاتړ کوي.
ملګرو ملتونو په اکس ټولنیزه شبکه کې خپل یو پوست کې لیکلي دي چې له کومې ورځې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ستانه شوي په تیرو څلورو کلونو کې د ښځو د حقوقو د بحران کچه او شدت مخ په زیاتیدو دي.
تردې مخکې ، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشرې سوفیا کالتورپ د جمعې په ورځ په جینیوا کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې دیوې نظرپوښتنې له مخې دافغانستان نوي په سلو کې خلک په ښارونو او کلیو کې د نجونو د زده کړو ملاتړ کوي.
طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی.