د کابل په باغ زنانه کې مو له لېرې پر یوې مېرمنې سترګې ولګېدې چې ژړل یې وړاندې ورغلو او د ژړا علت مو ورنه وپښته.
دې ښځې وویل چې پنځه لس کاله یې د واده کېږي درې بچي لري خاوند یې معتاد دی دا دومره کاله یې ډېر په سختي ژوند ورسره کړی، وهل ډبول، د بچو مسؤلیت نه اخیستل هغه څه و چې دا یې ډېره دردوله، اوس یې خاوند ورنه غوښتي چې د ماشوم زوی د بدن غړي په پېښور کې خرڅ کړي او پیسې یې په چرسو او پوډرو ورکړي، دا مور دې ته مجبوره شوې چې له مسؤلو دولتي ادارو مرسته وغواړي، له هغې مو پوښتلي چې ایا دوی په پیل کې په دې نه پوهېدل چې خاوند یې معتاد دی؟ هغه وایي مور یې پوهېدله خو د ناسم دود له وجې یې د لور واده له یوه معتاد سره وکړه: