خبرونه
روسیه پر امریکايي ډالر او د کرېډېټ کارټ پر سیسټم اتکا کموي
روسیې وروسته له دې چې متحده ایالاتو نوي بندیزونه پرې ولګول هڅې چټکې کړي چې پر امریکايي ډالر او د کرېډېټ کارټ پر سیسټم خپله اتکا کمه کړي.
دا ټکی د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیرګي ریابکوف نن له میژدوناردونایا ژیزن "نړیوال ژوند" خپرونې سره په مرکه کې څرګند کړ.
په نړۍ کې د تېل، ګاز او نورو موادو پلور او پېر تر ډېره په امریکايي ډالرو کېږي.
هغه بندیزونه چې واشنګټن د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د لاسوهنو د اعاوو او د اوکراین په ختیځ کې د مداخلې له کبله څو ورځې مخکې پر مسکو ولګول د روسیې د انرژۍ سکټور ته سخته ضربه ورکوي.
ریابکوف وویل، روسیه به هڅې زیاتې کړي څو د پلور او پېر د لومړۍ پیسې په توګه د امریکايي ډالر پر سیسټم خپله اتکا کمه کړي او زیاتهیې کړه چې دا اوس یوه حیاتي اړتیا ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اوکراین وايي سرتېري یې په پوکروفسک ښار کې لاهم د روسیې د حملو پر وړاندې مقاومت کوي
د اوکراین پوځي چارواکي وايي، د دوی سرتېري لاهم په ختیځ پوکروفسک ښار کې د شاوخوا ۱۷۰زره روسي سرتیرو د درنو حملو پر وړاندې مقاومت کوي.
د اوکراین د وسله والو ځواکونو قوماندان اولیکساندر سیرسکي پرون پر خپله فیسبوک پاڼه ولیکل چې په دې ښار کې د دښمن د ځواکونو د له منځه وړلو او له ښاره د هغو د ایستلو لپاره پراخ عملیات روان دي.
دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د دې جګړه ځپلي ښار لپاره جګړه لومړیتوب وباله.
پوکروفسک د اوکراین د نورو لویو ښارونو په څیر خورا ډېر پوځي اهمیت لري او د اوکرایني ځواکونو لپاره مهمه اکمالاتي لاره برابروي.
د روسیې د دفاع وزارت اړوند زویزدا خبري اژانس پرون ادعا وکړه چې اوکرایني ځواکونو په پوکروفسک کې تسلیمیدل پیل کړي دي.
احمدشرع د سوریې د لومړني ولسمشر په توګه واشنګټن ته ځي
د سوریې لپاره د متحدوایالتونو ځانګړی استازی ټام بارک وايي په پام کې ده چې د سوریې ولسمشر احمدشرع په نژدې ورځو کې واشنګټن ته سفر وکړي.
بارک پرون په بحرین کې خبریالانو ته د څرګندونو پرمهال هیله څرګنده کړه چې د دې سفر په ترڅ کې به سوریه د اسلامي دولت ډلې یا داعش د ځپلو لپاره د امریکا په مشرۍ ایتلاف سره یوځای شي.
رویټرز خبري آژانس د سوریې د یوې سرچینې له قوله راپور ورکوي چې وايي تمه ده دا سفر به په راتلونکو دوو اونیو کې ترسره شي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د بهرنیو مشرانو د سفرونو د تاریخ د لیست له مخې د سوریې هیڅ یوه ولسمشر تراوسه واشنګټن ته رسمي سفر نه دی کړی.
شرع په تېره سپتمبر میاشت کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وینا کړې وه.
افغان خبریال سیدراشد کاشفي له زندانه خوشې شو
آزاد خبریال سیدراشد کاشفي په کابل کې د شاوخوا اوه میاشتې بند له تېرولو وروسته آزاد شو.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په کابل کې د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکوي چې ښاغلی کاشفي پرون د لړم په لسمه د ماښام په شاخوا اوو بجو د کابل د استخباراتو له زندان څخه خوشې شو.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د کاشفي د خلاصېدو هرکلی کړی خو تینګار یې کړی چې د دې خبریال، اساسي حقوق په جدي ډول ترپښو لاندې شوي.
راشدکاشفي د روان هجري لمریز کال د وري یا حمل په ۲۴مه په بهر کې له فعالو رسنیو سره په همکارۍ تورن شو او وروسته د کابل لومړنۍ محکمې نوموړی په یوه کال زندان محکوم کړ.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په یو بیان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو حقونو ته درناوی وکړي او ورسره ټول نیول شوي خبریالان خوشې کړي او اجازه ورکړي چې د هېواد د رسنیو له قانون سره سم، له ګواښ، فشار او وېرې پرته کار وکړي.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې اوس مهال لږترلږه اوه تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په توقیف کې یا پر دوی د حبس د لګول شویو حکمونو د تېرولو په حال کې دي.
