د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي شفیقالله شفق نن سې شنبه د ننګرهار د اتلانو کرکټ سیالیو په لړ کې، په ۷۶ توپونو ۲۱۴ منډې وکړې چې په دې سره يې یو نوی ریکارډ جوړ کړ.
د سپین غر زون د کرکټ بورډ مسؤل بختیار ساحل نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ نن د ختیځ کرکټ اکاډمۍ او سکول کرکټ کلب تر منځ وشوه.
د ښاغلي ساحل په خبره ختیځ اکاډمۍ لوبډلې د پچې په ګټلو سره د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې د شفیقالله شفق د ۲۱۴ او وحید شفق د ۸۱ منډو پر مټ مقابلې لوبډلې ته ۳۵۲ منډې هدف وټاکه.
نوموړی وايي،پهدې سیالۍ کې د شفق ۲۱ شپږیزې او ۱۵ څلوریزې د یادولو وړ دي.
بختیار ساحل دا هم وویل چې د سکول کرکټ کلب ټول لوبغاړي په ۱۰۷ منډو وسوځېدله او دغه سیالي ختیځ کرکټ اکاډمۍ په لوړ توپير وګټله.
دغه سیالۍ د جون په ۲۹ مه پیل شوې او ۱۶ ورځې دوام کوي.