کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت او په دغه ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني د څرګندونو په اړه یو شمېر مطالب لیکلي دي.
دنیا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د ځوانانو له ورځې نه په افغانستان کې په داسې حال کې لمانځنه کېږي چې لا هم ځوانانو له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
په سرمقاله کې راغلي، بې کاري، د زده کړو د اسانه زمینو نه شتون په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو، نا امني، فساد، مخدر مواد او کورنۍ ستونزې هغه څه دي چې ځوانان په کې قرباني ورکوي.
سر مقاله لیکونکی لیکلي، دا په داسې حال کې ده چې له ځوانانو څخه ملاتړ د حکومت له اصلي شعرونو څخه دی خو تر اوسه یې په دې برخه کې څه نه دي کړي.
هېواد دولتي ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو پرونیو څرګندونو کې افغان ځوانان د غازي امان الله خان د ارمانونو پلي کوونکي وبلل ویې ویل، د افغانستان دښمنانو ته یوه پیغام لري او هغه دا چې دا هغه ملت نه دی چې غازي امان الله خان یې وشړلو.
په مطلب کې دا هم راغلي چې افغان ولسمشر افغان ځوانانو ته په خطاب کې وویل، اشرف غني ستاسې له نبضه استازیتوب کوي او په هر قیمت چې وي افغانستان به جوړوي.
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم د ځوانانو په اړه د ولسمشر د تېرې ورځې د څرګندونو ځینو برخو ته اشاره کړې ده.
په مطلب کې راغلي، ولسمشر غني وايي، زما تر ټولو ډېره سیاسي پانګه په ادارو کې د ځوانانو په ګمارنه لګېدلې ده، نن د ادارو په رأس کې ځوانان دي او زه د دوی تر منځ د ارتباط پل یم.
او مسیر خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، ولسمشر، ځوانان او د چکچکو ګروپ.
په سرمقاله کې راغلي، ارګ پرون د ځوانانو د ورځې په پلمه ځینې کسان ارګ ته وربللي ول چې د ولسمشر خبرو ته چکې وکړي.
د سرمقالې لیکوال لیکلي، ولسمشر پرون یو ځل بیا په خپلو سترو ناکامیو سترګې پټې کړې، وړې لاسته راوړنې یې لویې او د تل په څېر یې تشې ژمنې وکړې.