افغانستان
مینهپال: امریکايي سناتوران نن له ولسمشر غني سره خبرې کوي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، امریکایي سناتوران په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره خبرې کوي.
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینهپال ازادي راډیو ته وویل چې خبرې روانې دي او وروسته به په دې اړه چې په دې کتنه کې پر کومو مهمو موضوعاتو خبرې وشوې رسنیو ته معلومات ورکړي.
د امریکایي سناتورانو د پلاوي مشري امریکایي مخکښ جمهوري غوښتونکی سناتور، د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جان مککېن کوي.
دغه سناتوران وروسته تر دې چې په اسلاماباد کې یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې تېر ماښام کابل ته ورسېدل.
ویل شوي چې دغه سناتوران به د ترورېزم پر ضد د جګړې، د افغان حکومت له وسلهوالو مخالفینو سره د سولې او ځینو نورو مسایلو په اړه بحثونه وکړي.
د امریکايي سناتورانو پلاوی به همداراز نن د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د مأموریت له قوماندانانو سره هم وګوري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په کابل کې د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه

تمه ده چې روانه اونۍ په کابل کې د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران غونډه وکړي.
د پاکستان جیو نیوز راپور ورکړ چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار به د چهارشنبې په ورځ په کابل کې سره وویني.
د پاکستاني سرچینو په وینا د دې غونډې اجنډا د ترهګرۍ ضد مبارزه او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز( کمربند او لارې) پروژې پراختیا ده.
د اګست په پیل کې ټاکل شوې وه چې امیرخان متقي پاکستان ته ولاړ شي او هلته په دې درې اړخیزه غونډه کې برخه واخلي خو هغه مهال دا غونډه لغوه شوه، وروسته څرګنده شوه چې ملګرو ملتو امیرخان متقي ته چې نوم یې د بندیزونو په لست کې لیکل شوی دی، د دې سفر اجازه نه ده ورکړې.
جرمني له افغانستان سره مرسته وکړه

جرمني له افغانستان سره په بشري چارو کې د نږدې اووه میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پرون( د اګست پنځلسمه) په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان خلک له سخت بشري ناروین سره مخامخ دي، د دغه هیواد شاوخوا درویشت میلیونه خلک سم خواړه، د څښاک اوبه او دارو درمل نه شي ترلاسه کولی.
په دې بیان کې راغلې دي چې شپږ اعشاریه اته اویا میلیونه ډالر بشري مرستې به له افغانانو سره وکړي.
په تیرو څلورو کلونو کې چې طالبانو کابل نیولی دی، نړیوالو دا ډول بشري مرستې د ملګرو ملتو او نورو بشري موسسو له لارې ترسره کړې دي.
د افغان کډوالو په تړاو د جرمني پر دوو وزارتونو عریضه شوې

د بشري حقونو د مدافعانو دوو موسسو د افغانانو په ارتباط د جرمني د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزیرانو پرضد یوه جنایي دوسیه ثبت کړه چې له پاکستانه د هغو افغانانو د ایستلو په مخنیوي کې پاتې راغلې دي چې برلین د هغوی د منلو ژمنه کړې ده.
پاکستان ویلي دي د سپتمبر له لومړۍ نیټې وروسته ګڼ افغانان له خپلې خاورې باسي، خو د رویټرز اژانس د راپور له مخې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر سر له اوسه پيل شوی دی.
د دغو کډوالو په منځ کې تر دوه زره ډیر داسې افغانان دي چې جرمني په خپله خاوره کې د هغوی د بیامیشتیدنې ژمنه کړې ده.
د کډوالو د ملاتړ یوې ټولنې او د کډوالو د حمایت یوې شبکې د بهرنیو چارو د وزیر یوهان وادفول او کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت پر وړاندې په برلین کې خپل جرمي شکایت د جمعې په ورځ ثبت کړ.
دې موسسو ویلي دي چې پاکستان ته دا اجازه ورکول چې دا افغانان له خپلې خاورې وباسي د جزا د قانون د دوه سوه یو ویشتمې مادې له اصولو څخه سرغړونه ده.
د بشري حقونو دغو مدافعانو ویلي دي، په پاکستان کې د دغو افغانانو له ډلې په وروستیو اونیو کې لږ تر لږه څلور سوه تنه نیول شوې دي او څلور دیرش تنه نور افغانستان ته استول شوې دي، هغه ځای ته چې ممکن له زندان او مرګ سره مخامخ شي.
د جرمني نوي محافظه کار حکومت د انتخاباتي مبارزې پرمهال ویلي و چې جرمني ته به د کډوالو د مخنیوي هڅې زیاتې کړي.
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې نن د سیلونو د بهیدو اټکل شوی

د افغانستان په اتو ولایتونو کې نن د سختو بارانونو او ناڅاپی سیلابونو اټکل شوی دی .
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت خبرپاڼه وايي چې په نورستان ، کنړ، ننګرهار ، غزني ، لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا کې د بارانونو او سیلابونو امکانات شته.
ورته وړاندوینه پرون هم شوې وه، خو ازادي راډیو داسې راپور نه دی ترلاسه کړی چې تیره ورځ دې په دغو ولایتونو کې سخت سیلونه بهیدلي وي او چا ته دې د سر یا مال زیان اوښتی وي.
وچکالي او بې وخته بارانونه د اقلیمي بدلون لویې نښې ګڼل کیږي.
د طالبانو سرپرست حکومت ختم شو

د طالبانو مرستیال ویاند حمد الله فطرت په کابل کې د لویې جرګې په تالار کې د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ د ورځې د لمانځلو په غونډه کې د خپل مشر ملا هبت الله اخندزاده پيغام ولوست او په هغه کې د دوی مشر دا غوښتنه کړې ده چې د سرپرست کلمه دې له دې وروسته د کابینې ټولو غړیو او وزیرانو ته نه کارول کیږي.
د سرپرست حکومت د ختمیدو لپاره طالبانو د هیڅ ډول تغییر رامنځته کیدو ژمنه نه ده کړې.
له نن څخه څلور کاله مخکې د اګست په پنځلسمه د طالبانو ځواکونه کابل ته ننوتل او جمهوري نظام سقوط شو.
د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې د قانون حاکمیت رامنځته کړي

د بخښني نړیوال سازمان په افغانستان کې له طالبانو غوښتې دي چې د قانون حاکمیت دې رامنځته کړي او نوره دې دا څلور کلنه بې عدالتي ختمه کړي.
دغه سازمان نن په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو له چارواکو دا هم غوښتې دي چې رسمي حقوقي نظام دې جوړ کړي چې عدالت تامین شي.
د بخښني د نړیوال سازمان په خبرپاڼه کې، چې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ د څلورم کال په مناسبت خپره شوې ده تر ډیره د طالبانو پر قضایي چارو تمرکز شوی دی.
طالبان وایي چې د دوی محکمې اسلامي شریعت پلی کوي، خو د بخښني نړیوال سازمان ویلي دي چې طالبان له اسلامي شریعته د خپل تعبیر له مخې سخت تفسیر لري.
د افغانستان په اتو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو اټکل

د افغانستان په اتو ولایتونو کې نن او سبا د سختو بارانونو او ناڅاپی سیلابونو اټکل شوی دی .
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت وزارت د هوا شناسي ادارې خبرپاڼه وايي چې په نورستان ، کنړ، ننګرهار ، غزني ، لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا د بارانونو او سیلاوونو اټکل کیږي.
دغه راز په شمال لویدیځو ، لویدیځو ، جنوب ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د شدیدو بادونو اټکل شوی دی.
افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له کبله د زیانمنو شویو هېوادونو د کتار په سر کې ځای لري.
وچکالي او بې وخته بارانونه د اقلیمي بدلون لویې نښې ګڼل کیږي.
طالبان د خپلې واکمنۍ څلورم کال لمانځي ; د ملګرو ملتونو کارپوهانو په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې ددوی "استبدادي" واکمني رد کړي

په داسې حال کې چې طالبانو د خپلې واکمنۍ د څلورم کال په مناسبت په کابل او نورو ولایتونو کې مراسمو ته آمادګی نیولې، د ملګرو ملتونو کارپوهانو په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې ددوی استبدادي واکمني رد کړي.
دکارپوهانو په اعلاميه کې راغلي چې د طالبانو په څلور کلنه واکمنۍ کې افغانان، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې،د خپلو اساسي حقونو او ازاديو په وړاندې د پرلهپسې او زياتېدونکو بريدونو سره مخ شوي دي.
طالبان په افغانستان کې واک ته ستندیل د فتحې ورځ بولي اوټاکل شوې ده نن یې د یو لړ مراسمو په ترځ کې په کابل او ولایاتو کې تجلیل کړي.
بلخوا له هیواده بهر د طالبانو مخالفینو تابیا نیولې ده چې په دې ورځ په څو هیوادونو کې دغونډو په ترځ کې د طالبانو واکمني وغندي.
د هرات د پاشدان د اوبو او برښنا بند نن پرانستل شو

د طالبانو حکومت نن ( پنجشنبه د زمري ۲۳مه) د هرات د پاشدان د اوبو بند د خپلې واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت پرانست.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دوی " اقتصاد محوره" تګلارې لري او دې ډول کارونو ته به دوام ورکوي.
د پاشدان بند د هرات له ښاره ختیځ لور ته په پنځه ویشت کیلومترۍ کې د کرخ په ولسوالي کې دی.
دا بند څلور اویا متره لوړوالی لري او د څلور پنځوس میلیونه مترمکعب اوبو ظرفیت لري چې دوه میګاواټه برښنا به تولید کړي او شاوخوا دیارلس زره هکتاره مځکه به خړوبه کړي.
د پاشدان د بند د جوړیدو چارې په تیر جمهوري نظام کې په دوه زره یولسم کې پيل شوې چې بیا د جګړو له امله یې کله چارې مخته تللي، کله ځنډیدلې خو اوس اوس یې کارونه بشپړ شول.
طالبانو په تیر یوکال کې ۳۵ تلویزیوني شبکې تړلي او د رسنیو ۴۵ کارکوونکي يې نیولي دي

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د طالبانو په تیره څلور کلنه واکمنۍ کې يې د خبریالانو او رسنیو له حقونو او ازادیو د سرغړونې ۱۹۰ قیضې ثبت کړي دي.
د دغه مرکز د راپور له مخې، طالبانو "د رسنیو د ځپلو پالیسۍ پراځې او شدیدې کړي دي".
وړاندې په راپور کې راغلي، طالبانو په تیر یو کال کې ۳۲تلویزیوني شبکې تړلي او ۴۵ د رسنیو کارکوونکي يې نیولي دي.
د طالبانو حکومت بیا وايي، د اسلامي شریعت او افغاني کلتور په چوکاټ کې "رسنیو ته ازادي" ورکړي، دا هغه ادعا ده چې بشري حقونو او له رسنیو د ملاتړ سازمانونو په کلکله رد کړې ده.