خبرونه
م.م: د افغانستان ستونزه باید د خبرو له لارې هواره شي

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان مسئله وڅېړل شوه.
په ملګرو ملتو کې د امریکا د استازې مرستیالې مایکل سیسن دې غونډې ته وویل چې دا ستونزه باید د خبرو له لارې هواره شي:
"زموږ پیغام طالبانو او د دوی ملاتړیو ته دا دی چې تاسو جګړه نه شي ګټلی، د سولې لپاره یوازینۍ لار خبرې اترې دي، تاسو باید له شخړو لاسو اخلئ، له نړیوال ترورېزم سره خپل اړیکي وشلوئ او د افغانستان اساسي قانون ومنئ."
مېرمن سیسن زیاته کړه چې امریکا د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د سمدستي خبرو د پیلېدو ملاتړ کوي، داسې خبرې چې وار له مخه شرط پکې نه وي ایښودل شوی.
دې غونډې ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي هم خبرې وکړې او ویې ویل چې ملګري ملتونه د سولې د خبرو حمایت کوي.
تادامیچي یاماموتو زیاته کړه چې موږ باید د جګړې د بلې دورې تر پیلېدو مخکې د سولې هر اړخیزې خبرې پیل کړې وي.
تادامیچي د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې د افغانانو په مشرۍ د سولې په بهیر کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي بیا ژمنه وکړه چې د سولې په برخه کې ملګري ملتونه له ټولو لو سره مرسته وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبان به ډېر ژر هند ته خپل ډيپلوماتان ولېږي

د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي د جمعې په ورځ په نوي ډیلي کې وویل چې کابل به ډېر ژر د هند لپاره خپل ډیپلوماتان واستوي، د هغه په وینا دا به د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په موخه د «پړاو په پړاو هڅو» یوه برخه وي.
متقي ټینګار وکړ چې طالبان به هېیچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.
متقي چې د پنجشنبې په ورځ په یو اوونیز رسمي سفر نويډیلي ته رسېدلی، په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته لومړنی جګپوړی طالب چارواکی دی چې هند ته سفر کوي. هند لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی.
هغه د هند له بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جې شنکر سره له مفصلو خبرو وروسته، له یو شمېر خبریالانو سره په ناسته کې د هند له سوداګرو وغوښتل چې د افغانستان د کانونو، معدني موادو او انرژۍ په سکتورونو کې پانګونه وکړي.
د افغانستان او بنګله دېش لوبډلې په دوهمه یو ورځینۍ سیالي کې مخامخ کېږي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان په وخت نن مازدیګر څلور نیمې بجې د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلې په دوهمه پنځوس اوره سیالۍ کې مخامخ شي.
دا سیالي د ابوظبۍ په شیخ زاید سټډیوم کې ترسره کیږي.
افغانستان د یو ورځنیو لوبو د دې لوبلړۍ لومړنۍ سیالي وړمه ورځ وګټله.
د لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ سیالۍ د سې شنبې په ورځ کیږي.
دواړو ټیمونو تر دې وړاندې درې شل اوریزې لوبې هم درلودې چې هغه لوبلړۍ بنګله دیش وګټله.
د طالبانو دفاع وزیر پاکستان د افغانستان د هوايي حریم په سرغړونه تورن کړ

د طالبانو دفاع وزیر ملایعقوب وايي، پاکستان د پکتیکا په برمل او همداراز کابل کې د افغانستان د هوايي حریم سرغړونه کړې او د وضعیت د ترینګلتیا مسوولیت د پاکستان په غاړه بولي.
ده نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي:« یوځل بیا پاکستان د افغانستان هوائي حریم نقض کړ، ډېورند کرښي ته څېرمه دپکتیکا په مرغۍ ساحه کی یې په یوه ملکي بازار بمبار وکړ او د کابل پلازمیني قلمرو یې هم نقض کړ. دا د افغانستان او پاکستان په تاریخ کې یو بې ساری، له تشدد ډک او کرغېړن اقدام دی…»
د کابل ښارپه زړه کې تېره شپه د لږ تر لږه دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي " د یوې چاودنې " غږ اوریدل شوی چې په وینا یې زیان نه لري او په اړه یې پلټنه پېل کړې ده.
په تیرا کې د وسله والو په برید کې یوولس پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

د خیبرپښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې د وسله والو په یوه برید کې ۱۱ تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.
یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل، یوې ډلې وسله والو چې شمېر یې شاوخوا سل تنه وو نن سهار وختي مهال، د تیرا په حیدرکنډو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید وکړ چې په نتیجه کې امنیتي ځواکونو ته دا مرګ ژوبله واوښته.
د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې خو په دې سیمه کې د پاکستاني طالبانو د تحریک ټي ټي پي وسله وال ډېر فعال دي.
د مشال خبریال وايي چې له پېښې وروسته په سیمه کې ګرځبندیز لګېدلی دی او اوس مهال په تیرا کې د پاکستان د پوځ هیلیکوپټرې د وسله والو پرضد عملیات کوي.
راپورونه وايي، پاکستاني الوتکو د پکتیکا پر برمل ولسوالي بمباري کړې

په پاکستان کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه هیواد جنګي الوتکو د افغانستان د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالي د مارغه بازار سیمه بمباري کړې ده.
برمل ولسوالي د جنوبي وزیرستان ګاونډۍ ده.
تراوسه پورې د دې برید په نتیجه کې، چې تېره شپه شوی، د مرګ ژوبلې په اړه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.
د طالبانو حکومت هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
وینزویلايي سیاستواله د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې شوه

د وینزویلا سیاستوالې ماریا کورینا ماچادو د جمعې په ورځ د نوبل د سولې جایزه وګټله.
په اوسلو کې د نوبل د سولې د جایزې کمېټې نن په یوه خبرپاڼه کې د وینزویل ا د اپوزیسیون د مشرې او د دیموکراسۍ د فعالې سیاستوالې نوم د ګټونکې په توګه اعلان کړ.
د نوبل د سولې د جایزې د ناروې د کمېټې مشر یورګن واتنه فریدنس په اوسلو کې وویل، ماریا کورینا ماچادو ته دا جایزه ورکړل شوې ځکه چې هغې د وینزویلا د خلکو د ډیموکراتیکو حقونو د هڅونې لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه کړې او له دیکتاتورۍ څخه د عادلانه او سولهییز بدلون لپاره یې هڅې کړي دي.
د هند د باندنیو چارو وزیر اعلان وکړ، په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړوي

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر په نوي دیلي کې د طالبانو له باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې اعلان وکړ چې په کابل کې به د هند تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړي.
هند د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته، خپل دیپلوماتان وایستل او وروسته یې یو تخنیکي ټیم کابل ته واستاوه.
جې شنکر پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، :« خوشاله دی چې په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړوي.
د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون هند ته په پنځه ورځني سفر لاړ.
دا له کله چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، هند ته د دوی د یوه جګپوړي چارواکي لومړنی سفر دی.
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې حپل ۳۰ وسله وال مخالفان یې وژلي

د پاکستان پوځ وايي چې د دوی امنیتي ځواکونو د هغه برید له عاملانو څخه ۳۰ جنګیالي وژلي دي چې د اکتوبر په اوومه نېټه یې ډیورند کرښې ته نژدې د پاکستان پر پوځي کاروان برید کړی و.
د پاکستان د پوځ پر کاروان په برید کې د دوو صاحب منصبانو په شمول یوولس پوځیان وژل شوي وو.
پاکستاني طالبانو (TTP)، د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی و. دا ډله د حکومت د نسکورولو او د سخت اسلامي نظام د رامنځته کولو هڅه کوي.
پوځ د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل:
د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په اورکزیو کې د ترسره شویو عملیاتو پر مهال، له سختو نښتو وروسته، ټول دېرش وسله وال چې د دوی پر ځواکونو په برید کې ښکېل وو، وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ ادعا مستقلو سرچینو تایید یا رد کړې نه ده.
د پاکستان دفاع وزیر وايي، هیواد یې د افغان کډوالو د مېلمه پالنې بیه پرې کوي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، هیواد یې ۶۰ کاله د ۶۰ میلیونه افغان کډوالو کوربه و ، خو اوس د دې مېلمه پالنې بیه پرې کوي.
خواجه اصف، چې اشاره یې په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونو ته وه، پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) د پخواني صدراعظم عمران خان پر حکومت انتقاد وکړ چې د ده په وینا د ټي ټي پي زرګونه جنګیالي یې پاکستان ته پرېښودل او له هغوی سره یې خبرې پیل کړې.
ده د ټي ټي پي بریدونه د نه زغملو وړ وبلل او زیاته یې کړه چې هغه وخت رارسېدلی چې ټول افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شي.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د ټي ټي پي غړي په پاکستان کې د حملو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي، خو د طالبانو حکومت د پاکستان دا ادعا ردوي.
روسیې پر کیف ( لوی برید) سره د یوشمېر سیمو برښنا پرې کړې

اوکرایني چارواکي وایي چې روسیې تېره شپه پر پلازمېنه کیف " لوی برید" کړی دی.
فرانس پریس لیکلي چې کیف کې د څو چاودنو غږونه اوریدل شوي او د ښار د څو ناحیو برښنا پرې شوې ده.
د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، روسي ځواکونو پر " حساسو زیربناوو" بریدونه کړي او له خلکو غوښتل شوي چې ځانونه خوندي کړي.
د اوکراین د انرژۍ وزیرې سویتلانا ګرینچوک ویلي، د برید هدف د انرژۍ شبکه وه او په وینا یې د دغې برخې کارکوونکي به هڅه وکړي چې د انرژۍ د ډیرې پرچاوۍ مخه ونیسي.
روسیې د اوکراین پر زاپوریژيا هم تیره شپه برید کړی چې هلته یو ۷ کلن ماشوم په کې وژل شوی دی.
روسیې په دې وروستیو کې د اوکراین د انرژۍ او ریل پټلۍ پر تاسیساتو بریدونه ډېر کړي دي.