افغانستان
چارواکي: تېرو ۲۴ ساعتونو کې کندز کې ۹ مخالف وسلهوال وژل شوي
![](https://gdb.rferl.org/912edbdc-a2d4-4482-bc5e-72b4538fb5b3_w250_r1_s.jpg)
د کندز امنيتي چارواکي وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د افغان قواوو په پوځي عملياتو کې د دولت ٩ مخالف وسلهوال وژل شوي دي.
د پامير د ۲۰مې فرقې وياند غلام حضرت کريمي نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وويل، په دغو عملياتو کې چې د کندز د مرکز په مربوطاتو او چهار درې ولسوالۍ کې شوي، ٩ دولت ضد وسلهوال وژل شوي او ١٧ نور ټپيان شوي دي.
ويل شوي چې په دغو عملياتو کې د افغانستان هوايي ځواک هم برخه اخیستې ده.
په دغو عملياتو کې د دوو افغان سرتېرو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.
د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نهده کړې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د خبریالانو مرکز په افغانستان کې د رسنیو محدودیتونه بې ساري وبلل
![Afghanistan - Mixer in a Radio station in Afghanistan, undated](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-39da-08dbb9be9e99_w250_r1_s.jpg)
د افغانستان د خبریالانو مرکز د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې د راډیوګانو د کار په برخه کې محدودیتونه په بې ساري ډول زیات شوي او د راډیوګانو یو شمېر کارکوونکي په زندانونو کې دي.
په اعلامیه کې راغلي چې تېر کال، لږ تر لږه د اوو راډیوګانو دفترونه تړل شوي دي، چې له دې ډلې دریو یې لا تر اوسه د بیا پرانستلو اجازه نه ده ترلاسه کړې، او د دوو آزادو راډیوګانو د کارکوونکو په شمول شپږ تنه اوس مهال د طالبانو په بند کې دي .
یاد مرکز له طالبانو غوښتنه کړي چې د افغانستان له رسنیو قانون سره سم د رسنیو او خبریالانو د آزادۍ او کار درناوی او ملاتړ وکړي، او د رسنیو کارکوونکي چې په بند کې دي خوشې کړي او تړل شوي راډیو سټیشنونه بیرته پرانیزي.
په م.م کې د افغانستان استازی په طبي موسسو کې د نجونو پر بندیز اندېښنه وښوده
![(FILES) Afghan female students studying health studies walk along a street in Kabul on December 3, 2024.](https://gdb.rferl.org/6ff2707d-f03b-4153-b58b-1d79896a31fa_w250_r1_s.jpg)
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي سرپرست نصیر احمد فایق خبرداری ورکړی چې د افغانستان په طبي موسسو کې د ښځو او نجونو د زده کړو بندیز د هیواد روغتیايي سیستم نور هم خراب کړی دی.
د چهارشنبې په ورځ، د فبروري په ۱۴مه، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ټولنیزې پراختیا کمیسیون په ۶۳مه غونډه کې، ښاغلي فایق د نجونو او ښځو د تعلیم، روزنې او کار په اړه د طالبانو محدودیتونو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې کله د یو هیواد نیمایي نفوس له زده کړو محرومه شي، نو هیڅکله هم پرمختګ نه شي کولی.
هغه زیاته کړه، ښځې تل په افغانستان کې د صحي سکتور د ملا تیر وې.
ملګرو ملتونو مخکې ویلي و چې د افغانستان په طبي موسسو کې د ښځو او نجونو د زده کړو بندیز به په هیواد کې ملیونونه ښځې او نجونې له روغتیايي خدماتو څخه بې برخې کړي.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله پاکستان ته رسېدلې
![](https://gdb.rferl.org/480a2433-f5e5-40f8-a3c2-e67b7973f52f_w250_r1_s.jpg)
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن، د چهارشنبې په ورځ، د سلواغې ۲۴مه، د ۲۰۲۵ کال د چمپینز ټرافۍ سیالیو کې د ګډون لپاره د پاکستان لاهور ښار ته ورسېده.
دا سیالۍ د نړۍ د اتو غوره لوبډلو په ګډون د کب میاشتې له لومړۍ نېټې پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۹مې به دوام وکړي.
افغانستان په دې سیالیو کې د دوهم ګروپ برخه ده، چې له استرالیا، انګلستان او جنوبي افریقا سره سیالي کوي، پداسې حال کې چې لومړي ګروپ کې هند، پاکستان، بنګلهدېش او نیوزیلېنډ شامل دي.
د افغانستان ملي لوبډله به خپله لومړنۍ سیالي د کب پر ۳مه، د جمعې په ورځ، د جنوبي افریقا پر وړاندې د کراچۍ په ملي لوبغالي کې ترسره کړي.
تر دې وړاندې، افغان لوبډله به د پاکستان الف لوبډلې او د نیوزیلېنډ ملي لوبډلې پر وړاندې د سلواغې په ۲۶مه او ۲۸مه دوه تدارکاتي سیالۍ ولري.
د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۸۴ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
![آرشیف](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-8614-08dcae15b054_w250_r1_s.jpg)
د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۸۴ تنه افغان کډوال دي افغانستان ته استول شوي دي.
د هغه بیان له مخې چې پرون د دې وزارت پر رسمي ویب پاڼه خپور شو په دې ډله کې کورنۍ هم شته. دا کسان د تورخم له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.
بیان په تورخم کې د طالبانو د سرحدي پولیسو له قوله وايي چې دا کسان د پاکستان له پلازمېنې اسلام آباد څخه نیول شوي دي او له دوو څخه تر پنځو ورځو پورې په "حاجي کمپ" کې بندیان وو.
په دې وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول زیات شوي او سلګونه افغان کډوال له دې هیواده ایستل شوي دي.
د طالبانو د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې وايي، له افغانستانه سیمې او نړۍ ته د تروریزم ګواښ کېږي
![](https://gdb.rferl.org/089d0000-0a00-0242-d7de-08da13b3b8fc_w250_r1_s.png)
د طالبانو حکومت د م. م د امنيت شورا په وروستۍ غونډه کې د پاکستان د استازي هغه تورونه رد کړي دي چې وايي له افغانستان څخه سيمې او نړۍ ته د ترهگرۍ گواښ شته.
د بهرنیوچارو وزارت ویاند قهاربلخي پرون پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې په افغانستان کې د داعش او نورو ډلو ټول پټنځایونه له منځه وړل شوي او د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته هېڅ راز خطر نه دی پېښ.
نوموړی زیاتوي چې که په افغانستان کې کومه امنیتي پېښه کیږي، عاملین یې د ډیورنډ کرښې له پورې غاړي رااوړي. بلخي وايي ځيني هېوادونه د دې پر ځای چې د خپلو کورنيو سياستونو ستونزې حل کړي هڅه کوي افغانستان بېثباته وښي.
له دې څرګندونو یوه ورځ مخکې د م. م امنیت شورا په یوه غونډه کې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو پر زیاتیدو اندیښنه وښوده. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د تروریزم ضد دفتر مشر د داعش ډلې خراسان څانګه د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ وباله.
ایران ۲۵۰ تنه غیرقانوني کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي
![د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ د انسانانو د قاچاق سرحدي لاره](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-2157-08db8c129dc8_w250_r1_s.jpg)
یو ایرانی چارواکی وايي هغه۲۵۰ تنه افغانان یې بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي چې قانوني اسناد یې نه درلودل او په ګډ سرحد کې په واورو او توپان کې ګیر پاتې وو.
د تایباد ښار عمومي څارنوال حجت صدیقي پرون (د سلواغې ۲۲مه) وویل چې دې افغان کډوالو هڅه کوله له غیرقانوني لارو ایران ته ننوځي. هغه زیاته کړه چې دا د ایران قلمرو ته د ننوتو پرمهال په درنو واورو کې بند پاتې شول او د ایران امنیتي ځواکونو له پېژندنې وروسته وژغورل.
په عین حال کې د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د سیستان- بلوچستان ولایت د زابل سیمې د پولیسو قوماندان علي اکبر حبیبي ویلي دي چې په تېره یوه اونۍ کې ۱۷۲ تنه افغانان چې قانوني اسناد یې نه لرل، نیول شوي دي.
ایران په دې وروستیو کې د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده چې دوی یې غیرقانوني کډوال بولي.
په کندز کې د کابل بانک مخې ته چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده
![](https://gdb.rferl.org/688B3045-432B-4CA2-812E-3EE9C11F0DD6_w250_r1_s.png)
په کندز کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، د کابل بانک د ودانۍ مخې ته په یوه ځان وژونکې حمله کې پنځه کسان وژل شوي دي.
رویټرز خبري آژانس د امنیه قوماندانۍ د ویاند جمعه الدین خاکسار له قوله راپور ورکوي چې نوموړی وايي په وژل شویو کې د طالبانو وسله وال او ملکي وګړي شامل دي.
د رویټرز په راپور کې د ښاغلي خاکسار له قوله راغلي دي چې بریدګر خپل چاودېدونکي مواد د کابل بانک د ودانۍ مخې ته والوزول. د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې.
دا حمله یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د ملګروملتونو امنیت شورا په یوه غونډه کې په افغانستان او سیمه کې د داعش ډلې د خراسان څانګې د ګواښونو په اړه بحث وکړ.
په ملګروملتونو کې د امریکا د استازولۍ مرستیالې "دوروتي شي" بېګانۍ غونډې ته وویل چې متحدایالات په افغانستان او پاکستان کې، داعش ډلې ته د خلکو د استخدام له پلوه اندېښنه لري.
داعش ډلې په تېرو څه باندې دریو کلونو کې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي دي، د لیندۍ په ۲۱مه د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو د سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني د وژنې په ګډون د ګڼو هغو حملو پړه منلې ده چې ډېره انساني مرګ ژوبله یې اړولې ده.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر وايي په افغانستان کې امریکايي وسلې د داعش لاس ته لوېدلي
![په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نابینزیا](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-523a-08dc695c72bf_w250_r1_s.jpg)
په ملګرو ملتونو سازمان کې د روسیې سفیر وایي افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د داعش خراسان ولایت څانګې فعالیتونه تصادفي او بې علته نه دي.
واسیلي نابینزیا امنیت شورا ته د افغانستان په اړه په بیګانۍ غونډه کې ادعا کړې چې نړیوالې ټولنې افغانستان کې امریکايي وسلو ته د داعش په څېر د ترهګرو ډلو د لاسرسي مخه سمه نه ده نیولې.
هغه زیاته کړه چې له افغانستانه د ناټو ګډوډ وتل د دې لامل شول چې ګڼې وسلې پاتې شي او بالاخره د داعش لاس ته ولویږي. د روسیې سفیر وویل شرایط باید له پامه ونه غورځول شي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پرون د افغانستان په اړه په ځانګړې غونډه کې په دې بحثونه وشول چې داعش افغانستان او سیمه کې یو ترهګریز ګواښ دی.
په کندز کې یوه درنه چاودنه شوې
![د کندز نقشه](https://gdb.rferl.org/688B3045-432B-4CA2-812E-3EE9C11F0DD6_w250_r1_s.png)
په کندز کې نن سهار یوه درنه چاودنه شوې ده. په دغه ولایت کې د طالبانو امنیې قومنداني رسنیو ته دا پېښه تایید کړې.
د قومندانۍ د ویاند جمعه الدین خاکسار په حواله راغلي چې چاودنه په کندز ښار کې د کابل بانک ودانۍ ته څېرمه شوې.
د پېښې د احتمالي تلفاتو په اړه لا څه جزییات نه دي خپاره شوي خو ویره یې شته چې خلکو ته به مرګژوبله اوښتي وي.
د راپورونو په اساس چاودنه داسې وخت شوې چې ګڼو خلکو د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو لپاره د کابل بانک دباندې انتظار کاوه.
کومې ډلې سمدستي د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
له چین څخه افغانستان ته د کارګو رېلګاډی افغانستان ته روان شوی
![](https://gdb.rferl.org/BBB9DFCB-1CA7-4417-A9B4-02B4963DC802_w250_r1_s.jpg)
له چین څخه یو کارګو یا باروړونکی ریلګاډی پرون (دوشنبې) د دغه هیواد له چونګچینګ ښاره د افغانستان په لور روان شو.
د چینايي رسنیو د راپور له مخې، په دې ریلګاډي کې مخابراتي تجهیزات او نور وسایل بار دي او تمه کېږي چې له ۱۲ تر ۱۵ ورځو پورې به افغانستان ته ورسېږي.
چینايي چارواکو دا افغانستان ته د ریلګاډي په وسیله په مستقیم ډول د سوداګري وسایلو د لېږدولو یوه نوې لار بللې او ویلي چې ریلاګاډی به یې له قزاقستان او ازبکستان څخه په تېریدو چونګچینګ او افغانستان سره ونښلوي.
په دې ریلګاډي کې د چین د "ZTE" مخابراتي شرکت له خوا جوړ شوي مخابراتي وسایل به د افغانستان د مخابراتي شبکو د پراختیا لپاره وکارول شي.