خبرونه
په هرات کې لسګونو کسانو د کابل د پېښو په تړاو مظاهره وکړه

د هرات ولايت ځينو اوسېدونکو په کابل کې د چهارشنبې ورځې د بمي حملې او د ناامنيو د نورو پېښو په تړاو مظاهره وکړه.
د ازادۍ راډيو خبريال وايي، په دغو مظاهرو کې تر سلو زياتو کسانو برخه اخيستې وه او د حکومتي مشرانو د استعفى غوښتنه يې کوله.
مظاهره چيانو ويل، د حکومت مشران نه دي توانېدلي خلکو ته د امن فضا برابره کړي.
دوى په عين حال کې د دولت د مخالفو ډلو په ځانګړي ډول داعش ډلې پرضد هم شعارونه ورکول.
د مظاهرې يوه تنظيموونکي طارق نبي وويل، د امنتيي ملحوظاتو له کبله يې مظاهرې ٤٠ دقيقې دوام وکړ.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پاکستان ملګروملتونو ته؛ دا پرېکړه چې څوک به له دې هېواده وځي او څوک به پاتې کېږي، موږ کوو

وروسته له دې چې ملګروملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو د بهیر د درولو غوښتنه وکړه، اسلام آباد وویل، دا پرېکړه پاکستان کوي چې څوک باسي او څوک پرېږدي.
ملګروملتونو په روانه اونۍ کې د هېواد د ختیځ له مرګونې زلزلې وروسته پر پاکستان غږ وکړ چې په ډله ایز ډول د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ودروي.
د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاندشفقت علي خان نن یوې خبري غونډې ته وویل چې ټول هغه کسان باید ووځي چې په پاکستان کې د استوګنې قانوني اسناد نه لري. هغه وویل دا هغه کار دی چې پاکستان یې کوي او د اروپا په ګډون بل هر هېواد به یې هم وکړي.
شفقت علي خان زیاته کړه چې دا خاوره د پاکستان ده او دا پرېکړه به موږ کوو چې څوک وځي او څوک پاتې کېږي.
د دوشنبې په ورځ په پاکستان کې د POR په نوم د افغان کډوالو د استوګنې د کارتونو اعتبار پای ته ورسېد او له دې سره د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړ.
د جرمني یوې محکمې لسګونو افغانانو ته د ویزې د صادرولو امر کړی

د برلین اداري محکمې د کډوالۍ د لسګونو عاجلو قضیو په برخه کې د افغانانو په ګټه پرېکړه کړې ده.
د محکمې یوه ویاند د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې د قاضیانو دا پرېکړه د لږ تر لږه ۳۲ قضیو سره تړاو لري.
په دې اساس اکثرو دغو افغان ښځو او سړیو ته د جرمني ویزې ورکول کېږي.
د جرمني د کډوالۍ د منلو فدرال پروګرام په اساس چې دا افغانان ترې ګټه اخلي هغو خلکو ته ویزې ورکول کېږي چې خپل هېواد کې له خطر سره مخ وي.
لږ تر لږه ۲۰۰۰ افغانانو د دغه پروګرام لپاره نوملیکنه کړې او د جرمني د ویزو په تمه دي.
د جرمني لخوا د کډوالو د منلو له ژمنې سره سره، پاکستاني چارواکو پدې وروستیو کې یو شمیر دا افغانان نیولي او ځینې یې افغانستان ته استولي دي.
د کونړ او ننګرهار په ځینو سیمو کې تازه زلزلو لږ تر لږ ۴۰ کسان ټپيان کړي

د کونړ او ننګرهار په ځینو سیمو کې د پرون شپې او نن سهار وختي زلزلو لسګونه کسان ټپیان کړي دي.
د ننګرهار د رسنیو دفتر په یوه بیان کې تایید کړې چې د دره نور او کوز کونړ په ولسوالیو کې بېګانیو زلزلو لږ تر لږه ۲۲ تنه ټپيان کړي.
د بیان په اساس لس کسان تر فوري درملنې وروسته رخصت شوي.
اخوا په کونړ کې هم چارواکو رسنیو ته ویلي چې لږ تر لږه ۲۰ کسان د پرون شپې او نن سهار وختي په زلزلو کې ټپیان دي.
لږ تر لږه ۱۴ تنه ټپيان د سیدجمال الدین پوهنتون محصلین او شپږ نور د نورګل او څوکۍ اوسیدونکي دي.
د امریکا د جیولوژیکۍ سروې د افغانستان په ختیځ کې له پرون شپې تر نن سهاره څو زلزلې ثبت کړي چې تر ټولو زوروره یې د رېښتر په کچه ۵ اعشاریه ۶ بلل شوي.
دې تازه زلزلو داسې وخت د افغانستان ختیځ لړزولی چې د اګست د ۳۱مې زورورې زلزلې له امله لا هم زیانمنو خلکو ته مرستې نه دي ورسېدلي او د راپورونو په اساس په ځینو سیمو کې مړي تر ورانو کورونو لاندې پاتې دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي هغې زلزله کې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۲۰۵ تنه او د ټپيانو شمېر ۳۶۴۰ کسانو ته رسېدلی.
هنګري کې د جنګي الوتکو د ورکو شویو تجهیزاتو او پورزو په اړه پلټنې پيل شوې

د هنګري چارواکو د اتو ( میګ-۲۹ جنګي جیټ الوتکو) د کلیدي پورزو د ورکېدو او اوکراین ته یې د احتمالي لېږد په اړه پلټنې پېل کړي دي.
سرچینو د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو هنګري څانګې ته ویلي چې ورکو شویو پورزو کې هغه الکترونیکي وسیلې هم شاملې دي چې د دغو الوتکو موقعیت او تسلیحاتي سیستم کنټرولوي.
د الوتکو دا پورزې له هغې هوایي اډې ورکې شوي چې دا ډول ۲۰ جنګي الوتکې په کې پارک شوي.
دا د پخواني شوري اتحاد د وخت جنګي الوتکې دي چې هنګري ځواکونو کارولې.
له دې سره د هنګري د حکومت هغه تګلاره تر پوښتنې لاندې راغلې چې ویلې یې دي، اوکراین ته وسلې نه ورکوي.
د امریکا او جاپان سوداګریزه هوکړه، ټرمپ پر جاپاني موټرو تعرفه کمه کړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جاپان پر واردیدونکو موټرو او نورو محصولاتو د ټیټې ګمرکي تعرفې فرمان پرون پجشنبه لاسلیک کړ.
پر جاپاني موټرو د ټیټې تعرفې دغه فرمان ۷ ورځې وروسته نافذېږي.
رویټرز خبري اژانس د یوې جاپانۍ سرچینې په حواله لیکلي چې له دې سره د جاپان پر موټرو د امریکا ګمرکي تعرفه له ۲۷ اعشاریه پنځو څخه، ۱۵ فیصدو ته ټیټېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د جاپاني موټرو لوی شرکت ټویتا تیره میاشت وویل چې امریکا ته د دغو موټرو پر وارداتو د امریکا د لوړې تعرفې له کبله به ۱۰ میلیارده ډالره زیان وکړي.
په تیره جولای میاشته کې جاپان د یوې سوداګریزې هوکړې له مخې په متحده ایالتونو کې د پنځه نیم سوه میلیارده ډالرو پانګونې ژمنه کړې ده.
ګڼ شمېر لویدیځو هېوادونو اوکراین ته له جګړې وروسته د امنیتي ضمانتونو ډاډ ورکړ

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وایي، شپږویشتو هېوادونو له جګړې وروسته اوکراین ته د امنیتي ضمانتونو پر ورکړې هوکړه کړې.
مکرون پرون پنجشنبه ( د سنبلې ۱۳مه) په پاریس کې د اوکراین په اړه د یوې غونډې له کوربه توب وروسته ویلي، دغه هېوادونه پر دې هم سلا شوي چې د ډاډمنونکي ځواک په توګه خپل ځمکني، سمندري یا هم هوایي ځواکونه اوکراین کې ځای پر ځای کړي.
هغه زیاته کړې چې له یادې طرحې د امریکا د ملاتړ مسله به راتلونکو ورځو کې نهایي شي.
د اوکراین د شاوخوا ۳۰ ملاتړو هېوادونو مشران د پاریس په غونډه کې سره ټول شوي وو.
تر غونډې وروسته د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ویډیو کانفرانس ترسره شو.
د افغانستان او متحده عربي اماراتو کریکټ لوبډلې نن شارجه کې سره مخامخ کیږي

د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کریکټ ملي لوبډلې نن جمعه ( د سنبلې ۱۴مه) د درې اړخیزې لوبلړۍ په یوه بله لوبه کې سره مخامخ کیږي.
دا لوبه د کابل په وخت ماښام ۷ نیمې بجې د شارجې په لوبغالي کې پيلیږي.
د افغانستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان د کریکټ لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ د اګست په وروستیو کې پيل او د سپټمبر تر ۷مې پورې دوام کوي.
افغان لوبډلې تراوسه دې تورنمنټ کې درې لوبې کړي چې لومړۍ هغه یې پاکستان ته بایللې، خو دویمه او دریمه هغه یې له اماراتو او پاکستان څخه ګټلې ده.
پاکستان او افغانستان د جدول په سر کې دي او اټکل کیږي چې د یکشنبې په ورځ ( د سنبلې ۱۶مه) به پایلوبه ترسره کړي.
له پرون سهار راهیسې کونړ او ننګرهار کې ۴ زلزلې شوي، پياوړې هغه یې پنځه اعشاریه ۶ درجې وه

د افغانستان ختیځې سیمې په تیرو نژدې ۲۴ ساعتونو کې څلور ځله د زلزلو ټکانونو لزړولې دي.
د امریکا د جیولوجیکي سروې اداره وایي، په دغو ټکانونو کې تر ټولو پياوړی هغه د تېر ماخوستن و چې شدت یې د ریښتر په کچه ۵ اعشاریه شپږ درجې و.
دا په داسې حال کې ده چې د ژغورنې ډلې او خلک لا هم په کونړ کې د اګست د ۳۱مې نیټې د زلزلې د پلټنو په عملیاتو بوخت دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي هغې زلزله کې د مړو شویو کسانو شمیر له ۲۲ سوو څخه اوښتی او په خبره یې ۳۶۴۰ نور ټپيان شوي دي.
زلزلې د کونړ د نورګل ولسوالۍ مزار دره او دغه راز د څوکۍ،چپې درې او ماڼوګۍ ولسوالۍ کلي ځپلي دي.
ښاغلی فطرت وایي، زیانمنو شویو سیمو ته لومړنۍ مرستې رسېدلې دي.
د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې د قربانیانو شمیر تر ۲۲۰۰ واوښت

د طالبانو مرستیال ویاند حمد الله فطرت پر ایکسپاڼه لیکلي دي چې د یکشنبې د شپې د زلزلې د قربانیانو شمیر ۲۲۰۵ ته رسیدلی دی.
د دې زلزلې له امله په زرګونو کسان ټپيان شوې هم دی.
اکثر تلفات په کونړ کې اوښتې دي، خو دې زلزلې په ننګرهار او لغمان کې هم یوشمیر کورونه زیانمن کړې دي.
نن هم یوې بلې ۴،۷ درجې زلزلې ختیځ ولایتونه ولړزول.
د امریکا د ځمکې پیژندنې ادارې وویل چې دا زلزله د ورځې په ۱۰:۵۲ د جلال آباد ښار په ۱۳ کیلومترۍ واټن کې د ځمکې په لس کیلومتره ژور تل کې شوې.
ویل کیږي چې دغې نوې زلزلې د کنړ په چپه دره کې یو کور بشپړ ویجاړکړی دی خو له اوسیدونکو خالي وو نو مرګ ژوبله نه ده رامینځ ته شوې .
د تېرې یکشنبې په شپه یوې سختې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په مقیاس ۶،۱ درجې و، یوازې په کونړ ولایت کې له ۱۴۵۰ ډېر کسان ووژل او شاوخوا ۳۴۰۰ نور یې ټپیان کړل.
له دې یوه ورځ وروسته یوې بلې ۵،۵ درجې زلزلې بیاهم د هېواد ختیځ ولړزاوه، خو د دې زلزلې د زیانونو په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.
یوې بلې زلزلې نن بیا د افغانستان ختیځې سیمې ولړزولې

د افغانستان ختیځې سیمې نن یوځل بیا زلزلې ولړزولې.
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې نن- د وږي ۱۳مه وویل چې دا زلزله د ورځې په ۱۰:۵۲ د جلال آباد ښار په ۱۳ کیلومترۍ واټن کې د ځمکې په لس کیلومتره ژور تل کې شوې ده او شدت یې د ریښتر په مقیاس ۴،۷ درجې و.
د دې تازه زلزلې د احتمالي زیانونو په اړه تراوسه دقیق معلومات نه شته.
دا په تېرو څلورو ورځو کې دریمه زلزله ده چې د افغانستان ختیځ لړزوي. د تېرې یکشنبې په شپه یوې سختې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په مقیاس ۶،۱ درجې و، یوازې په کونړ ولایت کې له ۱۴۵۰ ډېر کسان ووژل او شاوخوا ۳۴۰۰ نور یې ټپیان کړل.
له دې یوه ورځ وروسته یوې بلې ۵،۵ درجې زلزلې بیاهم د هېواد ختیځ ولړزاوه، خو د دې زلزلې د زیانونو په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.