د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۳

خبرونه

د پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، وردک او غزني چارواکو غونډه وکړه

د پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، میدان وردک او غزني ولایتونو والیانو او امنیه قوماندانانو د پکتیا په مرکز ګردېز کې پرون غونډه وکړه.

د دې غونډې د هدف په اړه د لوګر امنیه قوماندان عصمت‌الله علیزي ازادي راډیو ته وویل:

"دا امنیتي غونډه د دې لپاره وه چې څرنګه موږ کولای شو د دښمن شوم پلانونه په خپل وخت او زمان شنډ کړو. له خلکو سره چې زموږ رابطه په کوم ځای کې کمزورې ده هغه پیاوړې کړو او په کومو ځایونو کې چې امنیت نه‌شته هلته امنیت ټینګ کړو."

د ګردېز په غونډه کې د شپږ واړو ولایتونو د ملي امنیت رئیسانو هم برخه اخیستې وه.

د غونډې برخه‎والو له مرکزي حکومته وغوښتل چې د دوی په ولایتونو کې دې د پوځي قطعاتو او جزوتامونو تجهیزاتو او اکمالاتو ته پاملرنه زیاته کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اوچا: افغانستان لاهم په نړۍ کې د مېندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وايي،"افغانستان لاهم په نړۍ کې د مېندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري".

اوچا نن سه شنبه په یو راپور کې ویلي،" د دوی د ارزونو له مخې په ۲۰۲۴کال کې په هرو ۱۰۰زرو زیږونونو کې ۶۳۷ مېندو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی".

د اوچا په خبره، دا شمیر په اسیا کې تر ټولو لوړ او په نړۍ کې اووم لوړ شمیر دی.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې په ټکو، په روان کال کې نژدې ۱۱میلیونه نجونې او ښځې بشري مرستو ته اړمنې دي.

د راپور له مخې، د روغتیايي کارکوونکو کمښت، روغتیايي خدمتونو ته د ښځو محدود لاسرسی او د ولادت پرمهال د مور او ماشوم د روغتیا لپاره د لازمو دواګانو نشتون د مور او ماشوم د مړیني لوی لاملونه دي.

د ایران قضاییه قوې نن دوه کسان اعدام کړي

د ایران قضاییه قوې نن سه شنبه دوه کسان اعدام کړل.

د قضاییه قوې په بیان کې د دغو کسانو نومونه محي‌الدین عبدالهي او حسین پالاني یاد شوي.

د بیان په ټکو، دغه دوه تنه "داعش وسله والې ډلې" سره د اړیکو په تور د ایران او عراق په پوله کې د یوې نښتې پرمهال نیول شوي وو.

هغه مهال په نښته کې د ایران د سپاه پاسدارنو ځواکونو درې غړي وژل شوي وو.

دغه کسان د ایران د "حکومت پر وړاندې د وسله وال بغاوت" په تور اعدام شوي.

پر ایران د امریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته د سیاسي زندانیانو په ګډون اعدامونه زیات شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمانونو په ایران کې د اعدامونو د زیاتیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

سپین غر پړانګانو لوبډلې بست ساتونکو ته ماتې ورکړه

سپین غر پړانګانو لوبډلې بست ساتونکو ته ماتې ورکړه.

سپین‌غږ لوبډله واتونیده د ۱۴۴ منډو هدف په ۱۷ام اور کې د څلور لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کړي.

دغه لوبه د خوست ولایت په مسرور کرکټ لوبغاړي کې ترسره شوه.

د شپږیزې لیګ د یولسم پړاو بله لوبه د مس عینک اتلانو او د بند‌امیرښامارانو لوبډلو ترمنځ ده.

پر ایران د امریکا د تازه بریدونو لرۍ پایته رسیدلې

په منځني خیتځ کې د امریکا مرکزي قومندانۍ سنټکام وايي، "پر ایران د تازه بریدونو لړۍ پایته ورسیده".

سنټکام نن سه شنبه د (جولای۱۴مه) په یو بیان کې ویلي،" امریکا د نن شپې په پنځه ساعته عملیاتو کې د ایران په بوشهره، چابهار، جاسک، کنارک، ابوموسی او بندرعباس کې پوځي هدفونه ویشتي دي".

په عین حال کې د ایران مهر خبري اژانس خبر ورکړی چې په بوشهر ښار کې د څو چاودونو غږونه اورېدل شوي دي.

دا دریمه پرله پسې شپه ده چې امریکایي پوځیان پر ایران بریدونه کوي.

بل پلو، د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په بحرین کې يې د امریکا پوځي اډې په نښه کړي.

د سپاه په ټکو، "بحرین کې يې د امریکا د وسلو، اړیکو مرکزونه او د امریکايي ځواکونو د اوسیدو سیمې ویشي دي.

په عین حال کې په بحرین کې د هوایي دفاع سیستم هم فعاله شوی دی.

بحرین په سیمه کې د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د امریکا پوځي اډې په کې دي.

بریتانیا «سپاه پاسداران» د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړه

سپاه پاسداران یوازې د ایران د ستر مشر څخه اوامر ترلاسه کوي او خپل جوړښت کې ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونه لري.
سپاه پاسداران یوازې د ایران د ستر مشر څخه اوامر ترلاسه کوي او خپل جوړښت کې ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونه لري.

د بریتانیا د سکای‌نیوز د راپور له مخې، د دغه هېواد حکومت د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۲مه، د ایران سپاه پاسداران د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړه.

سپاه پاسداران له دې وړاندې د اروپایي اتحادیې د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل شوی و او اسټرالیا هم پاسداران د ایران د حکومت له هغو بنسټونو څخه ګڼي چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

له همدې امله، د بریتانیا لومړي وزیر کایر سټارمر په دې وروستیو کې د دې پرېکړې د کولو لپاره له زیات سیاسي فشار سره مخ و.

د بریتانیا حکومتي چارواکو تر دې وړاندې استدلال کاوه چې د دغه هېواد د قوانینو له مخې، د بهرنیو هېوادونو رسمي حکومتي ادارې، لکه سپاه پاسداران، د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې نه‌شي شاملېدای.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو هم د تېر لمریز کال د سلواغې په میاشت کې، له کلونو کورنیو او نړیوالو فشارونو وروسته، سپاه پاسداران د ترهګر سازمان په توګه وپېژندل.

سپاه پاسداران ځواکونه ایران کې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب له بریا لږه موده وروسته تأسیس شول. دا ځواک چې یوازې د ایران د ستر مشر څخه اوامر ترلاسه کوي په خپل جوړښت کې ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونه لري.

متحده ایالاتو تر دې وړاندې سپاه پاسداران او د هغه بهرنۍ څانګه، سپاه قدس، د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړي.

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام نیمه‌پایلوبه؛ د فرانسه او اسپانیه مخامخ کېږي

ارشیف، د فرانسې او اسپانیا د فوټبال لوبډلې مینه‌وال
ارشیف، د فرانسې او اسپانیا د فوټبال لوبډلې مینه‌وال

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د نیمه‌پایلوبې په لومړۍ سیالۍ کې نن شپه د فرانسې او اسپانیې ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي.

دغه لوبه د افغانستان پر وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو پیلېږي.

فرانسه او اسپانیه په اروپا کې له پخوانیو او سختو سیالانو څخه ګڼل کېږي، خو د دواړو ترمنځ په مخامخ لوبو کې د اسپانیې د بریاوو شمېر تر فرانسې ډېر دی.

فرانسې نیمه‌‌پایلوبې ته د رسېدو لپاره په کوارټر فاینل کې مراکش ته ماتې ورکړه او اسپانیې هم بلجیم ته په ماتې ورکولو سره نیمه ‌پایلوبې ته لار وموندله.

د نیمه‌پایلوبې دوهمه سیالي به د چهارشنبې په شپه ترسره شي چې په‌کې د نړۍ اتله لوبډله ارجنټاین له انګلستان سره مخامخ کېږي.

انګلستان په کوارټر فاینل کې ناروې ته ماتې ورکړه او ارجنټاین هم سویس ته په ماتې ورکولو نیمه‌پایلوبې ته لاره پیدا کړه، څو دواړه لوبډلې د پایلوبې لپاره سیالي وکړي.

د اختلافاتو ردېدل؛ د طالبانو لوی درستیز وايي جمعه فاتح کابل ته راځي

افغانستان کې د طالبانو د حکومت لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت
افغانستان کې د طالبانو د حکومت لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت

افغانستان کې د طالبانو د حکومت لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت وایي، د طالبانو حکومت او په بدخشان کې د دغه ډلې د یوه سیمه‌ییز قوماندان جمعه خان فاتح ترمنځ "هېڅ ډول اختلاف" نه‌شته.

فصیح‌الدین فطرت کورنیو رسنیو سره په خبرو کې هغه راپورونه چې ګواکې د جمعه خان فاتح او د طالبانو د مشرتابه ترمنځ اختلاف شته، د رسنیو "تبلیغات" وبلل.

تر دې وړاندې، د جمعه خان فاتح او د طالبانو د مشرتابه ترمنځ د اختلاف او کړکېچ د زیاتېدو راپورونه خپاره شوي وو.

وروسته د طالبانو دفاع وزارت اعلان وکړ چې دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد، بدخشان ولایت ته سفر کړی دی.

همدارنګه، په ځینو رسنیو کې نا تأیید شوي راپورونه خپاره شوي وو چې د طالبانو یو پلاوی د جمعه خان فاتح سره د خبرو لپاره بدخشان ته تللی دی.

فصیح‌الدین فطرت ویلي، جمعه خان فاتح د کورنیو ستونزو له امله ونه‌توانېد چې د زابل ولایت د مرستیال والي په توګه خپله دنده پیل کړي، خو د ده په وینا، ځینو رسنیو دا موضوع داسې انځور کړه چې ګواکې نوموړی د طالبانو له نظام سره اختلاف لري.

د هغه په خبره، ټاکل شوې چې جمعه خان فاتح ډېر ژر کابل ته ولاړ شي.

تر دې وړاندې هم د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو په اړه نا تأیید شوي راپورونه خپاره شوي، خو طالب چارواکو څو ځله دا ډول راپورونه رد کړي دي.

"د ځان وژنې شپږمه هڅه"؛ افغانه سیاسي بندي له اوېن زندان روغتون ته لېږدول شوې

حمیرا شریفي په اوېن زندان کې ساتل کېږي.
حمیرا شریفي په اوېن زندان کې ساتل کېږي.

د هه‌نګاو د بشري حقونو سازمان وايي، د ایران د اوېن په زندان کې افغانه سیاسي بندۍ حمیرا شریفي، له نیول کېدو راهیسې د ځان وژنې له شپږمې هڅې وروسته روغتون ته لېږدول شوې ده.

د دغه سازمان د دوشنبې ورځې خبرپاڼې وویل مېرمن شریفي د جولای په ۱۰مه ماښام د ښځو په زندان کې د پاک کوونکې مایع په څښلو د ځان وژنې هڅه کړې ده.

د راپور له مخې، هغې د نیول کېدو راهیسې لږ تر لږه شپږ ځله د سختو رواني فشارونو او د اغېزناکو روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له امله د ځان وژنې هڅه کړې ده.

حمیرا شریفي په دې وروستیو کې د ایران یوې محکمې په پنځه کاله بند محکوم کړې ده.

پر هغې لګېدلي تورونه او د هغې محکمې نوم چې دا حکم‌یې صادر کړی، تر اوسه نه‌دي اعلان شوي.

حمیرا شریفي چې د افغانستان تبعه او د هویت له رسمي اسنادو بې‌برخې ده، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ میاشتې د اعتراضونو پر مهال په تهران کې نیول شوې وه.

هه‌نګاو یوه اوونۍ مخکې ویلي و چې ایران په یوه میاشت کې ۱۰۹ بندیان اعدام کړي چې پنځه تنه‌یې د افغانستان اتباع وو.

د بشري حقونو بنسټونو په وار وار له ایراني چارواکو غوښتي چې د اعدام سزا، په ځانګړي ډول د بهرنیو اتباعو پر وړاندې، ودروي او تورنو کسانو ته د وکیل، ژباړن او عادلانه محاکمې حق تضمین کړي.

UNHCR: د ۲۰۲۶ کال ترپایه به له دوه ملیونه زیات افغانان بیرته خپل هیواد ته راستانه شي

د ملګروملتونو د کډوالولوی کمیشنرۍ UNHCR وایي، اټکل کیږي چې د روان ۲۰۲۶ کال ترپایه پورې به له دووملیونو تردونیمو ملیونو پورې نور کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شي چې دا به په دې هیواد کې پر روان بشري وضعیت فشارلازیات کړي.

د افغانستان لپاره د UNHCR د څانګې ویاند چارلي ګوډلیک له الجزیره ټلویزیون سره په یوه مرکه کې چې نن دوشنبې د چنګاښ په ۲۲ د UNHCR په ایکسپاڼه کې خپره شوې ویلي چې په وروستیو درېو کلونو کې شپږ ملیونه افغانان له بهرنیو هیوادونو بیرته هیواد ته ستانه شوي چې یوازې یوملیون یې په روان کې وو.

د هغه په خبره افغانستان چې د بشري حقونو په ځانکړې توګه د نجونو او ښځو د حقونو په ګډون له سختو بشري او اقتصادي ننګونو سره مخامخ دی او د هیواد نژدې نیمایي نفوس په یوډول په بشري مرستو پورې تړلی، نشي کولای چې په خپلو ټولنو کې د دومره زیات شمیر کډوالو د ځای پرځای کولو چارې په سمه توګه مخ ته یوسي.

دغه ویاند یوځل بیا د زیانګالو د لاسنیوي لپاره د کافي بودیجې د نشتوالي خبره وکړه او ویې ویل چې تراوسه د هغې بودیجې چې دې کمیشنیرۍ په روان کال کې د افغانستان لپاره غوښتنه کړې، یوازې ۲۵ سلنه یې تامین شوې ده.

هند افغان محصلانو ته زر انلاین تحصیلي بورسونه ورکوي

هند اعلان کړی چې د افغانستان محصلانو ته به زر انلاین تحصیلي بورسونه برابر کړي.

د هند د کلتوري اړیکو شورا (ICCR) د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۱مه، په ایکسپاڼه کې د یوه بیان په خپرولو سره اعلان وکړ چې دغه بورسونه د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ تحصیلي کال لپاره ځانګړي شوي دي. د دې پروګرام له مخې، متقاضیان کولای شي په انلاین ډول د مدیریت، سوداګرۍ، کمپیوټر ساینس، هنر او یو شمېر نورو برخو کې د هند په معتبرو پوهنتونونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د اعلان له مخې، د دغو بورسونو لپاره د نوم‌ لیکنې بهیر د جولای له ۱۵مې (د چنګاښ ۲۴مې) پیلېږي او د جولای تر ۲۴مې (د زمري تر ۲مې) به دوام وکړي.

دغه بورسونه د تحصیل د فیسونو، نوم ‌لیکنې، ازموینو او د فراغت سند د صادرولو بشپړ لګښتونه تامینوي.

هند په داسې حال کې د افغانستان محصلانو لپاره د دغو زر انلاین بورسونو د برابرولو خبر ورکوي چې نږدې پنځه کاله کېږي په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي دي او ښځینه محصلانې هم په پوهنتونونو کې د زده کړو له دوام څخه منع شوې دي. دې وضعیت زرګونه نجونې دې ته اړې کړې دي چې د زده کړو د دوام لپاره انلاین تعلیمي پروګرامونو او انلاین پوهنتونونو ته مخه کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG