د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

خبرونه

ننګرهار: څلور پاکستانيان له داعش ډلې سره د ملګري کېدو په تور نيول شوي

د ننګرهار چارواکي وايي له هغو څلورو پاکستاني اتباعو څېړنې روانې دي، چې په دې ولايت کې نن له داعش ډلې سره د يوځاى کېدو په تور نيول شوي دي.

له دغو پاکستاني اتباعو سره دوه افغانان هم د همکارۍ په تور نيول شوي دي.

د والي وياند عطا اله خوږياڼي نن ازادۍ راديو ته وويل، له دوى سره يو عراده موټر هم نيول شوى دى.

د والي وياند وايي نيول شويو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړى دى.

د ننګرهار چارواکو خبر ورکړى، چې وړمه ورځ په اچين کې د ځايي خلکو او داعش ډلې ترمنځ په جګړه کې د دې سخت دريځې ډلې ١٥ غړي وژل شوي وو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

حماس وايي، د پلان سره سم د شنبې په ورځ درې برمته اسراییلیان راخوشي کوي

حماس وسله والې ډلې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د پلان سره سم درې برمته اسراییلیان به راخوشي کړي.

د دې ډلې ویاند عبدالطیف القانوع اسوشيټدپرس خبري اژانس ته ویلي، دا برمته کسان به د شنبې په ورځ ازاد شي.

حماس ډلې د تیرې دوشنبې په ورځ ویلي و، اسراییلو په غزه کې اوربند نقض کړی نو ځکه د برمته وو، ازادیدل ځنډوي.

د اسراییلي برمته وو په راخوشي کیدو کې رامنځته شوي ځنډ ته په ځواب کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړی و، که چیرته ټول اسراییلي برمته کسان د راتلونکې اونۍ د شنبې تر ورځي راخوشي نشي، د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند شوی توافق به لغوه کړي.

حماس وسله واله ډله د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د ترهګریز سازمان په توګه پیژندل کیږي.

په کابل کې د سرطان د درملنې د روغتون د فعاله کیدو لپاره، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د مرستې غوښتنه کړې

په هرات ولایت کې د سرطان د درملنې روغتون
په هرات ولایت کې د سرطان د درملنې روغتون

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په کابل کې د سرطان د درملنې ۲۰۰ بستریز روغتون لپاره د روغتیا له نړیواله سازمانه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ د (فبرورۍ۱۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ويلي، په هغې ناسته چې ښاغلي جلالي او د افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان مشر سنیزا سالوادور په کې ګډون درلود، د دې روغتون د فعاله کیدو، د روغتون د تجهیزاتو او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړیدو په اړه خبرې اترې شوي دي.

تمه ده په کابل کې د سرطان د درملنې ۲۰۰ بستریز روغتون په نژدې راتلونکې فعال شي، خو د عامې روغتیا وزارت د دې روغتون د فعاله کیدو د دقیق وخت په اړه څه نه دي ویلي.

د شمیرو له مخې، د ۲۰۲۴ کال تر پایه په ټول افغانستان کې ۵۰۰ زره کسان په سرطان اخته شوي وو.

په افغانستان کې د سرطاني ناروغي د تشخص او درملنې د وسایلو کمښت د دې سبب شوی چې په دې ناروغۍ اخته کسان پاکستان ته د درملنې لپاره لاړ شي

د پاکستان له زندانونو ۶۳ افغان کډوال ازاد او افغانستان ته راستانه شوي دي

د طالبانو په واک کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، ۶۳ افغان کډوالو د پاکستان له زاندنونو ازاد او افغانستان ته راستانه شوي دي.

دې وزارت د پنجشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، د راخوشي شویو کسانو ۱۵ تنه یې د څلورو کورنیو غړي دي.

وړاندې راغلي، دا افغانان د قانوني اسناد د نه درلودو له کبله نیول شوي او له دوه تر شپږ ورځو د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې زندانیان وو.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د نیولو بهیر کړند کړی دی.

که څه هم پاکستاني چارواکي وايي، دوی یوازې هغه افغانان نیسي چې په دې هېواد کې د پاتي کیدو قانوني اسناد نه لري، خو افغان کډوال دا خبره ردوي او وايي، پاکستاني پولیس هغه افغان کډوال هم نیسي چې قانوني اسناد ولري.

