د افغانستان د کرکټ شپږیزه ټورنمنټ بند امیر ښامارانو ټیم وګاټه.
دغه ټیم نن جمعه د کابل په کرکټ نړیوال سټډیوم کې د مس عینک اتلانو ټیم ته ماته ورکړه.
بند امیر لومړی بیټینګ کړی و او د سیال لپاره یې ۱۵۹ منډې هدف وټاکه، خو مس عینک ټیم هدف ته ونه رسېد او لوبه یې د پنځو منډو په توپیر وبایلوده.
د بند امیر ټیم لپاره په نننۍ لوبه کې جاوید احمدي ۵۵، حضرت الله ځاځي ۳۵ او شاهدالله ۲۲ تر ټولو زیاتې منډې کړې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي د دې پایلوبې د لیدلو لپاره زرګونه نندارهچیان ورغلي وو.
د شپږیزه کرکټ ۲۰ اوریزې سیالۍ سږ کال د شپږو ټیمونو تر منځ د سپټمبر په ۱۱ مه پیل شوې چې نن یې پایلوبه د بند امیر ښامارانو ټیم په اتلولۍ پای ته ورسېده.
د بند امیر ټیم د راشد خان په مشرۍ د ځینو بهرنیو او کورنیو لوبغاړو په ګډون لوبې وکړې او د مس عینک ټیم ته هم محمد نبي عیسی خیل لوبډلمشري وکړه چې مشهور بهرني لوبغاړي هم پکې وو.