د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۲

نړۍ

په ګوټه او پاړاچنار کې چاودونو ۵۰ تنه وژلي

په پاکستان کې پرون جمعه په دریو چاودنو کې۵۰ تنه وژل شوي او نېږدې سل تنه زخمیان شوي دي.

د چارواکو په وینا، د کوټې د پولیسو د مشر دفتر ته مخامخ په چاودنه کې دمړو شمېر ۱۳ته لوړ شوی او ۲۰تنه زخمیان دي.

دحملې مسئولیت د جماعت الاحرار ډلې او داعش اخیستی دی.

داعش ادعا کړې چې حمله د دوی یوه وګړي کړې، یو عکس یې خپور کړی او ویلي ېې دي چې حمله کونکی ابو عثمان خراساني نومېدی.

په کوټه کې تر چاودنې څوساعته وروسته، په پاړه چنار کې دوې پرله پسې چاودنې وشوې چې ۳۵تنه پکې وژل شوي او ۸۰تنه زخمیان شوي دي.

په پاړه چنار کې حکومتي چارواکو ویلي چې چاودنې په یوه مارکېټ کې چې خلکو د اختر سوداکوله، شوې دي.

په پاړه چنار کې د حکومتي روغتون یوه ډاکټر خبریالانو ته ویلي چې د ۲۰زخمیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

په پاړه چنارکې د حملو مسئولیت چا نه دی اخیستی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په سوریه کې له نښتو وروسته د امریکا د باندنیو چارو وزیر د دې لانجې پای ته رسیدا اعلان کړه

د سوریې په جنوب کې د څو ورځو له خونړیو نښتو او د اسراییل له خوا پر دمشق له بریدونو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې دا تاوتریخوالی به پای ته ورسیږي.

د سوریې ولسمشر هم ویلي چې د دروزي لږکي دفاع د خپل حکومت لومړیتوب بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، پرون (چهارشنبه) د ایکسپاڼې (پخوانۍ ټویټر) له لارې په خپل پیغام کې ویلي چې متحدوایالتونو له ټولو ښکېلو خواوو سره خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړه: «موږ په مشخصو ګامونو هوکړه کړې چې دا اندېښمنوونکی او ویرونکی وضعیت نن شپه پای ته ورسوي.»

د ښاغلي روبیو اشاره تېرې شپې ته وه.

نوموړي له ټولو خواوو وغوښتل چې پر خپلو ژمنو ودریږي.

څو ساعته وروسته د سوریې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دې هېواد پوځ د چهارشنبې په ورځ له سویدا ښار څخه، چې ډېری اوسېدونکي یې د دروزي لږکي دي، شاتګ پیل کړی دی.

د دفاع وزارت په بیان کې راغلي: «د سوریې پوځ د تصویب شوي توافق له مخې، له هغو غیرقانوني ډلو د ښار د پاکولو د عملیاتو تر بشپړولو وروسته له سویدا ښار څخه شاتګ پیل کړی دی.»


ولسمشر ټرمپ نن مازیګر یو لړ اجرایوي فرمانونه لاسلیک کوي

سپینې ماڼې پرون چهارشنبې وویل، " تمه ده نن پنجشنبې ولسمشر ټرمپ د امریکا په وخت د مازیګر ۴بجې یو شمیر فرمانونه لاسلیک کړي".

خو سپینې ماڼې د دغو فرمانونو په اړه جزیات خپاره کړي نه دي.

له وړاندې ولسمشر ټرمپ د کډوالو د اخراج په ګډون ډیر شمیر جنجالي اجرایوي فرمانونه لاسلیک کړي دي.

ټرمپ کوکاکولا شرکت ته د مشروباتو په ترکیب کې د بدلون وړاندیز کړی دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، کوکاکولا شرکت له هغه وړاندیز سره موافقه کړې چې له مخې په امریکايي الکولي مشروباتو کې د جوارو د فرکتوز ډک شربت پر ځای د نیشکرو له شربته استفاده وکړي.

کوکاکولا شرکت په یو بیان کې د دغه برنډ سره د ټرمپ له لیوالتیا مننه کړې او ویلي دي چې ډیر ژر به خپل نوي محصلات وړاندې کړي خو د مشروباتو په ترکیب د کوم بدلون خبره تایید کړې نه ده.

دغه خبر په بازار کې د جوارو د شربت د شرکتونو شپږ سلنه ونډه راکمه کړې ده.

د جي شل هېوادونو د مالیې وزیران د ټرمپ د لوړو تعرفو په اړه خبرې کوي

د جي شل هيوادونو د مالیې وزیران نن پنجشنبې په جنوبي افریقا کې راټولیږي څو د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له لورې د وضعه شویو لوړو تعرفو د ګواښونو او نړیوالو ستونزو په اړه خبرې وکړي.

جنوبي افریقا د "یووالي، برابرۍ او دوام تر شعار لاندې د دغې غونډې کوربه دی او د بحثونو ډیر تمرکز به د پانګې پر لوړ لګښت او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د مالي تمویل چمتو کول وي".

د امریکا د خزانې وزیر سکایټ بسنټ د دویم ځل لپاره د ماليې وزیرانو په دې غونډه کې ګډون نه کوي او پر ځای د واشنګټن استازی مایکل کاپلان دغې غونډې ته ورځي.

د راپورونو له مخې، د هند، فرانسې او روسیې د مالیي وزیران هم په غونډه کې نشته.

ولسمشر ټرمپ پر وارداتو د لس سلنه نویو تعرفو په وضعه کولو سره په نړۍ کې ستونزې ژورې کړي دي.

مارکو روبیو؛ په سوریه د شخړو د کمولو په موخه مو ځانګړي اقدامات کړي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، د سوریې په جنوب کې په نښتو کې کموالی راغلی دی.

دغه نښتې د تیرې اونۍ راهیسې پیل شوي او د راپورونو له مخې تراوسه څه باندې درې سوه کسان په کې وژل شوي دي.

روبیو پر ایکس پاڼې پرون چهارشنبې ولیکل، " موږ له ټولو ښکیلو خواوو سره خبرې کړي دي او نن ماښام د دغه وحشتناکه وضعیت د پای ته رسولو لپاره په ځانګړو اقداماتو هوکړه شوې ده".

خو د دغو اقداماتو په اړه روبیو جزیات ور نه کړل.

د سوریې په سویدا ولایت کې د دروزي او بدوي مذهبي فرقه ترمنځ نښتو زور اخیستي او اوسمهال د سوریې حکومتي ځواکونه له دروزي وسله والو سره په نښته اوښتي دي.

له سیمې د حکومتي ځواکونو په لاس د ملکیانو د اعدام راپورونه هم ورکړل شوي.

بل پلو، اسراییلو پرون د سوریې په پلازمینه دمشق کې د دفاع وزارت په ګډون پر یو شمیر سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، امریکا له اسراییلو غوښتي چې پر سوریه خپلو بریدونو ته د پای ټکی کیدي.

روبیو ویلي، "پر دمشق د اسراییلو بریدونو ته انديښمن دی او تاکید يې کړی چې امریکا غواړي د ا جګړه پای ته ورسیږي".

د اسراییلو پوځ د سوریې په پلازمینه دمشق کې د دفاع وزارت پر ودانۍ هوايي برید کړی

د اسراییلو پوځ د سوریې په پلازمینه دمشق کې د دفاع وزارت پر ودانۍ هوايي برید کړی دی.

د دې وزارت پر ودانۍ څو ساعته مخکې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه شوي چې مرګژوبله لري، خو جزیات يې خپاره شوي نه دي.

دا بریدونه په داسې حال کې دي چې د سوریې په سویدا ولایت کې د بدوي او دروزي مذهبي فرقو ترمنځ نښتې دوام لري او اسراییلو د دروزي په پلوۍ د سوریې پر حکومتي ځواکونو بمبار کړی دی.

د اسراییلو د دفاع وزیر اسراییل کاتس څو ورځې وړاندې د دغو هوايي بریدونو خبرداری ورکړی وو.

په سوریه کې تاوتریخوالي د بدوي او دروزي فرقه ترمنځ وروسته له هغې زیات شو چې د سوریې د بشري حقونو د څار د یو سازمان په خبره دواړو خواوو ته په وروستیو نښتو کې سخته مرګژوبله واوښته.

تراوسه په دې نښتو کې د څه باندې دوه سوه پنځوس کسان وژل کیدل تایید شوي دي.

په دې وروستیو کې هغه وګړي چې په سوریه، لبنان، اسراییلو او د جولان په لوړو کې ژوند کوي د خپل امنیت په اړه انديښمن دي.

اسراییلو خبرداری ورکړی که چیرته د سوریې حکومتي ځواکونه له دروزي وسله والو سره په نښته کې شاتګ ونه کړي د خپلو بریدونو لمن به پراخه کړي.

