د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلین وايي چې د شپږیزې لیګ ۲۰ اوره سیالیو لپاره په کابل کې د زونونو د لوبډلو تر منځ تمریناتي کمپ نن سې شنبه رسماً پیل شو.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن سې شنبه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا تمریناتي کمپ د شپږیزې لیګ د چمتووالي لپاره پیل شوی دی.
نوموړی وايي چې دا تمریناتي کمپ به تر شپږو ورځو دوام وکړي.
د یادولو وړ ده چې د شپږیزې لیګ پنځم پړاو ۲۰ اوریزه سیالۍ به د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۱ مه د شپږو زونونو د لوبډلو تر منځ پیل شي.