جبار چې په پوډرو اخته دی نن څوومه ورځ ده چې د مرګ او ژوند درک يې نشته.
د هغه پلار اشرف ډېري هڅې وکړې، خو جبار يې و نه مونده.
اشرف او د هغه مېرمن شفيقه په خپل کور کي ناست او د خپل زوی په اړه ډېر اندېښمن دي.
په دې وخت کي د اشرف په زړه کې يوه نوې خبره ورګرځي او سمدلاسه د جبار په لټون له کوره وزي.
دا چې اشرف چېرې ځي او وروسته به څه پېښه شي، دا به په يوه ډرامه کې واورو چې عبدالنافع همت چمتو کړې ده: