خبرونه
هرات کې د نشهیي موادو د قاچاق په تور څلور تنه نیول شوي
په هرات ولايت کې څلور نفره د نشهيي موادو د قاچاق په تور نيول شوي.
د هرات پوليسو څلور نفره له ۱۳ کېلو ګرامه هيروئينو او کرېسټال نومي نشهيي موادو سره نيولي دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده ازادي راډيو ته وويل چې دا خلکيې د مير داود په سيمه کې له کرولا او سراچه موټرو سره نيولي دي.
ښاغلي وليزاده زياته کړه چې دا مواد يې په موټرو کې په ډېر ماهرانه ډول پټ کړي چې د ګذرې ولسوالۍ د مير داود په سيمه کې زموږ د يوې امنيتي پوستې لهخوا ونيول شول.
د ښاغلي وليزاده په وينا د نيول شويو خلکو دوسيې يې له مخدره موادو سره د مبارزې مربوطه عدلي او قضايي مرکز ته استولي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
دولسو ولایتونو کې نن دوشنبې د سختو بارانونو او تندو بادونو اټکل شوی دی
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپیژندنې اداره نن دوشنبې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او تندو بادونو اټکل کړی دی.
دې ادارې نن دوشنبې په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې نورستان، کونړ، لغمان، پنجشیر، کاپیسا، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او بدخشان کې به د باران اندازه له لسو نه تر ۴۰ملي مترو پورې وي او په ځینو سیمو کې هم د تندو بادونو او خاورو او دوړو اټکل کیږي.
د یوشمیرمرکزي، ختیځو، جنوبي، لویدیځو او شمالي ولایتونو په ځینو سیمو کې د بادونو سرعت له ۵۰ څخه تر۹۵ کیلومتره په ساعت کې اټکل شوی دی.
دغه خبرداری داسې مهال ورکول کیږي چې نورستان او یوشمیرنور ولایتونه په دې ورستیو کې د سختو بارانونو او سیلونو شاهدان وو چې په نتیجه کې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. افغانستان په وروستیو کلونو کې د سختو سېلابونو او د طبیعي پېښو له امله د پراخو زیانونو شاهد وو.
ریچارډ بینیټ: آیرلنډ دې د افغانستان د ښځو د کرکټ ملې لوبډلې ته د لوبو بلنه ورکړي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورورکونکي ریچارډ بینیټ وایي، د ایرلنډ کرکټ بورډ دا فرصت لري چې د جنسیتي برابرۍ ملاتړ په عمل کې وښيي او د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي لوبډلې ته بلنه ورکړي چې په ایرلنډ کې لوبې وکړي.
بینیټ د یکشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې دغه بورډ باید له دې فرصته ګټه واخلي او همدارنګه د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) له خوا د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبډلې د رسمي پېژندنې ملاتړ هم وکړي.
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د اګست له ۵مې څخه تر ۱۴مې پورې په ایرلنډ کې د پنځو یوورځنیو (ODI) سیالیو په لړۍ کې له ایرلنډ سره ولوبېږي.
د آیرلنډ د کرکټ ادارې د شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان پر وړاندې د راتلونکو یو ورځنیو سیالیو لپاره یې د اعتراضونو احتمال ته په پام مناسب امنیتي تدابیر نیولي او له پولیسو او نورو اړوندو ادارو سره یې همغږي کړې، څو ټولې پنځه لوبې په خوندي ډول ترسره شي.
د دغو سیالیو کوربتوب د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو پر حقونو د سختو محدودیتونو له امله له نیوکو سره مخ شوی دی.
ټرمپ: له ایران سره خبرې به نن دوشنبې غرمه مهال پیل شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، له ایران سره به خبرې د دوشنبې ورځې په ماسپښین، د زمري په ۱۲مه، پیل شي، خو د خبرو د ځای، ګډونوالو او د احتمالي هوکړې لپاره د ټاکل شوې مودې په اړه یې څه ونه ویل.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ په ځانګړې الوتکه ایرفورس ون کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې غواړي له ایران سره یوه هوکړه وشي، ځکه د هغه په خبره، دی نه غواړي "خلک ووژل شي."
ټرمپ تر دې مخکې ویلي وو چې پر ایران یې د احتمالي پوځي برید پلان په دې په هیله ځنډولی چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستو او د ایران د اټومي لانجې د حل لپاره ژر یوې هوکړې ته ورسېږي.
په همدې حال کې، د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر او د پاکستان د پوځ له مشر سره د ډیپلوماټیکو هڅو په تړاو ټلیفوني خبرې کړې دي.
د خیبرپښتونخوا په سوات ولسوالۍ کې په یوه ځانمرګي برید کې لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي دي
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په سوات ولسوالۍ کې د پولیسو پریوه ماموریت په ځانمرګي برید کې لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.
د رویترز د راپورله مخې دا پیښه تیرماښام د دې ولسوالۍ په کبل سیمه کې داسې مهال شوې چې په همدې سیمه کې د یکشنبې په ورځ د سیمې د اوسېدونکو له خوا د پولیسو په ملاتړ یوه غونډه روانه وه. خو سمدستي نده څرګنده چې ایا د دغه برید اصلي هدف همدا غونډه وه که نه.
په سیمه کې د پولیسو یوه چارواکي فدا حسین رویټرز ته وویل چې په وژل شویو کې پنځه پولیس او اته ملکي وګړي شامل دي. هغه زیاته کړه چې څوارلسم وژل شوی کس ښايي ځانمرګی بریدګر و. د پولیسو د یوې اعلامیې له مخې، لږ تر لږه ۱۸ کسان هم ټپیان شوي دي.
د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) وسله والې ډلې په یوه اعلامیه کې د دې برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په یوه اعلامیه کې د دې ځانمرګي برید له امله "ژوره خواشیني او خفګان" څرګند کړی دی.
د پاکستان په سرحدي سیمو کې په وروستیو میاشتو کې وسله وال بریدونه په څرګند ډول زیات شوي، چې تر ډېره د پوځ او پولیسو ځواکونه په نښه کوي.
د پاکستان حکومت د دغو بریدونو د زیاتوالي پړه پر افغان طالبانو اچوي او تور پورې کوي چې دوی د وسله والو ملاتړ کوي. خو د طالبانو حکومت دا تورونه تل رد کړي دي.
تاجکستان د دوشنبې – کابل – تهران د ترانسپورتي دهلېز ازمیښتي سفر پیلوي
د تاجکستان د ترانسپورت وزارت پرون وویل، په راتلونکې میاشت کې به د دوشنبې – کابل – تهران د نوي ترانسپورتي مسیر لومړنی ازمیښتي سفر پیل شي.
د دې سفر موخه د ګمرکي او سرحدي چارو ارزونه او د تاجکستان، افغانستان او ایران ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا ده، څو وروسته منظم تجارتي ترانسپورټ پیل شي.
د دې دهلېز له لارې به د تاجکستان او ایران ترمنځ سوداګریز توکي د افغانستان له خاورې تېرېږي، چې د افغانستان لپاره به د ترانزیټي عوایدو د زیاتېدو او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت برابر کړي.
په کابل کې د ماشومانو د زړه ناروغیو لپاره ځانګړی روغتون پرانیستل شو
افغاني سره میاشت ټولنې پرون (یکشنبې) په کابل کې د ماشومانو د زړه د مورزادي ناروغیو د درملنې لپاره یو ځانګړی روغتون پرانیست، چې د چارواکو په وینا هر کال به د شاوخوا ۲ زره ناروغانو درملنه وکړي.
سره میاشت ټولنې ویلي، په دغه روغتون کې به ټولې طبي او جراحي چارې په وړیا توګه ترسره کېږي.
د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا د اداري چارو مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د دې روغتون د پرانیستنې په مهال وویل، تر اوسه په افغانستان کې تر ۳۶ زره ډېر د زړه په مورزادي ناروغیو اخته ماشومان ثبت شوي، چې ډېری یې د درملنې وس نه لري. هغه زیاته کړه چې له دې وروسته به دا ماشومان په نوي روغتون کې وړیا درملنه ترلاسه کړي.
امریکا غواړي یوه افغانه د ترهګرۍ د ځانګړې محکمې له لارې افغانستان ته ولېږي
د امریکا د عدلیې وزارت غواړي یوه ۴۷ کلنه افغانه، نذیره حاجيزاده، د بهرنیو ترهګرو د ایستلو ځانګړې محکمې (ATRC) له لارې له امریکا وباسي.
دا لومړی ځل دی چې دا محکمه د یوه داسې بهرني وګړي د ایستلو لپاره کارول کېږي چې د چارواکو په وینا، د داعش پلوي کورنۍ د ترورویستي برید په پلان کې یې مرسته کړې ده.
د امریکا د چارواکو په وینا، نذیره حاجيزاده او د هغې د کورنۍ غړي په ۲۰۲۴ کال کې د انتخاباتو په ورځ د داعش په ملاتړ د ډلهییز برید په پلان کې ښکېل وو. د هغې زوی عبدالله حاجيزاده او زوم ناصر احمد توحیدي مخکې په همدې قضیه کې مجرم پېژندل شوي دي.
د عدلیې وزارت وایي، کورنۍ د برید د تمویل لپاره د خپل کور او نورې شتمنۍ د پلورلو هڅه کړې وه، او نذیرې حاجيزاده هم پلان درلود چې د کورنۍ نور غړي له برید مخکې افغانستان ته ولېږدوي.
امریکايي چارواکي وایي، د ترهګرۍ په قضیو کې د بهرنیو وګړو لپاره په امریکا کې ځای نشته، او د همدې دلیل له مخې غواړي نوموړې د ځانګړې محکمې له لارې له هېواده وباسي.
پنجاب نږدې ۱۴۰ زره بې اسناده افغان کډوال بېرته افغانستان ته ایستلي
پاکستاني رسنیو پرون (یکشنبې) د پنجاب د ایالني حکومت د چارواکو په قول وویل چې د بې اسناده بهرنیانو پر ضد د روان کمپاین په ترڅ کې یې نژدې ۱۴۰ زره افغان کډوال نیولي او له قانوني مراحلو وروسته یې افغانستان ته ستانه کړي دي.
د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۱۳۹ زره او ۹۰۲ افغانان بېرته افغانستان ته ایستل شوي، او ۲۴۸ نور لا هم په ۳۹ توقیفځایونو کې ساتل کېږي، چې د دوسیو تر بشپړېدو وروسته به د تورخم له لارې ولېږدول شي.
پاکستان وايي، په تېرو درېیو کلونو کې یې شاوخوا ۲.۶۶ میلیونه بې اسناده افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
له بلې خوا، بشري بنسټونو خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو پراخ جبري ایستل ښايي ګڼې زیانمنې کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ کړي، او له پاکستانه یې غوښتي چې د ایستلو پرېکړې د نړیوالو بشري معیارونو له مخې ترسره کړي.
د امریکا د باندنیو چارو وزیر وايي، ایران باید په هر حال خپله تګلاره بدله کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، که په ایران کې حکومت بدل هم نه شي، بیا هم د دغه هېواد حکومت باید خپله تګلاره بدله کړي.
هغه له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، ایران د اتومي وسلو د ترلاسه کولو او په سیمه کې د خپل نفوذ د پراخولو هڅه کوي، او د مخنیوي لپاره باید پرې فشارونه زیات شي.
روبیو همداراز وویل چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په تر څ کې د ایران د پوځي او دفاعي وړتیاوو یوه مهمه برخه له منځه وړل شوې ده.
له بلې خوا، د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرتزوګ ایران د امریکا د ملي امنیت او نړیوال ثبات لپاره یو ستر ګواښ وباله او ویې ویل، تهران خپلې سرچینې د ترهګرو ډلو، توغندويي پروګرام او اتومي فعالیتونو ته ځانګړې کړې دي.
په ایټالیا کې د درې سوځول شویو افغانانو جسدونه کابل ته لیږدول شوي
د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت کابل ته د هغو درې افغانانو د مړو د لیږدولو خبر ورکوي چې څه موده وړاندې په ایټالیا کې په یوه موټرکې دننه د سوځولو په یوه پیښه کې مړه شوي و. دې وزارت د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې دغو افغان کډوالو چې د غبرګولي یا جوزا په ۱۱ په ایټالیا کې د یوه پاکستاني وګړي له خوا د سوځولو په یوه زړه بوګنوکې پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و، جسدونه یې د زمري یا اسد په ۵ او ۶ کابل ته ولیږدول شول. د خبرپاڼې له مخې قربانیان د بلخ، پروان او ننګرهار ولایتونو اوسیدونکي و چې له پاکستاني وګړي سره د شخصي دښمنۍ په ترڅ کې د هغه له خوا په خپل موټرکې دننه سوځول شوي او مړه شوې و. دې وزارت د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږي څرګندولو ترڅنګ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو وضعیت او د زیانونو او تاوتریخوالي په وړاندې د هغوی ملاتړ ته زیاته پاملرنه وکړي.
د ایټالیا صدراعظمې جورجیا میلوني دغه پیښه چې پر درې افغانانو سربیره یوپاکستانی وګړی هم پکې وژل شوی، زړه بوږنونکې بللې او ویلي یې و چې "دغه وحشتناکه جنایت باید په بشپړه توګه څرګند او ټول عاملان یې باید عدالت ته را کاږل شي."
وروسته ایټالوي چارواکو وویل چې دوه پاکستاني وګړي د دې قضیې په تړاو نیول شوي دي.