د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه وايي چې اوس مهال د افغانستان په ۳۲۰۰ صنعتي فابریکو کې درې لکه شل زره کاریګر په کار اخته دي.
په افغانستان کې د صنعتي پارکونو او صنعتکارانو پر ستونزو او لاس ته راوړنو، د دې ترڅنګ په صنعتي فابریکو کې د کوچنیو ماشومانو څخه د کاریګرو په توګه د ګټې اخیستنې پر مسئله د حقیقت څه دی د دې اوونۍ په خپرونه کې د صنعتکارانو د ټولنې له مرستیال عبدالجبار ساپي سره بحث کوو.
چمتو کوونکی: اکرام الله اکرام: