خبرونه
بريکس تړون د افغان قواوو هڅې وستايلې
د بريکس تړون غړو هېوادونو په افغانستان کې د ټروريزم په وړاندې په روانه مبارزه کې د افغان امنيتي ځواکونو د هڅو ملاتړ وکړ.
دغه تړون چې له برازيل، روسيې، هند، چين او جنوبي افريقا څخه جوړ دى، په افغانستان کې تروريستي بريدونه وغندل.
دې ډلې د خپلې سرمشريزې په پاى کې په ګډه اعلاميه کې له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې د افراطيت د مخنيوي او د تروريستانو د مالي سرچينو د وچولو په ګډون د دې پديدې په وړاندې هراړخيزه تګلاره خپله کړي.
د دې تړون په اعلاميه کې په افغانستان کې تروريستي بريدونه چې په نتيجه کې يې بېګناه افغانان وژل کېږي، غندل شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
بلخ او سمنګانو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او تر ۵۳۰ نور ډېر کسان ټپیان دي
د بېګانۍ زلزلې د مړو شمېر لږ تر لږه ۲۰ تنو او د ټپیانو شمېر ۵۳۴ ته پورته شوی.
دا خبره د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان نن په یوه بیان کې کړې ده.
هغه زیاته کړې ټولو روغتونو امر شوی چې د زلزلې ټپیانو ته عاجله رسیدګي وکړي.
د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه درې درجې زلزله بیګا شاوخوا یوه بجه وشوه چې مرکز یې مزار شریف ته نژدې د ځمکې په تل کې ۲۸ کیلو متره ژور و.
رویټرز د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په حواله ویلي چې زلزلې تر ډیره بلخ او سمنګان ولایتونو کې خلک زیانمن کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پوځ د بیړنیو حالاتو او ژغورنې ټیمونه زیانمنو شویو سیمو ته رسیدلي دي.
نتنیاهو: که د لبنان حکومت حزب الله بې وسلې نه کړي، د ځان د دفاع له حق څخه به کار واخلي
د اسراییلو صدر اعظم بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی چې که د لبنان حکومت حزب الله بې وسلې نه کړي، اسراییل به د تیر کال د اوربند تړون له مخې د ځان د دفاع له حق څخه کار واخلي.
نتنیاهو د یکشنبې په ورځ (د نومبر لومړۍ) د اسراییلو د کابینې په غونډه کې حزب الله ډله تورنه کړه چې خپلې وسلې بیا رغوي او بیا وسله جوړوي.
حزب الله یوه سیاسي او پوځي ډله چې امریکا یې د ترهګرو په توګه پیژني، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه تورلست کې شامله کړې ده.
نتنیاهو زیاته کړه چې که لبنان د خپلې خاورې د نوي جبهې د مخنیوي لپاره اقدام ونه کړي نو اسراییل به د اړتیا په صورت کې اقدام وکړي.
له بلې خوا، د اسراییلو د دفاع وزیر یسرایل کاټز پرون ټینګار وکړ چې د لبنان حکومت باید د حزب الله د بې وسلې کولو او د لبنان له سویل څخه د دې ډلې د لرې کولو لپاره خپله ژمنه پوره کړي.
یوه ورځ وړاندې، د لبنان د روغتیا وزارت راپور ورکړ چې د اسراییلو په هوايي برید کې څلور کسان وژل شوي دي.
د اسراییلو پوځ پرون په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د حزب الله څلور غړي یې وژلي دي.
افغان کریکټ لوبډلې له زیمبابوې څخه د شل اوریزې لوبلړۍ ټولې سیالۍ وګټلې
د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې څخه د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ۳ د صفر په وړاندې وګټله.
د دغو دریو لوبو وروستۍ سیالي پرون وشوه چې افغانستان کوربه هېواد ته ۲۱۱ منډې هدف ورکړ.
د زیمبابوې لوبډلې که څه هم په دفاع کې پر افغان لوبډلې فشار زیات کړی و او ښې منډې یې وکړې، خو د لوبې په وروستیو شیبو کې یې ټول لوبغاړي اوټ شول او افغانستان په ۱۱ منډو لوبه وګټله.
افغان لوبډلې تر دې وړاندې له زیمبابوې څخه دوه نورې شل اوریزې لوبې هم ګټلې وې.
په هنګو کې د سړک غاړې چاودنې ۳ پولیس ټپیان کړي دي
د خیبر پښتونخوا په هنګو ضلع کې په يوه چاودنه کې د یو تاڼېدار په ګډون درې پولیس ټپي شوي دي.
د هنګو د پوليسو يو چارواکي عبدالصمد خان رسنيو ته ويلي چې د سړک غاړې چاودنه پرون یکشنبه هغه مهال وشوه چې د پولیسو یو کاروان له سیمې تیرېده.
د ازادۍ راډیو مشال څانګې لیکلي چې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې د هنګو په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې او وسلوال بریدونه زیات شوي دي.
د اکتوبر پر ۲۴مه هم په هنګو کې د پوليسو پر یوې امنیتي پوستې په بمي برید کې د یو افسر په ګډون درې پولیس وژل شوي وو.
ّپه بریټانیا کې ۱۱ کسان په چاقوګانو وهل شوي
د بریټانیا په ختیځ کې لږ تر لږه ۱۱ تنه د چاقو په ګوزارونو ټپيان شوي دي.
د لږ تر لږه ۲ دوه تنو وضعیت نازک بلل شوی دی.
لومړی ویل کېدل چې ۹ تنه مرګوني ټپيان شوي.
پېښه شنبه ماښام د کمبریج شایر په یوه ټرین کې دننه شوې ده.
د بریټانیا د ټرانسپورټ پولیسو ویلي چې لږ تر لږه دوه بریټانویان چې یو یې تورپوستی او بل یې کاربین رېښه لري د دغې پېښې په تړاو نیول شوي دي.
د بریټانیا صدراعظم کییرسټارمر دا پېښه وحشتناکه او د جدي اندېښنې وړ بللې ده.
د پاکستان دفاع وزیر وايي له افغانستان سره ټولې چارې ځنډول شوي
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي د تورخم لاره د غیرقانوني افغان اتباعو د ایستلو په هدف پرانیستل شوې ده، او هلته به هیڅ سوداګریز فعالیت ترسره نشي.
هغه دا خبره له جیونیوز سره په یوه مرکه کې چې بېګا خپره شوې کړې ده.
آصف ټینګار کړی چې د افغان کډوالو د ایستلو پروسه به دوام مومي تر څو د ده په خبره دا خلک د بیا راتلو پلمه پیدا نه کړي.
خواجه آصف همداراز ویلي چې د ویزو په شمول له افغانستان سره اړوندې ټولې چارې دمګړۍ ځنډول شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون یوه تفصیلي مرکه کې چې له خیبرنیوز سره یې کړې ده د افغان کډوالو اړوند د پاکستان په پالیسیو سختې نیوکې کړي او غیر معقولې یې بللې دي.
هغه همدارنګه د سولې د خبرو په وخت د خواجه اصف ګواښونه ناسم بللي دي.
د بریټانیا په ختیځ کې لږ تر لږه ۹ تنه د چاقو په ګوزارونو مرګوني ټپيان شوي
پېښه شنبه ماښام د کمبریج شایر په یوه ټرین کې دننه شوې ده.
د بریټانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو لږ تر لږه دوه کسان د دغې پېښې په تړاو په هټنګټن تمځای کې نیولي دي.
د بریټانیا صدراعظم دا پېښه کییرسټارمر دا پېښه وحشتناکه او د جدي اندېښنې وړ بللې ده.
افغانستان او زیمبابوې د دریمې شل اووریزه لوبې لپاره سره مخامخ کېږي
ټاکل شوې چې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې نن (د نوامبر ۲مه) په دریمه شل اووریزه لوبه کې سره مخامخ شي.
دا لوبه د کابل په وخت د مازیګر په ۴ بجو د کوربه زیمبابوې د پلازمېنې هرارې د کرکټ په لوبغالي کې په پام کې ده.
نننۍ لوبه به د دریو شل اووریزو لوبو د لړۍ وروستۍ سیالي وي. د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه مخکینۍ سیالۍ دواړه افغانستان ګټلې دي.
افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۹مه د ۵۳ منډو په توپیر او دوهمه لوبه د اکتوبر په ۳۱مه د اوو منډو په توپیر له کوربه زیمبابوې څخه وګټله.
اوکراین وايي سرتېري یې په پوکروفسک ښار کې لاهم د روسیې د حملو پر وړاندې مقاومت کوي
د اوکراین پوځي چارواکي وايي، د دوی سرتېري لاهم په ختیځ پوکروفسک ښار کې د شاوخوا ۱۷۰زره روسي سرتیرو د درنو حملو پر وړاندې مقاومت کوي.
د اوکراین د وسله والو ځواکونو قوماندان اولیکساندر سیرسکي پرون پر خپله فیسبوک پاڼه ولیکل چې په دې ښار کې د دښمن د ځواکونو د له منځه وړلو او له ښاره د هغو د ایستلو لپاره پراخ عملیات روان دي.
دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د دې جګړه ځپلي ښار لپاره جګړه لومړیتوب وباله.
پوکروفسک د اوکراین د نورو لویو ښارونو په څیر خورا ډېر پوځي اهمیت لري او د اوکرایني ځواکونو لپاره مهمه اکمالاتي لاره برابروي.
د روسیې د دفاع وزارت اړوند زویزدا خبري اژانس پرون ادعا وکړه چې اوکرایني ځواکونو په پوکروفسک کې تسلیمیدل پیل کړي دي.
احمدشرع د سوریې د لومړني ولسمشر په توګه واشنګټن ته ځي
د سوریې لپاره د متحدوایالتونو ځانګړی استازی ټام بارک وايي په پام کې ده چې د سوریې ولسمشر احمدشرع په نژدې ورځو کې واشنګټن ته سفر وکړي.
بارک پرون په بحرین کې خبریالانو ته د څرګندونو پرمهال هیله څرګنده کړه چې د دې سفر په ترڅ کې به سوریه د اسلامي دولت ډلې یا داعش د ځپلو لپاره د امریکا په مشرۍ ایتلاف سره یوځای شي.
رویټرز خبري آژانس د سوریې د یوې سرچینې له قوله راپور ورکوي چې وايي تمه ده دا سفر به په راتلونکو دوو اونیو کې ترسره شي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د بهرنیو مشرانو د سفرونو د تاریخ د لیست له مخې د سوریې هیڅ یوه ولسمشر تراوسه واشنګټن ته رسمي سفر نه دی کړی.
شرع په تېره سپتمبر میاشت کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وینا کړې وه.