ملا برادر په دوحه کې د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر د قطر په پلازمینه دوحه کې د دې هېواد له بهرنیو چارو وزیر محمد بن الرحمن ال ثاني سره کتلي دي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د پنجشنبې په ورځ د (فبرورۍ په ۱۳مه) پر خپلې ایکس پاڼې ویلي، په دې کتنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، اقتصادي مسایلو او د قطر د حکومت او خصوصي سکتور له لورې په افغانستان د پانګونې په اړه خبرې شوي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په کتنه کې د افغانانو پر شته ستونزو خبرې شوي او د قطر د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې د افغانانو ملاتړ ته به دوام ورکوي.

قطر له هغوو ګوتو په شمیر هېوادونو څخه دی، چې د طالبانو د حکومت لوړپورې چاروکې ورته وخت ناوخت سفرونه کوي او دې ډلې سیاسي دفتر هم د قطر په پلازمینه دوحه کې دی.

پاکستان او ترکیې په خپل منځ کې د همکارۍ ۲۴ موافقې لاسلیک کړې

پاکستان ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر په لړ کې د دوو هیوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو ۲۴ موافقې او د تفاهم یادښتونه لاسلیک شول.

دواړو هیوادونو نن (پنشجنبې) په خپل منځ کې د ستراتیژیکو اړیکو د لا پیاوړتیا اعلامیه هم لاسلیک کړه.

د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمنځ په لاسلیک شویو موافقو او یادښتونو کې د پوځي او ملکي هیتونو تبادله، د هوايي ځواکونو د الیکترونیکي جګړې همکاري، د پوځي روغتیا په برخه کې روزنه او همکاري، د هایډروکاربن په برخه کې د همکارۍ په تړون کې بدلون، کان‌کيندنه، د انرژۍ انتقال، د اوبو سکتور، کرنیز تخمونه، صنعت، روغتیا، درمل جوړونه او ګڼ شمېر نورې برخې شاملې دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته په دوه ورځیني سفر لاړ.

ده د دې سفر په لړ کې د پاکستان له ولسمشر او صدراعظم سره جلا جلا ولیدل.

د اسراییل پوځ د حماس د ګواښ په غبرګون کې احتیاطي سرتېري وروبلل

د اسراییل پوځ د دې لپاره احتیاطي سرتېري وروبلل، چې که د حماس افراطي ډله د اسراییلي یرغمل شوو د خوشي کولو بهیر ودروي، دوی د جګړې بیا بیلولو ته چمتو وي.

اسراییل خبرداری ورکړی، که نوې جګړه پیل شي، «سخته» به وي.

له تېرو ۳ اوونیو راهیسې د اوربند دوام ته د خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي.

اسراییل د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) د احتیاطي سرتېرو د وربللو پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې حماس اعلان وکړ، دوی به د اسراییل او امریکا «ګواښونو» ته تسلیم نه شي. د اوربند د موافقې له مخې به د اسراییلي یرغمل شوو د خوشې کولو پر سر فشار ونه مني.

امریکا او ډېری لوېدیځ هېوادونه حماس یوه ترهګره ډله بولي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې ټول اسراییلي یرغمل شوي باید د شنبې تر غرمې خوشي شي، کنه نو د غزې د اوربند تړون باید لغوه شي.

په جرمني کې په موټر ۲۸ تنه لارویان ټپیان کړل

د پېښې ځای
د پېښې ځای

د جرمني په مونشن ښار کې یوه موټر چلوونکي خپل موټر پر لارویانو وروستی دی چې له کبله یې لږ تر لږه ۲۸ تنه ژوبل شوي دي.

اسوشیتید پریس د جرمنی پولیسو له قوله لیکلي چې پیښه نن سهار شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې مونشن ښار کې د خدماتي کارګرانو د اتحادیې له خوا د لاریون پر مهال شوې ده.

د جرمني پولیسو پر ایکس/ پخوانی ټویټر کی لیکلي چې موټر چلوونکی یې نیولی او د پیښې په اړه پلټنې کوي.

د جرمني پولیسو په وینا نیول شوی شکمن کس یو ۲۴ کلن دی او اصلاً افغان پناه غوښتونکی دی.

د مونشن ښاروال ډیتر ریټر رسنیو ته وویل چې هغه د پیښې له امله اندیښمن دی. د هغه په وینا ماشومان هم د ټپیانو په ډله کې شامل دي.

دا پیښه په جرمني کې په داسی حال کې کیږیي چې ټاکل شوې ده د مونشن امنیتي کنفرانس د جمعې په ورځ پیل شي او د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر جي ډي وینس او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي به په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره نن ناوخته دې هیواد ته ورسیږي.

د خبریالانو مرکز په افغانستان کې د رسنیو محدودیتونه بې ساري وبلل

Afghanistan - Mixer in a Radio station in Afghanistan, undated
Afghanistan - Mixer in a Radio station in Afghanistan, undated

د افغانستان د خبریالانو مرکز د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې د راډیوګانو د کار په برخه کې محدودیتونه په بې ساري ډول زیات شوي او د راډیوګانو یو شمېر کارکوونکي په زندانونو کې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې تېر کال، لږ تر لږه د اوو راډیوګانو دفترونه تړل شوي دي، چې له دې ډلې دریو یې لا تر اوسه د بیا پرانستلو اجازه نه ده ترلاسه کړې، او د دوو آزادو راډیوګانو د کارکوونکو په شمول شپږ تنه اوس مهال د طالبانو په بند کې دي .

یاد مرکز له طالبانو غوښتنه کړي چې د افغانستان له رسنیو قانون سره سم د رسنیو او خبریالانو د آزادۍ او کار درناوی او ملاتړ وکړي، او د رسنیو کارکوونکي چې په بند کې دي خوشې کړي او تړل شوي راډیو سټیشنونه بیرته پرانیزي.

په م.م کې د افغانستان استازی په طبي موسسو کې د نجونو پر بندیز اندېښنه وښوده

(FILES) Afghan female students studying health studies walk along a street in Kabul on December 3, 2024.
(FILES) Afghan female students studying health studies walk along a street in Kabul on December 3, 2024.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي سرپرست نصیر احمد فایق خبرداری ورکړی چې د افغانستان په طبي موسسو کې د ښځو او نجونو د زده کړو بندیز د هیواد روغتیايي سیستم نور هم خراب کړی دی.

د چهارشنبې په ورځ، د فبروري په ۱۴مه، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ټولنیزې پراختیا کمیسیون په ۶۳مه غونډه کې، ښاغلي فایق د نجونو او ښځو د تعلیم، روزنې او کار په اړه د طالبانو محدودیتونو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې کله د یو هیواد نیمایي نفوس له زده کړو محرومه شي، نو هیڅکله هم پرمختګ نه شي کولی.

هغه زیاته کړه، ښځې تل په افغانستان کې د صحي سکتور د ملا تیر وې.

ملګرو ملتونو مخکې ویلي و چې د افغانستان په طبي موسسو کې د ښځو او نجونو د زده کړو بندیز به په هیواد کې ملیونونه ښځې او نجونې له روغتیايي خدماتو څخه بې برخې کړي.

ټرمپ: د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره مې له پوتین سره خبرې کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر پوتین د یوې پخوانۍ لیدنې پر مهال- عکس له ارشیف اخیستل شوی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر پوتین د یوې پخوانۍ لیدنې پر مهال- عکس له ارشیف اخیستل شوی.

امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د دلوې ۲۴مه اعلان وکړ چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې له د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې کړې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ کې په یو پوست کې لیکلي: "موږ موافقه وکړه چې زموږ ټیمونه به سمدستي خبرې اترې پیل کړي، او زه به د اوکراین له ولسمشر زیلیسکي سره اړیکه ونیسم څو هغه د دې خبرو له جریان څخه خبر کړم. دا هغه کار دی چې زه یې همدا اوس ترسره کوم."

کرملین ویلي چې پوتین او ټرمپ نږدې یو نیم ساعت د تلیفون له لارې خبرې کړې دي.

د کرملین د معلوماتو له مخې، دواړو مشرانو موافقه کړې چې سره وویني.

د کرملین د اعلامیې له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې د ورځې په تلیفوني خبرو کې ټرمپ ته ویلي چې د "سوله‌ییزو مذاکراتو" له لارې د اوکراین جګړه پای ته رسېدای شي.

د کرملین په وینا، دواړو لوریو موافقه وکړه چې د اوږدمهاله هوکړې لپاره سوله‌ییز مذاکرات ترسره شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG