نړۍ
ډونالډ ټرمپ نن پنجشنبه د فلوریدا ایالت ناپلیس ښار ته ځي

تمه ده د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن پنجشنبه د فلوریدا ایالت ناپلیس ښار ته ولاړ شي.
د ولسمشر ټرمپ دغه سفر داسې مهال کېږي چې په امریکا او کارائیب ټاپو ګانو کې د ایرما توپان د قربانیانو شمېر ۷۰ ته رسیدلی دی.
امریکایي چارواکو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د فلوریدا ایالت د یوه روغتون شپږ تنه ناروغان په هالیود ښار کې د ایرما توپان پر مهال د بریښنا د نشتوالي له کبله ووژل شول.
له دې شمېرې سره د توپان د قربانیانو شمېر په فلوریډا کې ۲۷ تنو او په کارائیب ټاپوګانو کې ۴۳ تنو ته ورسېد.
اټکل کېږي چې څلور اعشاریه درې میلیونه کورونه او دفترونه چې ۹ میلیونه وګړي پهکې اوسېدل یا یې کار کاوه، له بریښنا بې برخې شوي دي.
ولسمشر ټرمپ تر دې وړاندې د هاروې توپان وروسته د تګزاس او لویزیانا ایالتونو ته تللی وو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
هند او پاکستان یو بل ته د بندیانو نوملړ وسپارلو

پاکستان او هند په دې دواړو هېوادونو کې د بندي پاکستانيو او هنديو بندیانو نوملړ د ډېپلوماټېکو چېنلونو له لارې له يو بل سره شريک کړ.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جولای په لومړۍ نېټه په خپره کړې يوه خبرپاڼه کې وويل، د بندیانو د نومونو دا تبادله د هند او پاکستان ترمنځ په ۲۰۰۸ز کال کې د تفاهمنامې پر اساس شوې ده. د تفاهمنامې له مخې، دواړه هېوادونه مکلف دي چې هر کال د جنورۍ پر لومړۍ او بيا د جولای پر لومړۍ نېټه د بنديانو نوملړ يو له بل سره شريک کړي.
پاکستان هند ته د ۲۴۶ بنديانو نوملړ سپارلی چې له هغو څخه ۵۳ يې ولسي وګړي او ۱۹۳ کب نيوونکي دي.
هند بيا له پاکستان سره د ۴۶۳ بنديانو لېسټ شريک کړی چې ورڅخه ۳۸۲ ولسي وګړي او ۸۱ کب نيوونکي دي.
پاکستان له هنده غوښتي چې هغه ټول پاکستاني بنديان وروسپاري چې د بند موده یې پوره شوې ده.
سږکال د هند او پاکستان ترمینځ د بندیانو د نوملړ تبادله وروسته له هغې شوې ده چې دواړو هېوادونو په مې میاشت کې له یوبل سره جګړه وکړه.
هند د مې پر اوومه د پاکستان تر واک لاندې په کشمیر کې د بریدونه وکړل او په ځواب یې پاکستان د مې پر ۱۰مه پر هند د بنیان المرصوص په نامه عملیات وکړل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې پر ۱۰مه اعلان وکړو چې هند او پاکستان "د بشپړ او سمدستي" هوکړه ورسره کړې ده. تر هغې وروسته د مې پر ۱۱مه یې دا هم ویلي وو چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر د مسلې د حل لپاره کار کولو ته تیار دی.
روسیې په جون میاشت کې د اوکراین په قلمرو کې بیساري پرمختګ کړی دی

فرانسپرس خبري آژانس یوه څېړنه ښيي چې د روسیې پوځ په تېره جون میاشت کې د دریمې پرله پسې میاشتې لپاره په اوکراین کې پرمختګ کړی دی او دا یې له نوامبر میاشتې راهیسې ترټولو لوی پرمختګ دی.
دا څېړنه د جګړې د څېړنیز انسستیتیوت ISW په نوم د امریکا له یوې تحقیقاتي ادارې د ترلاسه شویو معلوماتو پربنسټ برابره شوې ده.
د فرانسپرس په څېړنه کې راغلي دي چې روسیې په جون میاشت کې د اوکراین ۵۸۸ مربع کیلومتره خاوره نیولې په داسې حال کې چې په مې میاشت کې یې ۵۰۷، په اپریل میاشت کې یې ۳۷۹ او په مارچ میاشت کې یې د اوکراین ۲۴۰ کیلومتره مربع خاوره لاندې کړې وه.
په جنوبي اروپا کې شدیده ګرمي دوام لري

د جنوبي اروپا په پراخه سیمه کې سوځنده او شدیده ګرمي خپره شوې او د روغتیا او چاپېریال ادارو خلکو ته خبرداری ورکړی دی.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې وړاندوینې ښيي هوا به په راتلونکو ورځو کې نوره هم توده شي او ګرمي به دوام وکړي.
د فرانسې، ایټالیا، پرتګال او هسپانیا په ګډون یو شمېر هېوادونو خپل امکانات هم چمتو کړي دي.
د دوشنبې په ورځ، د هسپانیا په ډېری سیمو کې د تودوخې درجه له ۴۲ سانتيګراده لوړه وه، او تمه ده چې د ګرمۍ دا څپه به لږ تر لږه تر پنجشنبې دوام ومومي.
په ۲۰۲۲ کال کې هم هسپانیا تر معمول فصل له ۲۰ تر ۴۰ ورځې وړاندې د تودې هوا له څپې سره مخامخ شوې وه، چې علت یې د اقلیمي بدلون شدت بلل شوی و.
پاکستان کې سیلابونو ۴۵ تنه مړه کړي، زیاته مرګ ژوبله خیبر پښتونخوا کې پیښه شوې

په پاکستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۵ ته پورته شوی دی.
په پاکستان کې له پيښو سره د مبارزې ادارې پرون یکشنبه ( د چنګاښ ۸مه) ویلي، د سر ډیر زیان له افغانستان سره په پوله خیبرپښتونخوا ایالت کې اوښتی دی.
دغه ایالت کې سیلابونو ۲۱ تنه مړه کړي چې ۱۱ یې ماشومان دي.
یوازې ۱۴ تنه په سوات کې د تیرې جمعې په ورځ هغه مهال مړه شول چې د سیلاب اوبو په یوه وړه غونډۍ ایسار کړل او ژغورنې ته یې څوک ور و نه رسېدل.
په سند، پنجاب او بلوچستان ایالتونو کې هم له تیرې چهارشنبې راهیسې موسمي بارانونو او سیلابونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.
ډونالډ ټرمپ: غزه کې تړون وکړئ او یرغمل بېرته راولئ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د غزې په جګړه کې د اوربند د خبرو د پرمختګ غوښتنه وکړه.
ښاغلي ټرمپ د شل میاشتنۍ شخړې د پای ته رسولو لپاره د یوې موافقې پر اړتیا ټینګار وکړ.
اسوشیټیډ پریس راپور ورکړ داسې ښکاري چې اسراییل او حماس یوې موافقې ته نږدې کیږي.
ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په سهار په تروث سوشیال پاڼه کې ولیکل: "په غزه کې تړون وکړئ. یرغمل شوي کسان بیرته راولئ."
هغه د جمعې په ورځ وویل چې په یوه اونۍ کې اوربند کیدی شي.
ایلیا توپوریا د یو اف سي د دوو وزنو اتلولي وګټله

د ازادو مبارزو په معتبره سازمان یو اف سي کې بېګا شپه هسپانوي لوبغاړي ایلیا توپوریا د اتلولۍ دویم کمربند هم خپل کړ.
ایلیا د کمربند د ګټلو تر څنګ ټول ټال درې نیم میلیون ډالره هم خپل کړل.
ایلیا توپوریا چې تر دې مخکې د نسبتاً ټيټ وزن/فېډر وېټ اتل وو وتوانېد یو وزن پورته خپل برازیلی پيژندل شوی سیال چارلس اولېوېرا په لومړي رونډ کې د سوک په ضربو ناک اوټ کړي.
ایلیا په دې بریا سره وتوانېد د لایټ وېټ/سپک وزن اتلولي هم وګټله او د هغو محدودو اتلانو په کتار کې راغی چې د دوو وزنو اتلولي یې ګټلې.
ایلیا د خپلو بریاوو ریکارډ ۱۷ ته ورساوه او هېڅ لوبه یې نه ده بایللې.
پاکستان کې نن دوه چاودنې شوي؛ دوه عسکر مړه او نهه نور ټپیان دي

په پاکستان کې نن بیا چاودنې شوي چې لږ تر لږه ۲ عسکر وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان دي.
د چارواکو په خبره د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د پوځ پر یو موټر بمي چاودنه شوې چې دوه پوځیان یې وژلي او درې یې ژوبل کړي.
بل پلو په میرامشاه کې یوه ځانمرګي بریدګر د موټرسایکل په وسیله د پوځیانو موټر هدف ګرځولی.
چارواکو ویلي لږ تر لږه ۶ عسکر هلته ټپيان شوي.
پرون سهار وختي هم د میرعلي له خدي مارکیټ سره د پوځیانو د ګزمې په موټرو مرګونی ځانمرګی برید وشو چې پکې لږ تر لږه ۱۳ پوځیان ووژل شول او د ملکیانو په شمول لږ تر لږه ۲۴ تنه نور ژوبل شول.
د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر د پوځیانو جنازې ته تللی وو او هلته یې هند تورن کړی چې د دغو بریدونو تر شا لاس لري.
هندي چارواکو د پاکستان د پوځ دا تورونه بې ځایه بللي.
د بلوچستان برخان ښار د ریښتر په کچه پنځه اعشاره درې درجې زلزلې ولړزاوه

د ریشتر په کچه پنځه اعشاره درې درجې زلزلې نن سهار د پاکستان شمال خیتځ کې د بلوچستان ایالت ولړزاوه.
د امریکا د جیولوژۍ د سروی ادارې د راپور له مخې، د زلزلې مرکز د بلوچستان په برخان ښار کې وو.
تراوسه د زلزلې له کبله د تلفاتو یا مالي زیانونو راپور ورکړل شوی نه دی.
پاکستان تر دې وړاندې له سختو زلزلو سره مخ شوی دی.
په ۲۰۱۵ کال کې یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۷.۵ درجې و، شاوخوا ۴۰۰ کسان وژلي وو.
په ۲۰۰۵ کال کې یوې بله مرګونې زلزلې په دغه هېواد کې ۷۳ زره کسان وژلي وو او درې میلیونه نور یې بې کوره کړې وو.
ایران نن د اسراییل په بریدونو کې د خپلو وژل شویو پوځي او اټومي چارواکو جنازه وکړه

په ایران کې نن د هغو لوړپوړو پوځي قومندانانو او اټومي کارپوهانو د جنازې دولتي مراسم ترسره شول چې د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي وو.
د ایران او اسراییل ۱۲ ورځنۍ جګړه کې لږ تر لږه ۱۶ اټومي پوهان او ۱۰ لوړپوړي پوځي چارواکي ووژل شول.
د هغوی تابوتونه د زرګونه کسانو په حضور کې د تهران د ازادۍ میدان ته ولېږدول شول.
د جنازې په مراسمو کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او ګڼو نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی وو.
د ایران د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې د اسرییل په بریدونو کې ۶۱۰ تنه وژل شوي دي.
ټرمپ وايي خامنه يي باید د جګړې د ګټلو [دروغ ادعا] ونه کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي د ایران رهبر ایت الله علي خامنه يي په دروغو ادعا کوي چې له اسراییلو سره په جګړه کې بري ته رسېدلی.
ښاغلي ټرمپ د جمعې په ماښام په یوه کنفرانس کې خامنه يي ته په خطاب وویل چې «ته یو با ایمانه کس یې او خپل هېواد کې دې ډېر خلک درناوی کوي نو باید رښتیا ووایې. کلکه ماته دې وخوړه.»
هغه همداراز د اسراییلو او ایران سختو بریدونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دواړو په یو بل درانه ګوزارونه وکړل.
اخوا بیا د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ولسمشر ټرمپ دغو خبرو ته په غبرګون ویلي چې که ولسمشر ټرمپ د تړون غوښتونکی دی باید د ایران د رهبر په اړه له [غیر محترمانه او نه منلو وړ] خبرو ډډه وکړي.