لندن ته له اسلام اباده مستقمیې الوتنې بیرته پیلږي

د پاکستان له لورې د هوايي خوندیتوب د معیارونو له لوړولو وروسته د بریتانیا چارواکو خپل هېواد ته د پاکستان پر الوتنو څو کلن بندیز لرې کړ.

لندن دا بندیزونه په ۲۰۲۰کال کې د پاکستاني پیلوټانو د جواز په ازموینو کې د درغلۍ او د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت د یوې الوتکي د لوېدو له کبله چې ۹۷کسان په کې مړه شول، لګولي وو.

تر دې وړاندې د اروپايي ټولنې د هوايي چلند ادارې هم دا بندیز لرې کړی و او د اسلام اباده او اروپايي هېوادونو ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل شوې وې.

په اسلام اباد کې د بریتانیا سفیر ویلي، د دې هېواد د هوايي خوندیتوب کمېټې او د پاکستان د هوايي چلند ادارې ترمنځ له پراخې همکارۍ وروسته محدودیتونه لرې شوي، خو هوايي شرکتونه باید بریتانیا ته د الوتنو لپاره د جواز غوښتنه وکړي.

د پاکستان دفاع وزیر دا اقدام یو مثبت ګام بللی دی.

په ایتوپیا کې څه باندې اتیا کسان داعش وسله ډله کې د غړیتوب په تور نیول شوي

په ایتوپیا کې څه باندې اتیا کسان په داعش وسله والې ډله کې د غړیتوب په تور نیول شوي دي.

دغه کسان چې د سومالیا په پانتلند سیمه کې روزل شوي وو، غوښتل يې چې ایتوپیا کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي.

د اتیوپیايي چارواکو په خبره، دا کسان د پلازمینې ادیسه بابا په ګډون په بیلابیلو ښارونو کې نیول شوي دي.

د ایتوپیا اړیکې له سومالیا سره په دې هېواد کې د الشباب په نوم د یوې وسلې والې ډلې د فعالیتونو له کبله ترینګلي دي.

د سوریې په سویدا ولایت کې د دروزي او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې

د سوریې په سویدا ولایت کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته بیا پیل شوې ده.

د دروزي وسله والو او حکومتي ځواکونو دا نښته نن سهار د سوریې په جنوبي ولایت سویدا کې داسې مهال پیلیږي چې د دروزي او بدوی ډلو ترمنځ د فرقه ییز شخړې د پای ته رسیدو په موخه څو ساعته مخکې اوربند شوی وو.

د سویدا په دورزي میشته سیمه کې تاوتریخوالی دا څرګندوي چې په سوریه کې میشت لږکي د واکمن اسلامي حکومت پر وړاندې بې باوره دي.

سوري ځواکونه د دوشنبې په ورځ د دورزي او بدوي وسله والو ترمنځ د نښتې د کنټرول لپاره سویدا ولایت ته تللي وو، خو دغه ځواکونه اوسمهال له دروزی وسله والو سره په نښته اوښتي دي.

اسراییلي ځواکونو د دروزي وسله والو په ملاتړ د دوشنبې او سې‌شنبې په ورځو کې د سوریې پر حکومتي ځواکونو بمباري کړې ده.

دروزي لږکي چې د توحیدي مذهب، چې په یوولسمه پیړۍ کې رامنځته شوی، پیروان دي.

په سوریه کې د جګړې د څارونکې یو سازمان د راپور له مخې، د سویدا په وروستیو څو ورځو نښتو کې ۲۴۸کسان وژل شوي دي.

د لامبو نړیوالې لوبې نن سنګاپور کې ترسره کیږي

ارشیف
ارشیف

د لامبو نړیوال فدراسیون اعلان کړی چې په ازادو اوبو کې د لامبو د نړیوالې اتلولۍ لوبې چې دوه ځله د اوبو د ککړتیا له کبله ځنډول شوې وې، نن چهارشنبه سنګاپور کې ترسره کیږي.

د فرانس پریس د راپور له مخې، په سیمه کې د "سنتوزا" ټاپو له اوبو څخه اخیستل شوې نمونې ښيي چې د اوبو کیفیت ښه شوی دی.

د لس کیلو مترۍ لمبا دغه سیالۍ چې ښځینه او نرینه لوبغاړي په کې ګډون کوي، په ځایي وخت له سهاره ماسپښین ته ځنډول شوې دي.

د اوبو کیفیت تېر کال د پاریس په المپیکي لوبو کې هم یوه ستونزمنه مسله شوې وه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG