د افغانستان او ویسټ انډیز د کرکټ لوبډلې نن شپه لوبې کوي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن نیمه شپه د ویسټ انډیز له ځواکمنې لوبډلې سره د خپلو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه کوي.
د نن شپې لوبه به شل اووریزه وي چې د کابل پر وخت نیمه شپه په دریو بجو پیلېږي.
افغانستان او ویسټ اندیز پر پنځو لوبو موافقه کړې چې درې به یې شل اووریزې او دوه به یې یوورځنۍ یا پنځوس اووریزې وي.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک وايي، ویسټ انډیز له یوې خوا د کرکټ پیاوړې لوبډله لري او له بلې په خپل کور کې لوبه کوي نو ځکه افغان لوبغاړو دې لوبې ته مخکې له مخکې پوره تیاري نیولې ده.
نوموړي زیاته کړه:
"ویسټ انډیز د شل اووریزو لوبو اتله لوبډله ده او بیا هغوی په خپل کور کې له افغانستان سره لوبېږي، د دې لپاره افغان لوبډلې په بېلابېلو برخو کې چمتووالی نیولی دی، دوی هم د ویسټ اندیز د توپ وهنې او هم د توپ اچونې برخه لیدلې نو ځکه یې په دې برخه روزنه کړې ده ترڅو په لوبغالي کې د دوی پر وړاندې په ښه ډول ولوبېږي."
ښاغلی هوتک زیاتوي چې د ملي لوبډلې غړي د ښې تیارۍ لپاره لس ورځې مخکې هند ته ولاړل او تمریني لوبې یې وکړې او ویسټ انډیز ته هم وختي ولاړل څو ځانونه له وضعیت سره بلد کړي.
د نن شپې له لوبې وروسته د وهمه شل اووریزه لوبه سبا د جون په دریمه نېټه په سیمه ییز وخت د ماښام په اوو نیمو بجو چې د کابل په وخت د یکشنبې ورځې د وختي سهار له درې نیمو بجو سره انډول دی او درېیمه شل اووریزه لوبه یوه ورځ وروسته په همدې وخت په پام کې دي.
د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ د ۲ یو ورځنیو لوبو لومړۍ د جون په نهمه د کابل په وخت د سهار په څلورو بجو او دوهمه لوبه د جون په ۱۱ مه په عین وخت ترسره کېږي.