د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

ماشومتوب کې د هلک او نجلۍ په نوم کول کومې ستونزې راولاړوي؟


په ماشومتوب کې د نجلۍ او هلک په نوم کول نجونې له کومو ستونزو سره مخ کوي، د دې موضوع حل لارې څه دي او د شریعت له مخې دا موضوع څنګه ده؟

په افغاني ټولنه کې کله کله مور او پلار له خپلو ماشومانو سره په غیر مستقیم ډول تاوتریخوالی کوي، میندې او پلرونه ځینې وخت د خپلو شخصي ګټو، بې ځایه رواجونو او د دوستۍ پر اساس خپله وړه لور د مقابل لوري د زوی په نوم کو.

کله کله خو ان چې ماشوم د مور په نس وي د راتلوونکي ګډ ژوند په اړه یې تصمیم نیول کېږي چې په دغسې مواردو کې د هلک او نجلۍ د واده شرعي او قانوني حق په ښکاره ترپښو لاندې کېږي.

د واده اساسي شرط چې د جانبینو رضایت دی په نظر کې نه نیول ېیږي، کله چې هلک او نجلۍ ځوانان شي بیا نو د دود دستور له مخې مجبوره دي د مشرانو دا پریکړه چې دوی یې په باره کې چا نه دي پوښتلي په زوره ومني.

خو په را وروسته ژوند کې بیا دغه ښځه او مېړه د خپلو مشرانو د غلطي فیصلې له امله له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.

په دغسې مواردو کې مېرمن تر نارینه ډېر زیانمنه کېږي او د ژوند ترپایه له کړاوونو ډک ژوند تېروي:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:23 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG