افغانستان
افغان ولسمشر محمد اشرف غني تهران ته ورسېد
اشرف غني چې پرون د جمعې په ورځ هرات تللی و، له هغه ځایه نن د شنبې په ورځ ایران ته ولاړ.
د افغان ولسمشر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي پرون په هرات کې خبریالانو ته وویل چې اشرف غني به له ایراني چارواکو سره پر یو لړ مهمو مسایلو وغږېږي.
ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:
"د ایران له ولسمشر سره په کتنه کې به پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې وشي، ګمرکونه، د مخدره موادو پر ضد مبارزه، فرهنګي او امنیتي مسایل او هغه ټولې خبرې چې د دواړو هېوادونو لپاره مهمې دي، بحث پرې کېږي. خو اصلي هدف د دې سفر، د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون دی."
په ایران کې د روان میلادي کال د مې میاشتې په ۱۹ مه د جمهوري ریاست انتخابات تر سره شول.
په دېټاکنو کې حسن روحاني ولسمشر انتخاب شو چې نن یې د لوړې مراسم تر سره کېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
علي عظیمي دویم افغان لوبغاړی شو چې مستر المپیا لوبو ته یې لار ومونده
د افغانستان د باډي بلډرۍ لوبغاړي محمد علي عظیمي د مستر المپيا سیالیو ته لار پيدا کړه.
عظیمي چې اتریش میشته افغان دی، د هالنډ په ( بنفلکس) سیالیو کې له بریا وروسته مستر المپیا ته لاره ومونده.
عظیمي د ( کلاسلیک فزیک) په برخه کې ښه وځلېد او د هالنډ لوبو کې یې لومړۍ درجه ترلاسه کړه.
له دې سره تر علي بلال وروسته عظیمي دویم افغان لوبغاړی شو چې مسترالمپيا ته لاره پیدا کوي.
دا د نړۍ په کچه د مسلکي باډي بلډنګ تر ټولو د لوړې کچې سیالۍ دي.
ملګري ملتونه: له ۴ میلیونو زیات افغانان بیړنۍ سرپنا او غیر خوراکي توکو ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د بشري میشتیدنې پروګرام ( یو.ان. هبیتات) وایي، هره افغان کورنۍ د ژوند لپاره د یوه خوندي ځای مستحقه ده.
دغه پروګرام د چهارشنبې په ورځ ( د حمل ۱۹مه) وویل چې په ۲۰۲۶ میلادي کال کې څلور اعشاریه دوه میلیونه خلک په افغانستان کې بیړنۍ سرپنا او غیر خوراکي توکو ته اړتیا لري.
د دوی په ټکو وروستیو سیلابونو سرپنا او نورو اساسي خدمتونو ته د افغانانو اړتیا ډېره کړې ده.
دغه سازمان په دې وروستیو کې ویلي چې شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانان روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې مرستې ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو له دې ډول څرګندونو ښکاري چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې بشري وضعیت د اندیښنې وړ دی.
د طالبانو حکومت وایي، چین کې له پاکستاني لوري سره خبرې ( رغوونکې) وې
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د چین په اورمچي کې له پاکستاني لوري سره خبرې " رغوونکې" فضا کې ترسره شوې.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چهارشنبې په ماښام یوه خبرپاڼه کې وویل چې د چین په منځګړیتوب یې له پاکستاني لوري سره په دوه اړخیزو اړیکو او امنیتي مسلو خبرې وکړې.
خبرپاڼه کې هیله ښودل شوې چې دا خبرې به لا ډیرې باور جوړونې، تلپاتې اړیکو، متقابل درک او موثرې همکارۍ ته زمینه برابره کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ هم د چهارشنبې په ورځ وویل چې د کابل او اسلام اباد استازو ژمنه وکړه چې اختلافونه به د خبرو له لارې حل او اړیکې به عادي کوي.
د هغې په خبره په دې هم هوکړه وشوه چې دواړه لوري به هیڅ داسې ګام نه اخلي چې وضعیت لا پسې پیچلی کړي.
چین په سیمه کې خپلو اقتصادي او امنیتي ګټو ته په پام هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان شخړې پای ته ورسوي.
یو استرالیايي سرتیری په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په تور نیول شوی
یو استرالیايي سرتیری په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په تور نیول شوی دی.
د استرالیا پولیسو د سه شنبې په ورځ وویل،"بن رابرټس سیمټ د ۲۰۰۹او ۲۰۱۲کالونو ترمنځ د پنځو ملکي افغانانو په وژنه تورن دی".
د پولیسو په ټکو،"دغه ملکیان هغه مهال وژل شوي چې غیر مسلح او د اسټرالیا د پولیسو په واک کې وو".
د سیمټ وکیل ویلي،" تر حضوري محکمې به، هغه په زندان کې وي".
رابرټس سیمټ په اسټرلیا کې یو ملي اتل دی، هغه د "ویکتوریا کراس" پوځي مډال سربیره ډير شمیر پوځي نښانونه او مډالونه يې ترلاسه کړي دي.
پر سیمټ دغه تورنه وروسته له هغه ولګیدل چې د پوځي سرغړونو د څیړنې یو ځانګړي مرکز او د فدرال پولیسو په دې اړه څیړنې پیل کړې.
سیمټ دغه تورونه رد کړي دي.
چین؛ طالبانو او پاکستان هوکړه کړې چې د روانې شخړې د پایته رسیدو لپاره هڅې وکړي
د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، طالبانو او پاکستان هوکړه کړې چې د دواړو خواوو ترمنځ د روانې شخړې د پایته رسیدو لپاره هر اړخیزې هڅې وکړي.
د رویتز خبري اژانس د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند مایو نینګ نن چهارشنبې په یوې خبرې ناسته کې ویلي،" د اورمچي په ښار کې طالبانو او پاکستان هوکړه وکړه څو هغه اقدامات ونه کړي چې روانه شخړه لاپسې زیاتولی شي".
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تیرې فبرورۍ میاشتې راهیسې جګړه روانه ده.
د نینګ په ټکو، چین به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې د مذاکراتو منځګړیتوب ته داوم ورکړي.
د چین په اورمچي ښار کې د حمل میاشتې په ۱۳مه نیټه د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د سولې مذاکرات روان دي.
د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کشرې لوبډلې له ترکمنستان سره لوبه مساوي کړه
د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کشرې لوبډلې پرون سه شنبې د منځنۍ اسیا د فوټبال د تنکیو لوبډلو د سیالیو په دوام کې له ترکمنستان لوبه مساوي کړه.
دا لوبه چې د کابل پرمهال څلور نیمې بجې پیل شوې وه، دواړه لوبډلې د لوبې ترپایه ونه توانیدلې چې ګول ووهي.
لوبه صفر د صفر پر وړاندې پایته ورسیده.
له دې مخکې افغانستان خپله لومړی لوبه د دوشنبې په ورځ قرغیزستان ته بایللې وه.
دا سیمهییز ټورنمنټ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره کېږي او د منځنۍ اسیا پنځه لوبډلې پکې برخه لري.
افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او قرغیزستان د منځنۍ اسیا تر اوولس کلونو کشرو لوبډلو په سیالیو کې ګډون لري.
حامد کرزي ملګروملتونو په یو لیک کې پر افغان خاوره د پاکستان له بریدونو او په کې د ملکیانو له مرګژوبلې شکایت کړی
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر افغان خاوره د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او د دې هېواد کړنې يې له نړیوالو قوانیو غړونه بللې ده.
د افغانستان د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې، ښاغلي کرزي د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ته په یو لیک ویلي،" پاکستان پر افغان خاوره بریدونو کې د ملکیانو د مرګژوبلې سربیره د افغانستان تاسیسات په نښه کړې دي".
د هغه په ټکو،" دا ډول بریدونه په سیمه کې بې ثباتي زیاتولی شي".
ښاغلی کرزی په داسې حال کې ملګرو ملتونو ته په لیک کې د پاکستان له بریدونو او په کې د ملکیانو د مرګژوبلې شکایت کړی چې لا هم د چین په منځګړیتوب د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې مذاکرات په اورمچي ښار کې روان دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه د تیرې فبرورۍ میاشتې له ۲۲ مې راهیسې پیل شوې ده.
د افغانستان د خصوصي سکتور او ازبکستان ترمنځ د ۴۰۰میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شوي
د افغانستان د خصوصي سکتور او ازبکستان ترمنځ د څه باندې ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پرون سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي،" د خامو موادو، دواجوړونې او نساجۍ په برخو کې شل هوکړه لیکونه د څه باندې ۴۰۰ سوه میلیونو ډالرو په ارزښت پرون د ازبکستان په فرغانه ښار کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو له خوا لاسلیک شول".
له دې وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خپل ازبکستاني سیال سره د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې وې.
که څه هم د ازبکستان په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني، خو د سوداګرۍ په برخه کې ورسره پراخې اړیکې پالي.
په کابل کې د جاپان سفیر؛ د جاپان تمویل شویو پروژو د افغانانو ژوند کې مثبت بدلون راوستی
په کابل کې د جاپان سفیر او د ملګرو ملتونو پراختیا اداره (یو این ډي پي) وايي،" په تیرو څلورو کلونو کې د جاپان تمویل شویو پروژو د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو د ژوند په پیاوړتیا کې مهم رول لرلی دی".
په کابل کې د جاپان سفیر کن ایچي ماساموتو پرون سه شنبې په یوې خبرې ناسته کې وویل،" جاپان په افغانستان کې نژدې لس زره کاري فرصتونه رامنځه کړي، ۸سوه کوچنۍ زیربنايي پروژې يې پلي کړې او څه باندې زرو کروندګرو سره يې په بیلابیلو برخو کې مرستې کړي دي".
په دې خبرې ناسته کې د یواین ډي پي استازي سټیفن رودریګز وویل،"په ټول افغانستان کې د جاپان هېواد د پروژو پلي کیدو سره د افغانانو په ژوند کې د پام وړ بدلون راغلی دی".
په ننګرهار کې د سختو ورښتونو او د کورونو د نړېدو په پېښو کې ۱۳ تنه مړه شوي
د ننګرهار ولایت د طالبانو سیمهییز چارواکي وایي چې د بارانونو او د کورونو د چتونو د نړېدو له امله ۱۳ تنه مړه شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون د سېشنبې په ورځ (۱۸ حمل) ویلي چې دا پېښې د تېرې شپې او ورځې په ترڅ کې رامنځته شوې دي.
هغه زیاته کړه چې په شیرزاد ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله یوه ښځه او درې ماشومان مړه شوي دي.
د بدلون په وینا، په هسکه مېنه او شیرزاد ولسوالیو کې په ورته پېښو کې یو ماشوم او یو بل کس مړه شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د جلالاباد ښار د «انګورباغ» په سیمه کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله پنځه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
همداراز، پرون په خوست ښار کې د یوه کور د دېوال د نړېدو له امله درې ښځې مړې شوې او دوه ماشومان ټپیان شوي وو.