افغانستان
دفاع وزارت تېرکال کې له ۶میلیارده افغانیو زیاته سپما کړې
د افغانستان دفاع وزارت وايي، تېر کال یې د دغه وزارت په قراردادونو کې له شپږ میلیاردو افغانیو زیاتې سپما کړي دي.
د دفاع وزارت د مادي او لورژیستکي تامنیاتو مرستیال غلام سخي احمدزي نن په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل چې د یوې منظمې کړنلارې له مخې یې په قراردادونو کې د اختلاص مخه نیولې ده.
ښاغلي احمدزي دغه شان وویل چې د فساد د مخنیوي په هدف به تر راتلونکو شااوخوا دوو میاشتو پورې د ملي اردو د ټولو منسوبنو وسلې ثبت او راجسټر شي.
ملي دفاع وزارت په داسې حال کې د فساد د مخنیوي خبره کوي چې څه موده مخکې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتونو ځانګړي مفتش ویلي و چې اداري فساد او د مشرتابه کمزورتیا تر اوسه هم د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې جدي ستونزه ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اوچا: افغانستان لاهم په نړۍ کې د مېندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وايي،"افغانستان لاهم په نړۍ کې د مېندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري".
اوچا نن سه شنبه په یو راپور کې ویلي،" د دوی د ارزونو له مخې په ۲۰۲۴کال کې په هرو ۱۰۰زرو زیږونونو کې ۶۳۷ مېندو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی".
د اوچا په خبره، دا شمیر په اسیا کې تر ټولو لوړ او په نړۍ کې اووم لوړ شمیر دی.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې په ټکو، په روان کال کې نژدې ۱۱میلیونه نجونې او ښځې بشري مرستو ته اړمنې دي.
د راپور له مخې، د روغتیايي کارکوونکو کمښت، روغتیايي خدمتونو ته د ښځو محدود لاسرسی او د ولادت پرمهال د مور او ماشوم د روغتیا لپاره د لازمو دواګانو نشتون د مور او ماشوم د مړیني لوی لاملونه دي.
سپین غر پړانګانو لوبډلې بست ساتونکو ته ماتې ورکړه
سپین غر پړانګانو لوبډلې بست ساتونکو ته ماتې ورکړه.
سپینغږ لوبډله واتونیده د ۱۴۴ منډو هدف په ۱۷ام اور کې د څلور لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کړي.
دغه لوبه د خوست ولایت په مسرور کرکټ لوبغاړي کې ترسره شوه.
د شپږیزې لیګ د یولسم پړاو بله لوبه د مس عینک اتلانو او د بندامیرښامارانو لوبډلو ترمنځ ده.
د اختلافاتو ردېدل؛ د طالبانو لوی درستیز وايي جمعه فاتح کابل ته راځي
افغانستان کې د طالبانو د حکومت لوی درستیز فصیحالدین فطرت وایي، د طالبانو حکومت او په بدخشان کې د دغه ډلې د یوه سیمهییز قوماندان جمعه خان فاتح ترمنځ "هېڅ ډول اختلاف" نهشته.
فصیحالدین فطرت کورنیو رسنیو سره په خبرو کې هغه راپورونه چې ګواکې د جمعه خان فاتح او د طالبانو د مشرتابه ترمنځ اختلاف شته، د رسنیو "تبلیغات" وبلل.
تر دې وړاندې، د جمعه خان فاتح او د طالبانو د مشرتابه ترمنځ د اختلاف او کړکېچ د زیاتېدو راپورونه خپاره شوي وو.
وروسته د طالبانو دفاع وزارت اعلان وکړ چې دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد، بدخشان ولایت ته سفر کړی دی.
همدارنګه، په ځینو رسنیو کې نا تأیید شوي راپورونه خپاره شوي وو چې د طالبانو یو پلاوی د جمعه خان فاتح سره د خبرو لپاره بدخشان ته تللی دی.
فصیحالدین فطرت ویلي، جمعه خان فاتح د کورنیو ستونزو له امله ونهتوانېد چې د زابل ولایت د مرستیال والي په توګه خپله دنده پیل کړي، خو د ده په وینا، ځینو رسنیو دا موضوع داسې انځور کړه چې ګواکې نوموړی د طالبانو له نظام سره اختلاف لري.
د هغه په خبره، ټاکل شوې چې جمعه خان فاتح ډېر ژر کابل ته ولاړ شي.
تر دې وړاندې هم د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو په اړه نا تأیید شوي راپورونه خپاره شوي، خو طالب چارواکو څو ځله دا ډول راپورونه رد کړي دي.
"د ځان وژنې شپږمه هڅه"؛ افغانه سیاسي بندي له اوېن زندان روغتون ته لېږدول شوې
د ههنګاو د بشري حقونو سازمان وايي، د ایران د اوېن په زندان کې افغانه سیاسي بندۍ حمیرا شریفي، له نیول کېدو راهیسې د ځان وژنې له شپږمې هڅې وروسته روغتون ته لېږدول شوې ده.
د دغه سازمان د دوشنبې ورځې خبرپاڼې وویل مېرمن شریفي د جولای په ۱۰مه ماښام د ښځو په زندان کې د پاک کوونکې مایع په څښلو د ځان وژنې هڅه کړې ده.
د راپور له مخې، هغې د نیول کېدو راهیسې لږ تر لږه شپږ ځله د سختو رواني فشارونو او د اغېزناکو روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له امله د ځان وژنې هڅه کړې ده.
حمیرا شریفي په دې وروستیو کې د ایران یوې محکمې په پنځه کاله بند محکوم کړې ده.
پر هغې لګېدلي تورونه او د هغې محکمې نوم چې دا حکمیې صادر کړی، تر اوسه نهدي اعلان شوي.
حمیرا شریفي چې د افغانستان تبعه او د هویت له رسمي اسنادو بېبرخې ده، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ میاشتې د اعتراضونو پر مهال په تهران کې نیول شوې وه.
ههنګاو یوه اوونۍ مخکې ویلي و چې ایران په یوه میاشت کې ۱۰۹ بندیان اعدام کړي چې پنځه تنهیې د افغانستان اتباع وو.
د بشري حقونو بنسټونو په وار وار له ایراني چارواکو غوښتي چې د اعدام سزا، په ځانګړي ډول د بهرنیو اتباعو پر وړاندې، ودروي او تورنو کسانو ته د وکیل، ژباړن او عادلانه محاکمې حق تضمین کړي.
UNHCR: د ۲۰۲۶ کال ترپایه به له دوه ملیونه زیات افغانان بیرته خپل هیواد ته راستانه شي
د ملګروملتونو د کډوالولوی کمیشنرۍ UNHCR وایي، اټکل کیږي چې د روان ۲۰۲۶ کال ترپایه پورې به له دووملیونو تردونیمو ملیونو پورې نور کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شي چې دا به په دې هیواد کې پر روان بشري وضعیت فشارلازیات کړي.
د افغانستان لپاره د UNHCR د څانګې ویاند چارلي ګوډلیک له الجزیره ټلویزیون سره په یوه مرکه کې چې نن دوشنبې د چنګاښ په ۲۲ د UNHCR په ایکسپاڼه کې خپره شوې ویلي چې په وروستیو درېو کلونو کې شپږ ملیونه افغانان له بهرنیو هیوادونو بیرته هیواد ته ستانه شوي چې یوازې یوملیون یې په روان کې وو.
د هغه په خبره افغانستان چې د بشري حقونو په ځانکړې توګه د نجونو او ښځو د حقونو په ګډون له سختو بشري او اقتصادي ننګونو سره مخامخ دی او د هیواد نژدې نیمایي نفوس په یوډول په بشري مرستو پورې تړلی، نشي کولای چې په خپلو ټولنو کې د دومره زیات شمیر کډوالو د ځای پرځای کولو چارې په سمه توګه مخ ته یوسي.
دغه ویاند یوځل بیا د زیانګالو د لاسنیوي لپاره د کافي بودیجې د نشتوالي خبره وکړه او ویې ویل چې تراوسه د هغې بودیجې چې دې کمیشنیرۍ په روان کال کې د افغانستان لپاره غوښتنه کړې، یوازې ۲۵ سلنه یې تامین شوې ده.
هند افغان محصلانو ته زر انلاین تحصیلي بورسونه ورکوي
هند اعلان کړی چې د افغانستان محصلانو ته به زر انلاین تحصیلي بورسونه برابر کړي.
د هند د کلتوري اړیکو شورا (ICCR) د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۱مه، په ایکسپاڼه کې د یوه بیان په خپرولو سره اعلان وکړ چې دغه بورسونه د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ تحصیلي کال لپاره ځانګړي شوي دي. د دې پروګرام له مخې، متقاضیان کولای شي په انلاین ډول د مدیریت، سوداګرۍ، کمپیوټر ساینس، هنر او یو شمېر نورو برخو کې د هند په معتبرو پوهنتونونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د اعلان له مخې، د دغو بورسونو لپاره د نوم لیکنې بهیر د جولای له ۱۵مې (د چنګاښ ۲۴مې) پیلېږي او د جولای تر ۲۴مې (د زمري تر ۲مې) به دوام وکړي.
دغه بورسونه د تحصیل د فیسونو، نوم لیکنې، ازموینو او د فراغت سند د صادرولو بشپړ لګښتونه تامینوي.
هند په داسې حال کې د افغانستان محصلانو لپاره د دغو زر انلاین بورسونو د برابرولو خبر ورکوي چې نږدې پنځه کاله کېږي په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي دي او ښځینه محصلانې هم په پوهنتونونو کې د زده کړو له دوام څخه منع شوې دي. دې وضعیت زرګونه نجونې دې ته اړې کړې دي چې د زده کړو د دوام لپاره انلاین تعلیمي پروګرامونو او انلاین پوهنتونونو ته مخه کړي.
امریکا ظاهر قدیر د مخدره موادو او وسلو د کاروبار په تور نیولی خو د هغه کورنۍ وايي چې تورونه یې سیاسي دي
د ظاهر قدیر ورور قهار قدیر وايي چې په ورور باندې یې لګېدلي تورونه سیاسي او غیرعادلانه دي.
عبدالظاهر قدیر چې پخوا د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال و د جمعې په ورځ له کینیا امریکا ته انتقال شوی.
د امریکا عدلیې وزارت د لوی څارنوال تاد بلانچ په حواله لیکلي: «په داسې حال کې چې عبدالظاهر قدیر ځان د افغانستان د یوه سیاسي مشر په توګه معرفي کاوه احتمالاً یې د یوه جرمي تشکیل رهبري کوله او د خطرناکه او روږدوونکو مخدرو او درنو وسلو په کاروبار لګیا و»
خو عبدالقهار قدیر په خپله فیسبوک پاڼه زیاته کړې چې عدالت باید د حقایقو، شواهدو او قانون په اساس تامین شي نه د سیاسي فشار له لارې.
ظاهر قدیر د ۲۰۲۵ کال په مې کې د کینیا په پلازمینه نایروبي کې نیول شوی و او تر څه باندې یو کال وروسته امریکا ته ولیږدول شو.
دی د جمعې په ورځ په نیویارک کې محاکمې ته حاضر کړای شو چېرته چې پرېکړه وشوه تر بلې محکمې په بند کې وي.
که چېرته په هغه لګېدلي تورونه ثابته شي لږ تر لږه په لس کاله بند محکومېدی شي.
طالبان: حکمي، معنوي او حقیقي اشخاص له دې وروسته د خپلو عایداتو لس سلنه مالیه ورکوي
د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت پر حکمي، معنوي او حقیقي اشخاصو لس سلنه مالیات راکم کړي دي.
د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن په کابل کې په یوې خبرې ناسته کې د دغو مالیاتو د کمیدو خبر ورکړ.
د مالیې وزارت د نوې پریکړې له مخې،" له کانونو پرته نور ټول معنوي او حکمي اشخاص، روغتونونه او روغتیایي مرکزونه اړ دي چې د خپلو عایداتو لس سلنې مالیه حکومت ته ورکړي".
دا ټاکلې اندازه له دې مخکې شل سلنه وه.
د طالبانو د حکومت مالیه وزارت د هغوو کسانو مالیه هم دې وروسته معافوي چې کلنۍ عاید يې ۱۲۰ زره افغانۍ وي.
پخوا دا اندازه ۶۰ زره افغانۍ وه.
مالیې وزارت د ملکیتونو د لېږد مالیه هم له یو سلنې صفر اعشاریه پنځه سلنې ته راښکته کړې ده.
سلام حنفي د مالیاتو کمیدل د خصوصي سکتور وده او د خلکو د ژوند د شرایطو بهتره کیدل یاد کړل.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره: د هیواد نفوس ۳۷،۲ ملیونو ته رسیدلی
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د هیواد نفوس ۳۷،۲ ملیونو ته رسیدلی چې دا د تیرکال په پرتله ۲،۲ سلنه زیاتوالی ښیي.
د دې ادارې ویاند محمد حلیم رفیع ویلي چې د ټول نفوس۵۱ سلنه نارینه او ۴۹ سلنه یې ښځې جوړوي. دغې ادارې د افغانستان د وګړو شمیر د جولای د یولسمې د نفوسو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپورکړی خو هغه د ملګروملتونو د نفوسو د ادارې له شمیرو سره توپیرلري. دغې ادارې تیر۲۰۲۵ کال د افغانستان د نفوسو شمیرڅه کم ۴۴ ملیونه ښودلی خو د ملګروملتونو د اټکل له مخې د روان ۲۰۲۶ کال ترنیمایي پورې د افغانستان د نفوسو شمیر۴۵ ملیونو ته رسیدلی.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې په خبره شاوخوا ۷۰ سلنه وګړي، چې نږدې ۲۶ میلیونه کسان کېږي، په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي، په داسې حال کې چې ۲۶ سلنه یعنې ۹،۸ میلیونه کسان په ښاري سیمو کې مېشت دي او پاتې ۴ سلنه یې کوچيان دي.
کابل لا هم د هېواد تر ټولو ګڼ مېشتی ولایت دی، چې نفوس یې ۶،۴ ملیونه ښودل شوی. ورپسې هرات د شاوخوا ۲و۴ میلیونه اوسېدونکو په لرلو سره دویم تر ټولو ګڼ مېشتی ولایت بلل کېږي.
د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش په یوه بیان کې ټینګارکړی چې ځوانان د نړۍ د نفوسو لویه برخه جوړوي او د بشر راتلونکې هم په دې پورې تړلې چې د هغوی پر روزنې، روغتیا، کار او پیاوړتیا څومره پانګونه کیږي. افغانستان هم یو له هغو هیوادونو دی چې د نفوس زیاته برخه یې ځوانان دي.
ظاهر قدیر د نشهيي مواد او وسلو د قاچاق په تور د امریکا فدرال محکمه کې حاضر شوی
د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام د ولسي جرګي پخوانی مرستیال مشر عبدالظاهر قدیر چې د نشهيي توکو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه ساتنې په تور نیول شوی و، امریکا ته وسپارل شو.
د امریکا د عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي،" ظاهر قدیر د جمعې په ورځ د نیویارک یوې فدرال محکمه کې حاضر شوی و او پریکړه شوې چې د محکمې تر مهاله به په توفیف کې ساتل کیږي".
ښاغلی قدیر د ۲۰۲۵کال په مې میاشت کې د کېنیا په پلازمینه نایروبي کې له یوه هوټله ونیول شو.
د امریکا د عدلیې وزارت وايي" عبدالظاهر قدیر په افغانستان کې یوه جنايي شبکه رهبري کوله، هغه د خطرناکو نشهيي موادو او درنو وسلو په قاچاق کې ښکیل و".
که پر ظاهر قدیر لګیدلي تورونه ثابت شي نو تر لسو کلونو پورې د زندان سزا یا لږترلږه د عمري بند سزا ورکول کېدای شي.