خبرونه
د افغانستان او ترکيې ولسمشرانو پر يو لړ مسايلو خبرې وکړې

د افغانستان او ترکيې ولسمشرانو محمد اشرف غني او رجب طيب اردوغان نن د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې پر يو لړ مسايلو خبرې وکړې.
د جمهوري رياست د وياند د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي وايي ولسمشر اردوغان په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د امريکا د نوې ستراتيژۍ هرکلى وکړ او ويې ويل، چې ترکيه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده:
”د ترکیې ولسمشر وویل هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې وکړي او ولسمشر یې هم په ځواب کې وویل چې افغانستان له پاکستان سره د هر اړخیزو خبرو کولو لپاره چمتووالی لري“
جمهوري رياست وايي ولسمشر اشرف غني له خپل ترکي سيال سره په کتنه کې ويلي، چې د افغانستان لپاره د امريکا د ستراتيژۍ اعلان په سيمه کې يوه فرصت ته زمينه برابره کړې، چې بايد ښه استفاده ورڅخه وشي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ميلادي مياشت د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امرېکا نوې ستراتيژي اعلان کړه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون په دې لټه کې دی چې ثابته کړي بريژيت مېرمن یې ښځه ده

مکرون او مېرمن یې د هغې امریکايۍ ښي اړخې انفلونسرې پر ضد دعوه هم کړې چې ادعا یې کړې بريژيت ښځه نه ده.
امریکايۍ ښې اړخې انفلونسرې کانداس اوونز چې په خواله رسنیو لسګونه میلیونه پلویان لري ادعا کړې چې د هغې په باور بریژيت مکرون نارینه زیږېدلی.
امانوئل مکرون او بریژيت څو میاشتې مخکې هم ډېر په رسنیو کې راغلل کله چې بریژيت مکرون په څپېړه وواهه.
د روسیې او امریکا د بهرنیوچارو وزیران د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې کتنه سره ګوري

ټاکل شوې چې د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې له خپل امریکايي سیال مارکو روبیو سره وګوري.
تمه ده چې په دې خبرو کې د اوکراین موضوع هم شامله وي.
د روسیې دولتي خبري آژانس ویستي په ملګروملتونو کې د روسیې د دایمي استازي واسیلي نیبینزیا له قوله خبر ورکوي چې نوموړی وايي د لاوروف او روبیو د کتنې اجنډا نه ده ټاکل شوې خو د هغه په وینا غونډه پلان شوې او دوی به د دوه اړخیزو او څو اړخیزو مسایلو په اړه خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د روسیې ولسمشر ته له دې کبله غوسه دی چې په اوکراین کې د پوځي عملیاتو د پای ته رسولو موافقې ته نه دی چمتو شوی.
د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو درې پړاوونه له کومې نتیجې پرته پای ته رسېدلي او داسې یوې موافقې ته د رسېدو په برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.
طالبانو له اوو میاشتو بند وروسته دوه تنه بریتانوي وګړي خوشي کړل

دوه تنه بريتانوي اتباع چې طالبانو له شاوخوا اوو میاشتو راهیسې په افغانستان کې نیولي وو له بنده خوشي شول.
رویټرز اژانس ته یوه چارواکي نن ویلي دي چې دا جوړه بریتانیایان د قطر په منځګړیتوب ازاد شوي او د پلازمینې دوحې ته رسیدلې دي.
۸۰ کلن پیټر رینولډز او ۷۵ کلنه باربي رینولډز د روان کال په فبروري میاشت کې د طالبانو له خوا ونیول شول.
دا برتانوي جوړه ۱۸ کاله په افغانستان کې اوسېده او د تعلیم او ماشومانو د ساتنې په برخو کې یې کار کاوه.
د اسراییلو پوځ نن خبرداری ورکړ چې په غزه ښار کې به په "بې ساري شدت" سره عملیات ترسره کړي

د فرانسې خبري اژانس په وینا، د اسراییلو پوځ د غزې اوسیدونکي هڅوي چې له جنوب څخه ووځي.
پوځ د لنډمهاله تخلیې دهلیز د تړلو اعلان هم وکړ چې ۴۸ ساعته وړاندې پرانیستل شوی و.
د اسراییلو د پوځ عربي ژبي ویاند اویخای ادرعي پر ایکس پاڼه لیکلي د غزې ښار اوسیدونکو ته په خطاب یو بیان خپور کړی: « له همدې شېبې، د صلاح الدین سړک جنوب ته د سفر لپاره تړل شوی. د اسراییلو دفاعي ځواکونه به د حماس او نورو ترهګرو سازمانونو په وړاندې په بې ساري شدت سره عملیاتو ته دوام ورکړي"
متحده ایالات او اروپايي ټولنه حماس د ترهګریز سازمان په توګه پیژني.
د پاکستان دفاع وزیر وايي د اړتیا په صورت کې به سعودي عربستان د پاکستان اټومي وړتیاوو ته لاسرسی ولري

د پاکستان د دفاع وزیر وايي «د اړتیا په صورت کې» به سعودي عربستان د پاکستان اټومي وړتیاوو ته لاسرسی ولري.
خواجه اصف دا خبره تېره شپه د پاکستان د جیو تلویزیون سره په مرکه کې وکړه.
پاکستان او سعودي عربستان د چهارشنبې په ورځ یو دفاعي تړون لاسلیک کړ چې په اساس یې په یوه هېواد برید به په دواړو هېوادونو برید وګڼل شي.
د پاکستان دفاع وزیر وویل د تړون له مخې، "هر هغه وړتیا چې موږ یې لرو د سعودي عربستان په واک کې به ورکړل شي".
امریکا د افغانستان د پراختیا اړوند پر ایران ځینې معافیتونه لغوه کړل

د امریکا متحده ایالتونو پر ایران هغه معافیتونه لغوه کړل چې د افغانستان د پراختیا او بیارغونې د مرستې لپاره یې دغه هېواد سره منلي وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د معافیت لغوه کول د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ایران د رژیم د ګوښه کولو لپاره د اعظمي فشار پالیسۍ یوه برخه ده او د سپتمبر له ۲۹مې نافذیږي.
د بیان له مخې، دا معافیتونه په ۲۰۱۸ کال کې د ایران د ازادۍ او د وسلو د وېش د مخنیوي د قانون په اساس صادر شوي وو ترڅو د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي پراختیا کې مرسته وکړي.
په دې کې ویل شوي چې د معافیت لغوه کیدو وروسته، هغه اشخاص چې په چابهار بندر کې فعالیت کوي یا په IFCA کې یاد شویو نورو فعالیتونو ښکیل دي ممکن د قانون له مخې له بندیزونو سره مخ شي.
د امریکا د معافیتونو په اساس ایران ته اجازه ورکړل شوې وه چې د چابهار په څېر پراختیايي پروژو کې چې افغانستان ته یې هم ګټه رسیږي فعالیت وکړي.
د پنسلوانیا په یوه ښارګوټي کې د ډزو له کبله ۳ پولیس وژل شوي دي

د امریکا د پنسلوانیا په یوه ښارګوټي کې د هغو پنځو پولیسو له ډلې چې ډزې پرې شوې وې، ۳ تنه وژل شوي دي.
رویټرز لیکلي چې پر دغو پولیسو د چهارشنبې په ورځ یوه ۲۴ کلن کس ډزې کړې وې چې بریدکوونکی هم د پولیسو له خوا ووژل شو.
پیښه د فیلادلفیا لویدیځ ته په ۱۶۰ کیلومتري واټن کې د شمالي یورک د یوې کروندې په جونګړه کې رامنځته شوې ده.
دغه سیمه ۷ میاشتې وړاندې هم د پولیسو پر یوه افسر د ډزو شاهده وه.
امنیت شورا نن پر ایران د ژورو بندیزونو پریکړه لیک ته رایه ورکوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن جمعه ( د سنبلې ۲۸مه) د ایران د مخ پر ودې اټومي سیستم له کبله پر دغه هېواد د نورو ژورو بندیزونو پریکړه لیک ته رایه ورکوي.
له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون لاسلیکوونکي بریتانیا، فرانسه او جرمني ادعا کوي چې ایران په تړون کې کړیو ژمنو ته ژمن نه دی پاته شوی.
د ایران او نړۍ د قدرتونو اټومي تړون وروسته له هغه ستونزو سره مخامخ شو چې ۲۰۱۸ کال کې امریکا د تړون له اډانې ووته.
لویدیځ هېوادونه او اسراییل له اوږدې مودې راهیسې ایران تورنوي چې اټومي وسلې جوړوي، خو ایران بیا دا تورونه رد کړي دي.
قطر ته د ۳ زره مسلکي کارګرو د لیږلو په موخه د نوم لیکنې لړۍ پای ته ورسېده

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، قطر ته د ۳ زره افغان مسلکي کارګرو د استولو لپاره یې د نوم لیکنې لړۍ بشپړه کړه.
دغه وزارت پرون پنجشنبه ( د سنبلې ۲۷مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې شاوخوا څلویښت زره کارګرانو دغو بستونو ته نوم لیکنه کړې چې په وینا یې، د بریالیو کسانو غوره کول به وخت ونیسي.
قطر تر دې وړاندې هم سلګونه مسلکي افغان کارګرو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، د ځوانانو د قاچاقي سفرونو د مخنیوي لپاره هڅه کوي چې سعودي عربستان، ازبکستان او د سیمې نورو هېوادونو کې افغانانو ته د قانوني کار زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې بیکاري د افغان ځوانانو یو لوی رنځ دی او لا یې هم اوسنۍ کچه د اندیښنې وړ ده.
طالبانو د ګوتیریش هغه څرګندونې غندلي چې د ښځو په وړاندې اقدامات یې (احمقانه) بللي

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش هغه څرګندونې غندلي چې افغانستان کې یې د ښځو په وړاندې اقدامات " احمقانه" بللي و.
ګوتیریش د سه شنبې په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي" هغه څه چې افغانستان کې روان دي، نه یوازې دا چې د منلو نه دي، بلکه احمقانه دي".
ګوتیریش دغه څرګندونې د مرستې رسونې په چارو کې د دوی د ښځینه کارکوونکو پر کار د طالبانو له خوا تازه لګول شوي بندیز ته په اشارې کړې دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېرماښام پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي چې" د ملګروملتونو مشر باید د خپلو خبرو او الفاظو معنا ته متوجه وي او بې سنجشه توري ونه کاروي".
یوناما تیره اونۍ اعلان وکړ چې د طالبانو حکومت یې افغان ښځینه کارکوونکو ته دفترونو ته د تګ اجازه نه ورکوي او په خبره یې دا کار د طالبانو له پخوانۍ ژمنې سره په ټکر کې دی.