د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

خبرونه

رحمانزی: وسله‌والو په ارزګان کې د یوې مؤسسې ۴ کارکوونکي برمته کړي

په ارزګان ولایت کې د یوې خیریه مؤسسې څلور کارکوونکي وسله‌والو طالبانو برمته کړي دي.

په سیمه کې د «AHDS» مؤسسې مسؤل فضل‌الرحمان رحمانزي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، د ولسي تړون پروګرام دغه څلور تنه کارکوونکي د دغه ولایت چورې ولسوالۍ ته پر لاره و چې وسله‌والو طالبانو برمته کړل.

نوموړی وايي، د دغو کارکوونکو هدف په دغې لسوالۍ کې د ولسي تړون د پروګرام پلي کول و.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې د ولسي تړون دغه پروګرام شااوخوا یوه میاشت وړاندې په ارزګان ولایت کې پیل شو چې مسؤلینو د پیلېدو پر مهال‌یې هم له وسله‌والو طالبانو څخه د همکاري غوښتنه کړې وه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

مسکو یو امریکايي وګړی له بنده ازاد کړ

امریکايي مارک فوګل د روسیې له بند څخه تر خوشې کیدو وروسته د امریکا له ولسمشر ډنالډ ټرمپ سره
امریکايي مارک فوګل د روسیې له بند څخه تر خوشې کیدو وروسته د امریکا له ولسمشر ډنالډ ټرمپ سره

مسکو د سې شنبې په ورځ، د فیبرورۍ ۱۳مه، مارک فوګل نومی امریکايي بندي خوشې کړ.

سپینې ماڼۍ دا اقدام په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پرمختګ بللی دی.

فوګل، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د مخدره توکو د قاچاق په تور ونیول شو او په ۱۴ کاله بند محکوم شو، له زندانه خوشې شو.

ځینو امریکایي چارواکو د فوګل د خوشې کېدو په اړه غبرګون وښود.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار، مایک والټز، په یوه بیان کې وویل:
"دا تبادله د روسانو له خوا د ښه نیت نښه ده، او په څرګنده توګه ښيي چې موږ په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په سمه لار روان یو."

ملګري ملتونه وايي یو کارکوونکی یې، چې په یمن کې په توقیف کې و، مړ شوی دی

یمن- د ملګروملتونو د موټرو کاروان (آرشیف)
یمن- د ملګروملتونو د موټرو کاروان (آرشیف)

ملګري ملتونه وايي یو کارکوونکی یې چې د یمن په شمال کې په توقیف کې و، مړ شوی دی.

د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام WFP ویلي دي چې یو کارکوونکی یې له شپږو نورو سره د جنوري په ۲۳مه نېټه ونیول شو خو دې ادارې دا نه دي ویلي چې څه وخت او څنګه مړ شوی دی.

د م. م سرمنشي انتونیو ګوتیریش د دې کارکوونکي مړینه غندلې ده او په دې اړه یې د سمدستي څېړنو او عدالت ته د مسوولو کسانو د سپارلو غوښتنه کړې ده. ښاغلي ګوتیریش په یوه بیان کې ویلي دي چې د دې تراژیدۍ علت تراوسه نه دی معلوم.

بیان زیاتوي چې ملګري ملتونه له حوثي واکمنو څخه سمدستي په دې اړه وضاحت غواړي. ملګروملتونو څوځلې مخکې له حوثي وسله والې ډلې غوښتي و، چې د م. م نیول شوي کارکوونکي خوشې کړي.

د سرمنشي ویاند فرحان حق پرون وویل چې د حوثي ډلې له خوا د ملګروملتونو د نورو کارکوونکو له نیول کېدو وروسته دا سازمان په سعده ښار کې خپل فعالیت ځنډوي.

اوکرایني چارواکي وايي، روسیې پر پلازمېنه کییف د بالستیک توغندي په وسیله برید کړی دی

د روسیې له برید وروسته د کییف په یوه ودانۍ کې د لګېدلي اور د وژنې هڅه (آرشیف)
د روسیې له برید وروسته د کییف په یوه ودانۍ کې د لګېدلي اور د وژنې هڅه (آرشیف)

د اوکراین پوځ وايي د هوايي مدافعې ځواکونو یې نن سهار وختي پر پلازمېنه کییف د روسیې هوايي حمله شنډه کړې ده.

د کییف ښاروال ویټالي کلیچکو پر خپله انسټاګرام پاڼه ولیکل چې په دې چاودنه کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان دي. هغه زیاته کړه چې د چاودنې غږ لوړ و. کلیچکو خلکو ته ډاډ ورکړ چې د اوکراین د هوايي مدافعې ځواکونه فعال دي.

د اوکراین د هوايي ځواک چارواکو ویلي چې روسیې پر کییف د بالستیک توغندي په وسیله برید وکړ.

رویټرز خبري آژانس د عیني شاهدانو له قوله راپور ورکوي چې وايي د څو چاودنو غږونه یې اورېدلي دي. چارواکو د کییف په دوو ناحیو کې د اور لګېدو خبر ورکړی دی.

د امریکا د نړیوال پرمختګ د ادارې USAID سرمفتش له کاره لیرې شو

د امریکا د نړیوال پرمختګ ادارې USAID یوه چارواکي ویلي دي چې پاول مارتین پرون له دندې لیرې شو.

دې چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي خپل نوم افشا کړي ویلي چې دا خبر د جمهوري ریاست د پرسونل د دفتر مرستیال ترینټ مورس په یوه ایمیل کې ښاغلي مارتین ته ورکړ او هغه ته یې ولیکل چې د USAID د سرمفتش مقام نور نه شته. د دې ایمیل یوه کاپي رسنیو ته هم ښودل شوې ده.

دا خبر یوه ورځ وروسته له هغه ورکړل شوی چې د مارتین دفتر د USAID د له منځه وړلو لپاره د ولسمشر ډونالډټرمپ د هڅو په اړه یو انتقادي راپور خپور کړ.

سپینې ماڼۍ تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې او د دې پرېکړې د علت په اړه هم څه نه دي ویل شوي.

پاول مارتین د ۲۰۲۳ کال له ډسمبر میاشتې راهیسې د USAID د سرمفتش په توګه کار کاوه. د دې مقام ټاکنه د سنا تایید ته اړتیا لري.

نتنیاهو خبرداری ورکړی چې که اسراییلي یرغمل د اونۍ ترپایه خوشې نه شي پر غزې به بیا حمله وکړي

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو او د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو او د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ

د اسراییلو صدراعظم خبرداری ورکړی چې که اسراییلي یرغمل د اونۍ تر پایه خوشې نه شي نو اوربند به مات کړي او بیا به د غزې پر تړانګه درنې حملې پیل کړي.

بنیامین نتنیاهو دا څرګندونې پرون د امنیتي کابینې له غونډې وروسته وکړې. هغه وویل، د حماس دا اعلان چې د شنبې په ورځ به یرغمل شوي کسان په ټاکلي وخت خوشې نه کړي د اوربند سرغړونه ده. نتنیاهو پوځ ته امر وکړ چې خپل ځواکونه په غزه او شاوخوا سیمو کې یې ځای پرځای کړي.

له دې مخکې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و، چې که ټول اسراییلي یرغمل د شنبې ورځې تر غرمې پورې خوشې نه شي نو د اوربند تړون به باطل اعلان کړي.

حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي ادعا کوي چې اسراییل په تیرو دریو اونیو کې د اوربند له مخې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي، غزې ته یې د بشري مرستو د رسولو مخه نیولې او فلسطیني کډوال یې په نښه کړي دي.

اسراییل دا تورونه رد کړي دي.

د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۸۴ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

آرشیف
آرشیف

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۸۴ تنه افغان کډوال دي افغانستان ته استول شوي دي.

د هغه بیان له مخې چې پرون د دې وزارت پر رسمي ویب پاڼه خپور شو په دې ډله کې کورنۍ هم شته. دا کسان د تورخم له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.

بیان په تورخم کې د طالبانو د سرحدي پولیسو له قوله وايي چې دا کسان د پاکستان له پلازمېنې اسلام آباد څخه نیول شوي دي او له دوو څخه تر پنځو ورځو پورې په "حاجي کمپ" کې بندیان وو.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول زیات شوي او سلګونه افغان کډوال له دې هیواده ایستل شوي دي.

د طالبانو د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې وايي، له افغانستانه سیمې او نړۍ ته د تروریزم ګواښ کېږي

د طالبانو حکومت د م. م د امنيت شورا په وروستۍ غونډه کې د پاکستان د استازي هغه تورونه رد کړي دي چې وايي له افغانستان څخه سيمې او نړۍ ته د ترهگرۍ گواښ شته.

د بهرنیوچارو وزارت ویاند قهاربلخي پرون پر خپله ایکس ‌پاڼه ولیکل چې په افغانستان کې د داعش او نورو ډلو ټول پټنځایونه له منځه وړل شوي او د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته هېڅ راز خطر نه دی پېښ.

نوموړی زیاتوي چې که په افغانستان کې کومه امنیتي پېښه کیږي، عاملین یې د ډیورنډ کرښې له پورې غاړي رااوړي. بلخي وايي ځيني هېوادونه د دې پر ځای چې د خپلو کورنيو سياستونو ستونزې حل کړي هڅه کوي افغانستان بې‌ثباته وښي.

له دې څرګندونو یوه ورځ مخکې د م. م امنیت شورا په یوه غونډه کې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو پر زیاتیدو اندیښنه وښوده. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د تروریزم ضد دفتر مشر د داعش ډلې خراسان څانګه د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ وباله.

د ترکیې پولیسو د استانبول د ښاروالۍ لس چارواکي له کرد وسله والو سره د اړیکو په تور ونیول

د ترکیې پولیسو نن (د سلواغې ۲۳مه) د استانبول ښار د اړوندو ناحیو لس تنه جګپوړي چارواکي له کرد وسله والو سره د اړیکو په تور ونیول.

د ترکیې انادولو خبري آژانس راپور ورکوي چې په نیول شویو چارواکو کې د کارتال او اتاشهیر د ناحیو د ښاروالیو مرستیالان او د نورو ناحیو د ښاروالیو د شورګانو غړي دي.

واړه تورن کسان د ترکیې د اصلي اپوزیسیون د خلق جمهوریپال ګوند غړي دي. د راپورونو له مخې دا کسانو تورن دي چې هغه کسان یې په ښاروالیو کې په کار ګومارلي دي چې د شوې ادعا له مخې له کرد وسله والو سره یې اړیکي درلودل.

د حکومت منتقدان د دې کسانو نیول د استانبول د ښاروال اکرام امام اوغلو د بدنامۍ لپاره د دولتي کمپاین یوه برخه بولي. امام اوغلو د اپوزیسیون د ځینو نورو شخصیتونو ترڅنګ په راتلونکي کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لپاره د احتمالي سیالانو له ډلې ګڼل کېږي. د اردوغان حکومت پر محکمو د فشارونو د راوستلو تورونه رد کړي او ټینګار کوي چې د ترکیې قضا خپلواکه ده.

ایران ۲۵۰ تنه غیرقانوني کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي

د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ د انسانانو د قاچاق سرحدي لاره
د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ د انسانانو د قاچاق سرحدي لاره

یو ایرانی چارواکی وايي هغه۲۵۰ تنه افغانان یې بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي چې قانوني اسناد یې نه درلودل او په ګډ سرحد کې په واورو او توپان کې ګیر پاتې وو.

د تایباد ښار عمومي څارنوال حجت صدیقي پرون (د سلواغې ۲۲مه) وویل چې دې افغان کډوالو هڅه کوله له غیرقانوني لارو ایران ته ننوځي. هغه زیاته کړه چې دا د ایران قلمرو ته د ننوتو پرمهال په درنو واورو کې بند پاتې شول او د ایران امنیتي ځواکونو له پېژندنې وروسته وژغورل.

په عین حال کې د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د سیستان- بلوچستان ولایت د زابل سیمې د پولیسو قوماندان علي اکبر حبیبي ویلي دي چې په تېره یوه اونۍ کې ۱۷۲ تنه افغانان چې قانوني اسناد یې نه لرل، نیول شوي دي.

ایران په دې وروستیو کې د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده چې دوی یې غیرقانوني کډوال بولي.

ملګروملتونو کې د یمن د حوثي ډلې تر ولکې لاندې صعده ښار کې بشري فعالیتونه وځنډول

په یمن کې د ملګروملتونو د کارکوونکو موټر (آرشیف)
په یمن کې د ملګروملتونو د کارکوونکو موټر (آرشیف)

ملګري ملتونه وايي، د یمن په صعده ښار کې چې، د حوثي وسله والو لوی مرکز بلل کېږي، د بشري مرستو فعالیتونه یې ځنډولي دي.

دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې د حوثي ډلې وسله والو د ملګروملتونو ۸ نور کارکوونکي ونیول. ملګروملتونو پرون (د سلواغې ۲۲مه) په یو بیان کې وویل چې په صعده کې د خپلو ټولو فعالیتونو او پروګرامونو د ځنډولو پرېکړه یې د دې ولایت د ناسمو امنیتي شرایطو او د امنیتي تضمینونو د نشتوالي له کبله کړې.

د ایران پلوې حوثي ډلې ویندوی تراوسه په دې اړه د تبصرې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

حوثي ډلې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د یمن د حکومت پرضد چې نړیواله ټولنه یې په رسمیت پېژني او سعودي عربستان یې ملاتړ کوي جګړه پیل کړې ده. دې جګړې تراوسه د وسله والو او ملکي وګړو په ګډون له ۱۵۰ زرو ډېر کسان وژلي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG