افغانستان
سیما سمر: که اصف مهمند وغواړي د بشر حقونو کمېسیون یې قضيه څاري

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، که د بلخ د ولايتي شورا غړى اصف مهمند وغواړي، دغه کمېسيون به يې د قضيې څارنه وکړي.
سيما سمر ازادي راډيو ته وويل، د اصف مهمند قضيه تر ډېره جنايي ده چې پوليس او اړوندې ادارې يې بايد وڅېړي.
خو مېرمن سمر د خپل کمېسيون د همکارۍ په باب وويل:
"که د اصف مهمند خپلوان او يا دى خپله له کمېسيون څخه وغواړي چې د ده د قضيې څارنه او نظارت وکړي، موږ بې له هغې هم نظارت کوو."
د بلخ د ولایتي شورا غړي اصف مهمند د تېرې دوشنبې په شپه په الوتکه کې له کابله د مزار شریف په لور سفر درلود چې د ده په خبره، د بلخ په هوايي ډګر کې د والي عطا محمد نور د کسانو لهخوا نیول شوی، بيا وهل ډبول شوى دی.
د دې قضیې د حقیقت موندنې کمېسیون غړي وايي، لومړنۍ موندنې ښيي چې ښاغلي مهمند د عطا محمد نور په دستور نیول شوی دی.
د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد له دې وړاندې ویلي و چې د بلخ د ولایتي شورا غړی اصف مهمند د لويې څارنوالۍ د حکم له مخې، پولیسو نیولی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ساري ناروغیو په افغانستان کې سلګونه کسان وژلي دي

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي چې ساري ناروغیو په یوه میاشت کې په افغانستان کې ۳۱۰ کسان وژلي دي.
د دې سازمان میاشتنی راپور چې د یکشنبې په ورځ، د جون په ۲۳مه خپور شو، وايي چې دغه کسان د شري، د تنفسي جهازد شدید التهاب ، د ډیهایډریشن سره شدید اسهال او کانګو تبې له امله مړه شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د تنفسی جهازد شدید التهاب ناروغي د اندیښنې وړ بللې او ویې ویل چې یوازې په می میاشت کې، په هیواد کې د دې ناروغۍ له امله ۱۹۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د دې سازمان په وینا، په می میاشت کې، دوی په افغانستان کې د دې ناروغۍ نږدې ۹۳۰۰۰ نوې پیښې ثبت کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) پدې وروستیو کې وویل چې په افغانستان کې نږدې لس ملیونه خلک په هغو سیمو کې ژوند کوي چې روغتیایی اسانتیاوو ته لاسرسی نلري.
اوتونبایوا د امنیت شورا نننۍ غونډې ته د دوحې د پروسې د راتلونکو ګامونو په هکله معلومات ورکوي

په افغانستان کې دملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي ( یوناما ) مشره روزا اوتونبایوا ددغه هیواد په اړه د امنیت دشورا نننۍ غونډې ته وینا کوي.
میرمن اوتونبایوا به غونډې ته ددوحې د پروسې د راتلونکو ګامونو په اړه معلومات ورکړي .
د دوحې پروسه د یوې سیاسي لارې دنقشې له مخې طالبانو سره د لا اغیزمن او منسجم نړیوال تعامل لپاره دوه کاله مخکې پیل شوې ده.
دغه راز تمه ده چې په غونډه کې به دافغانستان په اړه یولړ سیاسي ، اجتماعي ، اقتصادي او د بشري حقونو او بشري وضعیت اړوند مسایل هم وڅیړل شي.
دغونډې په اړه خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشی مرستیاله جویس مسویا او د ملګرو ملتونو د ښځو دبرخی اجرایوی مشره سیما باهوس هم غونډې ته وینا کوي.
ویل کیږي چې دګډونوالو په خبرو کې به په ځانګړې توګه په ښځو او نجونو باندې د طالبانو د محدودیتونو او تبعیضی پالیسو په اغیز تمرکز وشي.
طالبانو پر ایران د امریکا برید غندلی دی

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر ایران د امریکا برید غندلی.
د دې وزارت د ویاند قهار بلخي پر ایکس پاڼې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، "د امریکا دغه ډول بریدونه په سیمه کې بې ثباتي رامنځته کوي".
په اعلامیه وړاندې پر دواړو خواوو غږ شوی چې د ستونزې د حل په موخه دپیلوماسۍ ته مخه کړي.
امریکا نن یکشنبې په ایران درې لوی اټومي تاسیسات په نښه کړل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا بریدونه بریالي وبلل او ایران ته د سولې د وړاندیز ترڅنګ وویل، "که سوله نه کوئ، د نورو بریدونو لپاره ځان چمتو کړئ".
ایران دې بریدونو ته تند غبرګون ښکاره کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د دغو بریدونو د عواقبو مسولیت امریکا ته ورګرځي.
د بښنې نړیوال سازمان؛ طالبانو یو افغان فلم جوړونکی له زندانه خوشې کړی دی

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د سید رحیم سعیدي په نوم افغان فلم جوړونکی د طالبانو له بنده ازاد شوی دی.
د دغه سازمان د اسیا برخې نن یکشنبې پر خپل ټویټر ویلي، سعیدي له ۱۱میاشتنې بند وروسته ازاد شوی دی.
د دې سازمان په ټکو، هغه د بیان ازادۍ له حق څخه د ګټې اخیستي په خاطر زنداني شوی و.
سعیدي د تیرکال په سرطان میاشت کې د طالبانو د نظام خلاف د تبلغ په تور زنداني شوی و.
د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له سوریایي او ازبکستاني سیال سره د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د سوریې او ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په جلا جلا کتنو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه لیده کاته په ستانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د ۵۱مې غونډې څنډه کې شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې متقي له خپل سوریایي سیال اسد حسن شیبانی سره د تاریخي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
متقي له ازبکستاني سیال بختیار سعیدوف سره پر اقتصادي، ترانزیتي او سوداګریزو اړیکو خبرې کړي دي.
د سیمې او ګاونډ هېوادونه طالبانو سره تعامل لري، خو تراوسه یې د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی.
افغان فوټبالره نادیه ندیم د ډنمارک ملي لوبډلې ته ستنیږي

هغه د ۱۸ میاشتو غیر حاضرۍ وروسته د ۲۰۲۵ کال د اروپا اتلولۍ کې د ډنمارک لپاره بیا لوبې کولو ته چمتو ده.
د ۲۰۲۵ کال د اروپا د ښځو اتلولۍ د جولای په دویمه نیټه په سویس کې پیلیږي.
د ډنمارک د ښځو روزونکې اندري جیګلیټز ویلي نادیه ندیم داسې لوبغاړې ده چې کولی شي د لوبې رُخ بدل کړي.
۳۷ کلنه نادیه ندیم چې د مسلکي فوټبالرې سربیره ډاکټره هم ده، په ۱۲ کلنۍ کې له افغانستانه وتلې.
هغې مخکې په انګلستان کې د مانچسټر سیټي، په فرانسه کې د پاریسنټ ژرمن او په ایټالیا کې د AC میلان لپاره لوبې کړې دي.
د ایران جګړې ته اندیښنو؛ طالبان اړ ایستي چې له روسیې خوراکي مواد وپلوري

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر وایي، له روسیې سره د ځینو خوراکي موادو د واردولو په اړه خبرې روانې دي، ځکه چې د ایران جګړې ته اندیښنې شته.
عطا الله عمري رویټرز اژانس ته د جمعې په ورځ په سنټ پیترز بورګ کې د روسیې د اقتصادي غونډې ترڅنګ وویل، موږ په یو شمیر داسې خوراکي موادو تکیه کوو چې له ایران څخه واردیږي او که چیرته هلته ستونزې پيدا شي نو بې له شکه پر افغانستان به اغیزې وکړي.
عمري زیاته کړه چې له روسیې څخه غنم غواړو.
د عمري په مشرۍ د طالبانو پلاوی څلور ورځې مخکې کې د روسی په نړیوال اقتصادي کنفرانس کې د ګډون لپاره سنت پیترز بورګ ته ولاړ. په دې نړیوال کنفرانس کې چې نن پای ته رسیږي؛ د نړۍ د شاوخوا یوسل او څلویښت هیوادونو استازیو برخه اخیستې ده.
په ایران کې د جګړې له امله په زرګونو افغانان هره ورځ خپل هیواد ته ستنیږي

یوې نړیوالې مرستندویه موسسې خبر ورکړ چې هره ورځ له ایرانه د هرات د اسلام قلعه بندر له لارې شاوخوا پنځه زره افغانان خپل هیواد ته ستنیږي چې یو اصلي دلیل یې د اسراییل او ایران جګړه ده.
د افغانستان لپاره د ورلډ ویژن نړیوالې موسسې د اداري اړیکو د برخې رییس مارک کالډر پرون اسوشتید پریس اژانس ته وویل، ډیری خلک د خوړو او سرپناه موندلو لپاره بیرته افغانستان ته ځي، خو دوی هغه هیواد ته ستنیږي چې پکې لومړني خدمات په بحراني وضعیت کې دي.
تر اوسه دا څرګنده نه ده چې د تیرو نهو ورځو په ترڅ کې چې د ایران او اسراییل جګړه پيل شوې ده له ایران سره پر پوله له نورو لارو څومره افغانان خپل هیواد ته ستانه شوې دي.
د ورلډ ویژن نړیوالې مرستندویه موسسې په وینا د کال له پیله تر اوسه نژدې پنځه لکه افغان کډوال له ایرانه په زوره ایستل شوې دي.
یوناما امنیت شورا ته د افغانستان راپور وړاندې کوي

ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتو د مرستندویه پلاوي( یوناما) مشره بل سبا د ملګرو ملتو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.
یوناما په فیسبوکپاڼه کې لیکلي دي چې روزا اوتنبایوا به دا درې میاشتنی راپور د دوشنبې په ورځ د کابل پر وخت د ماښام اووه نیمې بجې په نیویارک کې امنیت شورا ته وړاندې کړي.
یوناما د روان میلادي کال د لومړیو دریو میاشتو په راپور کې دې ته اشارې درلودې چې دا بنسټ په افغانستان کې واکمن طالبان هڅوي چې د بشري حقونو د وضعیت ښه کیدو ته توجه زیاته کړي. یوناما په خپل مخکني درې میاشتني راپور کې په ځانګړي ډول په عام محضر کې خلکو ته د سزا ورکولو پیښو ته اندیښه ښودلې وه او ویلي یې و چې دا ډول سزاګانې چې له بشري حقونو څخه سرغړونې دي، زیاتې شوې دي.
د پاکستان حکومت پریکړه کړې چې افغان موټر چلوونکو ته کلنۍ ویزې ورکړي

د پاکستان حکومت وايي چې پریکړه یې کړې چې افغان موټر چلوونکو ته داسې کلنۍ ویزې ورکړي چې بیا بیا پرې پاکستان ته سفر کولی شي.
په کابل کې د پاکستان سفارت د جون په ۲۰مه په ټویټر کې وویل چې د دې کټګورۍ لپاره د ویزې فیس به ۱۰۰ ډالر وي.
سفارت دا هم وویل چې غوښتونکي اړ دي چې یو عکس، د خپل پاسپورټ کاپي، د تابعیت کارت، د موقتي داخلي سند (TAD)، د راجستر شوي ټرانسپورټ شرکت څخه د کار لیک او د موټر چلولو یو معتبر جواز انلاین اپلوډ کړي.
وروسته له هغه چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان کنټرول بیرته ترلاسه کړ، د افغانستان - پاکستان په لاره سفر کوونکي افغان موټر چلوونکو تل د پاکستان د ویزو په ترلاسه کولو کې د ستونزو په اړه شکایت کړی دی.