نړۍ
په جرمني کې د یوه ځوان پناه غوښتونکي محاکمه پیل شوې ده
![](https://gdb.rferl.org/d11604c7-062a-4146-8096-4644583524ce_w250_r1_s.jpg)
په جرمني کې د یوه ځوان پناه غوښتونکي محاکمه پیل شوې ده.
دغه پناه غوښتونکي ځان افغان معرفي کړی دی او محاکمه یې نن په فریبرګ ښار کې پيل شوې ده.
حسین تېر کال د ماریا په نوم پر یوې نوولس کلنې نجلۍ په جنسي تېري او د هغې په وژنې تورن دی.
ماریا د طب محصله وه.
حسین تېر ډسمبر نیول شوی او ویلي یې دي چې اولس کلن دی او له افغانستانه جرمني ته تللی دی.
پولیسو ویلي حسین ۲۲ کلن دی او د پېښې له سیمې یې د هغه په اړه شواهد ټول کړي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په بنو کې د وسله والو تازه حملو مرګ ژوبله اړولې ده
![بنو- د ۲۰۲۴ کال سپټمبر میاشت، د ناامنیو پرضد د خلکو اعتراض (آرشیف)](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-7605-08dca7f456e0_w250_r1_s.jpg)
د خيبر پښتونخوا په بنو کې پرون (د سلواغې ۱۹مه) په دوو بېلا بېلو بريدونو کې د دوو پوليسانو په ګډون پينځه تنه وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.
د بنو د پوليسو وياند حنظله نن مشال راډيو ته وویل چې وسله والو تېره شپه ناوخته د بنو د فتح خېل سیمې د پولیسو پر تاڼې بريد وکړ چې په نتيجه کې يې دوه پوليس سرتيري وژل شوي او دري نور ژوبل شوي دي.
ځايي اوسیدونکو او پوليس چارواکو همداراز وویل چې د وسله والو په یوه بل برید کې چې د بنو ګربز په سيمه کې یې د امن کميټۍ دفتر په نښه کړی و، دري کسان وژل شوي او دري نور ژوبل شوي دي.
د دې کميټۍ يوه غړی د نوم نه خپرولو په شرط د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وويل چې له ۳۰ تر ۴۰ پورې وسله والو د دوی پر دفتر بريد کړی و.
د دواړو بريدونو مسولیت تراوسه پورې کوم کس یا وسله والې ډلې نه دی منلی خو په سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون یوشمیرسخت دریځې ډلې فعالې دي چې په دې وروستیو کې یې د پاکستان د حکومت اړوند هدفونو باندې بریدونه زیات کړي دي.
ټاکل شوې چې حماس ډله او اسراییل نن نور اسیران تبادله کړي
![غزه، د ۲۰۲۵ کال د جنوري ۳۰مه، د حماس وسله وال یوه اسراییلۍ برمته بدرګه کوي (آرشیف)](https://gdb.rferl.org/49ac2b0a-72f2-48da-afdc-8bfbd29b8977_w250_r1_s.jpg)
ټاکل شوې چې فلسطینۍ حماس ډله نن (د سلواغې ۲۰مه) درې نور یرغمل آزاد کړي چې اسراییل به یې هم په بدل کې لسګونه فلسطیني بندیان خوشې کړي.
حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي پرون د دې یرغملو نومونه اعلان کړل او د اسراییل د صدراعظم دفتر تایید کړه چې د یرغملو نومونه ورسپارل شوي او د هغوی کورنیو ته هم خبر ورکړل شوی دی.
د اسوشیتید پرس خبري آژانس د راپورله مخې خوشې کیدونکي یرغمل ټول نارینه او عمرونه یې د ۳۴ او ۵۶ کلونو ترمنځ دي.
د اسیرانو نننۍ تبادله به د حماس او اسراییل ترمنځ د یرغملو او بندیانو د خوشې کولو پنځم پړاو وي چې په غزه کې د جنوری په نولسمه د نافذ شوي اوربند د موافقې له مخې ترسره کیږي.
اسراییل به هم په بدل کې نن له خپلو زندانونو ۱۸۳ فلسطیني بندیان خوشې کړي. د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې د فلسطیني بندیانو یوې مدافع ټولنې ویلي چې د اسراییل له خوا په خوشې کیدونکو فلسطیني بندیانو کې ۱۸ تنه هغه بندیان هم دي چې په عمري بند محکوم شوي وو، ۵۴ تنه یې د اوږده قید بندیان ښودل شوي او ۱۱۱ تنه نور یې د غزې هغه اوسیدونکي دي چې پراسراییل د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر د اومې له برید وروسته د اسراییل د پوځي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي وو.
د دواړو لورو ترمنځ د یرغملو او بندیانو د تبادلې د تیرو څلورو پړاوونو په ترڅ کې حماس ۱۳ تنه اسراییلي او ۵ تنه ټایلنډي یرغمل او اسراییلو شاوخوا ۵۸۳ تنه فلسطیني بندیان آزاد کړي دي.
ډونالډټرمپ وايي، ښايي راتلونکې اونۍ د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره وویني
![ډونالډټرمپ او ولودیمیر زیلینسکي](https://gdb.rferl.org/f6ec1b64-c903-4128-a143-35374f3c932c_w250_r1_s.jpg)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ښايي راتلونکې اونۍ د اوکرایین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره وویني.
دا په داسې حال کې ده چې په اوکرایین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا هڅې ګړندۍ شوې دي، او زیلینسکي ویلي، دا مهمه ده چې د ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لیدنې مخکې، دی له ښاغلي ټرمپ سره په مستقیم ډول د نظر تبادله وکړي.
ښاغلي ټرمپ پرون (د سلواغې ۱۹مه) وویل چې احتمال لري راتلونکې اونۍ له زیلینسکي سره وویني.
د فبروري په ۲۴مه د هغې جګړې څلور کاله پوره کیږي چې د روسیې ولسمشر په اوکرایین کې پیل کړې ده او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې پای ته به یې ورسوي.
په پام کې ده چې د اوکراین لپاره د ښاغلي ټرمپ ځانګړی استازی کیت کیلوګ راتلونکې اونۍ د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې چې د فبروري له ۱۴مې څخه تر ۱۶مې پورې جوړېږي، ګډون وکړي. په دې کنفرانس کې به د اوکرایین د جګړې په اړه، چې له ۱۹۴۵ راهیسې په اروپا کې تر ټولو لویه جګړه ده، بحث وشي.
هیګسیت؛ امریکا د افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ په مسایلو کې باید مسوولیت واخلي
![د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت](https://gdb.rferl.org/159dee3c-0d22-4e35-8ce1-9fc4f53a2ee7_w250_r1_s.jpg)
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت وايي چې د افغانستان پیښو په امریکا کې د کمزورۍ احساس رامینځته کړی دی.
ښاغلي هیګیسټ پرون (د سلواغې ۱۹مه) د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو کارکوونکو ته د وینا پرمهال وویل چې متحده ایالات باید د افغانستان د پیښو، پر اسراییلو د اکتوبر د ۷مې نیټې د برید او په اوکراین کې د پیل شوې جګړې په برخو کې یو څه مسؤلیت واخلي.
د هغه په وینا، دا مفکوره چې د امریکا ځواک کامل نه دی، ګډوډي رامینځته کوي.
هغه په دې وضعیت کې د بدلون لپاره د دریو محورونو په اړه خبرې وکړې؛ د پوځ د مورال بیرته راژوندي کول، په پوځ باور بیا رغول او د ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره د پوځي ځواکونو بیا رغونه.
خامنه يي وايي، له امریکا سره خبرې ستونزې نه حل کوي
![](https://gdb.rferl.org/6cd0db09-2aa3-4a3a-d86e-08dd3bb47256_w250_r1_s.jpg)
د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه یي د خپل هیواد د اټومي پروګرام په اړه له متحدو ایالتونو سره د خبرو احتمال ردکړ او ټینګار یې وکړ چې خبرې به د ایران ستونزې هوارې نه کړي.
خامنه یي د جمعې په ورځ د ایران د هوایي ځواک افسرانو ته په وینا کې وویل چې «موږ باید دا واقعیت درک کړو چې له امریکا سره خبرې اترې زموږ د ستونزو د حل لپاره اغیزمنې نه دي.»
هغه زیاته کړه، دا به عاقلانه او منطقي نه وي چې خبرې ترسره شي. نوموړی دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې ایراني چارواکو په وروستیو څو میاشتو کې داسې نښې ښودلې چې ګواکې تهران چمتو دی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره خبرې وکړي.
ټرمپ هم له ایران سره د نوي اټومي تړون غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دی هم غواړي چې ایران په سوله ییز ډول وده وکړي او سوکالۍ ته ورسیږي خو په یو شرط چې اټومي وسلې ونه لري.
ترکیې پر سوریې د بندیزونو د نرمولو لپاره د اروپايي ټولنې د پرېکړې هرکلی وکړ
![د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان](https://gdb.rferl.org/7c376dd7-6339-4faa-900f-821ae14b10ca_w250_r1_s.jpg)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ له خپل فرانسوي سیال ایمانویل مکرون سره په ټیلفوني خبرو کې پر سوریې د بندیزونو د نرمولو لپاره د اروپایي ټولنې د پریکړې هرکلی وکړ.
د اروپایي ټولنې ۲۷ غړیو په سوریه کې د کورنۍ جګړې په مهال د بشار اسد پر رژیم پراخ اقتصادي بندیزونه لګولي و.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې، د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تیره میاشت موافقه وکړه چې پر سوریې به د لګول شویو بندیزونو نرمول پیل کړي.
د ترکیې د ولسمشر دفتر وویل چې اردوغان خپل فرانسوي سیال مکرون ته وویل چې اروپایي ټولنې د بندیزونو د نرمولو لپاره مناسبه پریکړه کړې خو دا مهمه ده چې له سوریې سره د یوه نوي پړاو د پیلیدو لپاره ټول بندیزونه لیرې شي.
ترکیه، د احمد الشرع په مشرۍ د هییت تحریرالشام ډلې له لوري د اسد رژیم د پرزولو اصلي ملاتړې وه.
اوکراین په کورسک کې د خپلو عملیاتو شپږمه میاشت ولمانځله
![](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-06ff-08dba7441252_w250_r1_s.jpg)
د اوکراین ولسمشر د روسیې په کورسک سیمه کې د خپل هیواد د عملیاتو شپږمه میاشت ولمانځله.
ولادیمیر زیلینسکي تېره شپه، د فبروري په شپږمه، وویل چې شپږ میاشتې کیږي چې جګړه د روسیې خاورې ته راوړل شوې ده.
دا عملیات له روسیې سره د سولې په خبرو اترو کې د امتیاز ترلاسه کولو لپاره اوکراین ته یوه ښه وسیله کیدی شي.
اوکراین د اګست په شپږمه د روسیې په کورسک سیمه کې عملیات پیل کړل او د سودژه Sudzha ښار په ګډون ځینې برخې یې ونیولې.
خو زیلینسکي په سیمه کې د روسیې له خوا د ځوابي عملیاتو په اړه څه ونه ویل.
د سویډن حکومت د وسلې د جواز ورکولو پروسه سختوي
![](https://gdb.rferl.org/1e4be2a7-1e81-42dd-897a-3007218af0f0_w250_r1_s.jpg)
د سویډن ښي اړخي حکومت د جمعې په ورځ (فبروری ۷) وویل چې د زړو په یوه تعلیمي مرکز کې له خونړۍ حملې وروسته غواړي چې د وسلې د ترلاسه کولو قانون سخت کړي.
د سې شنبې په ورځ د سویډن د اوریبرو ښار د زړو په یوه مرکز کې یوه ۳۵ کس په ډزو لس تنه ووژل شول.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، تورن کس ریکارډ انډرسن نومېده، او له ډزو وروسته یې ځان هم وواژه.
پولیسو د مړو او ټپیانو نومونه نه دي افشا کړي خو ویلي یې دي چې دوی هیله لري چې د جمعې په ورځ د پیژندنې پروسه بشپړه شي. د قربانیانو په منځ کې څو تنه هغه عیسویان هم وو چې په سوریه کې د ظلمونو له امله سویډن ته تښتیدلي وو.
پولیس وايي چې دوی تر اوسه پورې د یادې پیښې په تړاو د ایډیالوژیکي انګیزې هیڅ شواهد نه دي موندلي.
د سویډن حکومت په پارلمان کې له خپلو ښي اړخو ملاتړو سره موافقه کړې چې د هغو خلکو لپاره چې د نیمه اتومات وسلو د درلودلو د جواز غوښتنه کوي، د ترلاسه کولو پروسه سخته کړي.
له غړیو هیوادونو د جرمونو د نړیوالې محکمې غوښتنه
![په هاګ کې د جرمونو د نړیوالې محکمې ودانۍ](https://gdb.rferl.org/40b00de0-e000-4afa-8740-5e59221c77a2_w250_r1_s.jpg)
د جرمونو نړیوالې محکمې د جمعې په ورځ په خپلو غړو هیوادونو غږ وکړ چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د لګول شویو بندیزونو په وړاندې ودریږي، او دا اقدام یې "خپلواک او بې پرې قضایی کار ته د زیان رسولو هڅه" بللې.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون یو اجرایي فرمان لاسلیک کړی چې د نړیوالې جنایي محکمې پر چارواکو د امریکا او اسراییل په وړاندې د تحقیقاتو د پيلولو له امله بندیزونه لګوي.
په دې فرمان کې راغلې دي چې دغه محکمه د امریکا او د هغې د متحد اسراییل پرضد بې بنسټه غیرقانوني هڅې کوي چې له مخې یې په مستقیمه توګه د امریکا اوسني او پخواني مامورین د پوځیانو په ګډون له خطر سره مخامخوي.
د اسوشیتید پریس خبری آژانس د خبر له مخې، یادې محکمې په یوه بیان کې وویل: "محکمه د خپل پرسونل تر څنګ ولاړه ده او ژمنه کوي چې په ټوله نړۍ کې د ظلمونو میلیونونو بې ګناه قربانیانو ته د عدالت او امید برابرولو ته دوام ورکړي."
ټرمپ په دوه زره شلم کال کې د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې هم د نړیوالې جنایي محکمې پر څارنوالې فاتو بنسودا او یوشمیر نورو چارواکو د ویزو بندیز لګولی و. هغه وخت بنسودا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له لورې د جنګي جنایتونو د تورونو تحقیقات پیل کړي و.
ولسمشر ټرمپ د نړیوالې جزايي محکمې د مشرانو پر ضد اجرايي فرمان لاسلیک کړ
![](https://gdb.rferl.org/06bb6a5b-2a06-40c8-91eb-6e118c5c7889_w250_r1_s.jpg)
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو اجرایي فرمان لاسلیک کړی چې د نړیوالې جنایي محکمې پرچارواکو د امریکا او اسراییل په وړاندې د تحقیقاتو د پيلولو له امله بندیزونه لګوي.
په دې فرمان کې راغلې دي چې دغه محکمه د امریکا او د هغې د متحد اسراییل پرضد بې بنسټه غیرقانوني هڅې کوي چې له مخې یې په مستقیمه توګه د امریکا اوسني او پخواني مامورین د پوځیانو په ګډون له خطر سره مخامخوي.
دا فرمان چې پرون لاسلیک شو، پکې دا یادونه شوې ده چې امریکا او اسراییل د نړیوالې جنایي محکمې غړي نه دي.
نړیوالې جنایي محکمې پروسږکال د نومبر په یو ویشتمه د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو، د هغه د پخواني دفاع وزیر یو او ګالانت او د حماس د پوځي قوماندان محمد ضیف د نیولو حکم صادر کړ. اسراییل وایي چې محمد ضیف وژل شوی دی.
ټرمپ په دوه زره شلم کال کې د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې هم د نړیوالې جنایي محکمې پر څارنوالې فاتو بنسودا او یوشمیر نورو چارواکو د ویزو بندیز لګولی و. هغه وخت بنسودا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له لورې د جنګي جنایتونو د تورونو تحقیقات پیل کړي و.