په فرانسه کې یو افغان وګړی له داعش ډلې سره د اړیکو په تور نیول شوی دی
د فرانسې امنیتي ځواکونو یو افغان وګړی د اسلامي دولت ډلې- داعش له یوې څانګې سره د اړیکو په تور نیولی دی.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې د فرانسې د تروریزم ضد څارنوالانو ادارې نن وویل، دې شل کلن ځوان چې تېره اونۍ په لېون ښار کې نیول شوی، د یوې تروریستي جنایي ډلې په چوکاټ کې فعالیت کاوه او د تروریستانو له یوې ادارې سره یې مالي مرسته کوله، د محاکمې تروخته به په توقیف کې وي.
پر دې افغان تور دی چې داعش ډلې ته یې مالي مرسته ورکوله او د ټولنیزو شبکو له هغې ډلې ټیک ټاک او سنپ چټ له لارې یې تبلیغات ورته کول.
د داعش خراسان څانګه په بېلابېلو حملو کې په لاس لرلو تورنه ده چې په دې ډله کې په افغانستان کې ګڼ بریدونه او همداراز د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې برید شامل دي.
د یوه امریکايي پوهنتون سټلایټ تصویرونه د سودان په الفاشر ښار کې د ډله ایزو وژنو دوام ښيي
له سودان څخه د سټلایټ اخیستل شوي تصویرونه ښيي چې په الفاشر ښار او شاخوا سیمو کې یې احتمالا ډله ایزې وژنې دوام لري.
د امریکا د یال Yale پوهنتون څېړونکي دا اعلان څو ورځې وروسته له هغه کوي چې دا ښار د چټک ملاتړ د ځواکونو لاس ته ولوېد.
په یوه راپور کې چې یال پوهنتون د جمعې په ورځ خپور کړ ویل شوي دي چې له سیمې څخه نوي ترلاسه شوي تصویرونه دوی باوري کوي چې د دې ښار ډېری اوسېدونکي ښايي، مړه، اسیران او یا پټ شوي وي.
راپور زیاتوي چې هلته د ډله ایزو وژنو د دوام نښې له ورایه لیدل کېږي.
د چټک ملاتړ ځواکونو، چې د ۲۰۲۳ کال له اپریل میاشتې راهیسې د سودان له پوځ سره په جګړو کې ښکېل دي د یکشنبې په ورځ الفاشر ښار له ۱۸ میاشتنۍ کلابندۍ وروسته ونیو او پوځ یې د ډارفور له لویدیځ څخه په شا وتمباوه.
د دې ښار له سقوط وروسته د غیرقانوني اعدامونو، جنسي تاوتریخوالي، پر مرستندویو ټولنو د حملو، لوټ تالان او نورو سرغړونو راپورونه خپاره شول او له دې سیمې سره ټول اړیکي تقریبا پرې شوې دي.
ملګروملتونو ویلي دي چې له ۶۵ زرو ډېر کسان له الفاشر ښار څخه تښتېدلي خو لسګونه زره نور لاهم په ښار کې ګیر پاتې دي.
اسراییل وايي، هغه درې مړي چې حماس ورسپارلي، د اسراییلي یرغملو نه دي
اسراییلي چارواکي وايي د هغو دریو مړو د بدن ټوټې چې حماس ډلې ورسپارلي، په غزه کې د ساتل شویو اسراییلي یرغملو نه دی.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې پوځي ویلي، د عدلي طب معاینې ښيي چې دا د هغو یوولسو یرغملو مړي نه دي چې د سره صلیب نړیوالې ټولنې یې بېګا اسراییلو ته د سپارلو خبر ورکړ.
حماس ډلې د پخوا برعکس دا ځل د دې مړو سپارل اعلان نه کړل.
د اکتوبر په لسمه په غزه کې د اوربند له نافذيدو وروسته حماس ډلې تراوسه شل یرغمل خوشې کړي او د اولسو نورو د مړو ټوټې یې اسراییلو ته سپارلې دي خو د دوو بهرنیو وګړو په ګډون د یوولسو اسراییلي یرغملو مړي تراوسه هم په غزه کې پاتې دي.
د طالبانو حکومت په بېلابېلو ولایتونو کې د استوګنې نهه ښارګوتي مسترد کړي دي
د طالبانو حکومت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د استوګنې د هغو ښارګوټو د استرداد خبر ورکوي چې وايي، ځمکې یې غصب شوې دي.
د عدلیې وزارت نن (د لړم ۱۰مه) په یوه بیان کې ویلي دي چې په دې ترڅ کې نهه ښارګوټي د ځانګړو محکمو د حکمونو په اساس په بشپړ ډول مسترد شوي او ځمکې یې اماراتي یا دولتي اعلان شوې دي.
د بیان له مخې دا ښارګوټي له ۵۰ زره جریبو ډېره غصب شوې ځمکه رانغاړي. بیان په کابل کې د ملا تره خېل، سردارمحمد داوود خان او ملاعزت ښارګوټي، په بلخ کې د خالد بن ولید، په میدان وردګو کې د شهرنو، په غزني کې د حکیم سنايي او نوآباد او په ننګرهار کې د حاجي قدیر او اسحق ګېلاني د ښارګوټو د بشپړ استرداد یادونه کوي.
په بیان کې همداراز یادونه شوې چې د ځینو نورو ښارګوټو ځمکې هم په قسمي یا بشپړ ډول راګرځول شوي او امارتي یا دولتي تثبیت شوي دي.
د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت وايي چې په تېرو دریو کلونو کې د استوګنې پر ښارګوټو سربېره شاوخوا څلور میلیون جریبه نوره ځمکه هم د ټول هېواد په کچه امارتي تثبیت شوې ده.
د تورخم لاره د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره په موقت ډول خلاصه شوه
د تورخم لاره د لنډ وخت لپاره هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو پرمخ خلاصه شوه.
د طالبانو تر ادارې لاندې ملي راډیو ټلویزیون راپور ورکوي چې د تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټولو ترانزیتي لارو له بندېدو نژدې شل ورځې وروسته نن (د لړم ۱۰مه) یوازې د افغان کډوالو پرمخ خلاصه شوه.
د آزادۍ راډیو د مشال څانګې خبریال هم د چارواکو له قوله راپور ورکوي چې دا لاره خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره پرانیستل شوې ده.
د خبر له مخې دا لاره نن پرانیستې وه او ښايي سبا هم خلاصه وي خو د مسافرو او سوداګریزو موټرو پرمخ به بنده وي. د مشال راډیو خبریال زیاتوي چې سلګونه لارۍ او مسافر اوس هم د تورخم دواړو غاړو ته بند پاتې دي.
د مشال خبریال وايي چې له تورخم پرته د افغانستان او پاکستان ترمنځ نورې ټولې ترانزیتي لارې لاهم بندې دي. پاکستان دا لارې د طالبانو له ځواکونو سره تر خونړیو نښتو وروسته د اکتوبر په ۱۲مه نېټه وتړلې.
اوکراین د دې هېواد د ملکي انرژۍ پر تاسیساتو د روسیې برید اټومي تروریزم بللی دی
د اوکراین د بهرنیوچارو وزارت د دې هېواد د انرژۍ پر ملکي تاسیساتو د روسیې حملې غندلي او مسکو یې په اټومي تروریزم تورن کړی دی.
د اوکراین د بهرنیوچارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې د انرژۍ پر ملکي سکتور د روسیې عمدي حملې د دې هېواد د اټومي انرژۍ د خوندي فعالیتونو پر بهیر په مستقیم ډول ناوړه اغېز کوي. د بیان له مخې دا له اټومي تروریزم سره انډول او له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.
په بیان کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې هغې اعلامیې ته اشاره شوې چې پکې د ملګروملتونو دې اړوندې ادارې ویلي، د روسیې برید هغه سبسټېشن په نښه کړی دی چې د اوکراین د اټومي خوندیتوب او امنیت لپاره مهم دی.
م. م ویلي دي چې د اوکراین د جنوبي خمیلنیڅکي اټومي بټۍ ته نژدې د برید په نتیجه کې د دې بټۍ د بریښنا بهرني لینونه قطع شوي دي.
د نړۍ اوو لویو صنعتي هېوادونو جي اوه هم پرون په یوه بیان کې پر اوکراین د روسیې یرغل او د اوکراین د انرژۍ پر سکټور د هغه ناوړه اغیز وغانده.
افغانستان او زیمبابوې په دریمه او وروستۍ شل اووریزه سیالۍ کې سره مخامخ کېږي
ټاکل شوې چې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبدلې د یکشنبې په ورځ د دریمې او وروستۍ شل اووریزې سیالۍ لپاره سره مخامخ شي.
د زیمبابوې په کوربه توب دا لوبه سبا د کابل په وخت د مازیګر په څلورو بجو په پلازمېنه هرارې کې په پام کې ده.
افغانستان له زیمبابوې سره د دریو شل اووریزو لوبو د لړۍ لومړۍ سیالي د ۵۳ منډو او دوهمه د اوو ویکټو په توپیر وګټله.