د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۰

د چین مرستیال صدراعظم په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته راغلی


د چین مرستیال صدراعظم وانګ یانګ د یکشنبې په ورځ ناوخته د یوه جګپوړي پلاوي په ملتیا د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته راغلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د وانګ یانګ د سفر په اړه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی یانګ به د پاکستان له ولسمشر او نوي لنډ مهاله صدراعظم شاهد خاقان عباسي سره وګوري او په لړ دوه اړخېزو مساېلو به ورسره خبرې وکړي.

دغه خبر پاڼه په دې اړه کاږي:

"د چین مرستیال صدراعظم وانګ یانګ به پاکستان ته د خپل سفر پرمهال د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې پر جشن سربېره ګډون د پاکستان ـ چین د اقتصادي راهدارۍ د یو لړ پروژو په افتتاحي پروګرامونو کې ګډون وکړي او همداشان به له پاکستاني چارواکو سره یو لړ تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړي."

په پاکستان کې د لنډ مهاله صدراعظم تر راتلو وروسته دې هېواد ته دا د چین د جګپوړو چارواکو لومړی سفر دی.

د پاکستان سترې محکمې تېره میاشت د دې هېواد مخکینی صدراعظم نواز شریف د پاناما اسنادو په قضیه کې نااهله او له واکه لېرې کړ چې بیا وروسته قامي اسمبلۍ د روانې میاشت په لومړۍ نېټه شاهد خاقان عباسي د پاکستان لنډ مهاله صدراعظم وټاکه.

پاکستان او چین په سیمه کې ښې او نېږدې اړیکي لري او چین دوه کاله مخکې په پاکستان کې د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز پر جوړولو تر ۴۵ میلیارده ډالرو زیاته پانګونه کړې چې کارونه یې روان دي.

د یادونې وړ ده چې پاکستاني رسنۍ دې هېواد ته د چین د مرستیال صدراعظم سفر مهم بولي او وايي چې د دې سفر په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پسې پراخې شي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG