افغانستان
ولسي جرګه د کندهار امنیه قوماندان عبدالرازق ته ستاینلیک ورکوي
د افغانستان ولسي جرګه د پاکستاني یرغل پر وړاندې له خپلې خاورې څخه د ښې ساتنې او دفاع په خاطر د کندهار امنیه قوماندان ته ستاینلیک ورکوي.
د دغې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې د جنرال عبدالرازق پر وخت اقدامات وستایل او هغهيې د تقدیر وړ وباله.
ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:
"عبدالرازق یو رښتینی جنرال او با همته قوماندان دی، د هغه په شتون کې د جنوب زون حوزه باامنه ده، عبدالرازق د پاکستان د بربنډ یرغل پر وړاندې له خپلې خاورې په مېړانه او قاطعیت سره دفاع وکړه، هغه د دې وړ دی چې د ولسي جرګې لهخوا وستایل شي."
د افغانستان مشرانو جرګې د یکشنبې د ورځې عمومي غونډه کې له افغان حکومته وغوښتل چې سپینبولدک ولسوالۍ کې له پاکستان سره د ډيورند کرښې په اوږدو کې د راولاړو شویو ستونزو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وړاندې کړي.
افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو د تېرې جمعې په ورځ په سپینبولدک ولسوالۍ کې د ډېورند کرښې په اوږدو کې په خپلو کې نښته وکړه چې دواړو لورو ته پهکې مرګ ژوبله هم واوښته.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د شمال زلزلې تر ۱۳۰۰ ډېر کورونه نړوالي
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په یوه تازه راپور کې ویلي چې د روانې اوونۍ ۶.۳ ریښتره زورورې زلزلې د افغانستان په شمال کې تر ۱۳۰۰ زیات کورونه وران کړي او لږ تر لږه ۲۶ کسان یې وژلي او ۱۱۷۲نور یې ټپیان کړي دي.
د راپور له مخې، تر ټولو سخت زیانمن شوي ولایتونه سمنګان او بلخ دي، چې خلکو ته د ډېرې مرګژوبلې ترڅنګ مالي تاوانونه هم زیات اوښتي دي. یوازې په سمنګان ولایت کې، د ایبک په ولسوالۍ کې ۵۹۵ کورونه، په فیروز نخچیر کې ۳۰۶، او په خُلم کې ۲۸۴ کورونه ویجاړ شوي دي.
د روغتیا نړیوال پروګرام ویلي چې د سمنګان د ولایتي روغتون، د بازار سوخته ولسوالۍ روغتون، او د دغه سازمان په ملاتړ د بلغالي د لومړنۍ روغتیا کلینیک په شمول ۲۱ روغتیایي تاسیسات زیانمن شوي دي.
راپور زیاتوي چې د بیړني غبرګون ډلې د روغتیا نړیوال سازمان او نورو بشري شریکانو په ملاتړ ژر تر ژره اغېزمنو سیمو ته واستول شوې چې د ټپیانو د درملنې ترڅنګ، بیړني توکي او او رواني ملاتړ برابر کړي.
پاکستان په استانبول کې طالبانو ته یو طرحه وړاندې کړې
په استانبول کې د طالبانو او پاکستان حکومت د استازیو د خبرو نن دوهمه ده.
دا دریم پړاو خبرې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب پرون پیل شوې. د دې خبرو په لومړۍ ورځ افغان طالبانو پاکستان تورن کړ چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالي باندې یې ډزې کړې دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وروسته دا تور رد کړ او ویې ویل چې طالبانو د دوی پر ځواکونو حمله کړې وه او دوی ځوابي ډزې کړې دي.
بل لور ته یو شمیر سرچینو ویلي دي چې په استانبول کې د پرونیو خبرو پرمهال پاکستاني لورې طالبانو ته یوه طرحه وړاندې کړې ده چې تراوسه د دې طرحې جزییات نه دې رسنیز شوي.
د طالبانو او پاکستان حکومتي پلاویو ترمنځ دوهم پړاو خبرې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، په هغو خبرو کې موافقه شوې وه چې اوربند به دوام کوي او بل پړاو خبرې به د نومبر په شپږمه پیلیږي.
د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله له مراکش سره مخامخیږي
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله سبا د اسلامي هیوادونو د پیوستون سیالیو په ترڅ کې له مراکش سره مسابقه وکړي.
دا لوبې د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې روانې دي.
افغان لوبډله په ( ب) ګروپ کې له تاجکستان، مراکش او ایران سره یوځای شوې ده. تاجکستان ته یې نهه د پنځو په وړاندې ماتې ورکړې ده، له ایران سره یې پرون لوبه دوه د دوو په مقابل کې مساوي کړه.
د اسلامي پیوستون لوبو په ترڅ کې د اووه پنځوس اسلامي هیوادونو څه باندې درې زره لوبغاړي په نولس بیلابیلو ورزشي څانګو کې سیالۍ سره کوي.
د افغانستان او ایران د فوتسال د ملي لوبډلو لوبه مساوي شوه
د افغانستان او ایران د فوتسال د ملي لوبډلو لوبه نن دوه د دوو په وړاندې مساوي شوه.
دا لوبه د اسلامي هیوادونو د پیوستون په نوم د سیالیو په ترڅ کې ترسره شوه چې د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کې روانې دي.
په دې سیالیو کې افغانستان د سې شنبې په ورځ تاجکستان ته نهه د پنځو په مقابل کې ماتې ورکړه.
افغانستان په ( بې) ګروپ کې له تاجکستان، مراکش او ایران سره یوځای شوی دی.
د فرانسې چارواکي: هغه تورن کس چې پر خلکو یې موټر وروست، یو بنسټپال دی
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر نن وویل، هغه کس چې خپل موټر یې د فرانسې په لویدیځ کې پر خلکو وروست، په دې تورن دی چې بنسټ پاله دی.
لوران نونه زیاته کړه چې دغهَ پنځه دیرش کلن برید کوونکي د حملې پرمهال الله اکبر شعار ورکاوه، خو لاهم یو مخ څرګنده نه ده چې د چهارشنبې د ورځې دا برید دیني انګیزه لري که نه.
د اولرون په ټاپو کې د دې حملې له امله پنځه تنه ټپیان شوې دي چې د دوو کسانو وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ دریم پړاو خبرې پيل شوې
د طالبانو او د پاکستان د حکومتونو د استازیو ترمنځ په استانبول کې دریم پړاو خبرې پيل شوې.
دا خبرې د دوو ورځو لپاره پلان شوې دي او ځیني سرچینې خبر ورکوي که چیرته اړتیا وه؛ ښایي نورې هم تمدید شي.
د طالبانو د پلاوي مشري د دوی د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د پاکستاني پلاوي مشري د هغه هیواد د استخباراتو رییس عاصم ملک کوي.
د طالبانو او پاکستان حکومتي پلاویو ترمنځ دوهم پړاو خبرې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، په هغو خبرو کې موافقه شوې وه چې اوربند به دوام کوي او بل پړاو خبرې به د نومبر په شپږمه پیلیږي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د تیرې میاشتې تر نښو وروسته د دواړو لوریو د استازیو ترمنځ لومړی ځل د اکتوبر په یولسمه په دوحه کې خبرې شوې وې چې هغو خبرو د استانبول غونډو ته لار پرانیسته.
په استانبول کې د طالبانو او پاکستان خبرې پيلیدونکې دي
د طالبانو او پاکستان حکومت د پلاویو ترمنځ د خبرو درېیم پړاو نن د ترکیې په استانبول ښار کې پیلېږي.
د طالبانو د پلاوي مشري د دوی د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د پاکستاني پلاوي مشري د هغه هیواد د استخباراتو رییس عاصم ملک کوي.
د طالبانو او پاکستان حکومت د پلاویو ترمنځ دوهم پړاو خبرې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، په هغو خبرو کې موافقه شوې وه چې اوربند به دوام کوي او بل پړاو خبرې به د نومبر په شپږمه پیلیږي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د تیرې میاشتې تر نښو وروسته د دواړو لوریو د استازیو ترمنځ لومړی ځل د اکتوبر په یولسمه په دوحه کې خبرې شوې وې چې هغو خبرو د استانبول غونډو ته لار پرانیسته.
ملګري ملتونه: په افغانستان کې سږکال د کوکنارو کښت کم شوی
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر وایي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی دی. د دې ادارې د بیان له مخې چې نن ( د لړم ۱۵ مه) خپور شو دا هم ویل شوې دي چې د اپینو تولید او د اپینو له خرڅلاو څخه د بزګرانو عاید هم کم شوی، او د مصنوعي مخدره توکو، په ځانګړې توګه میتامفیتامین تولید او قاچاق کې زیاتوالی راغلی دی.
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر موندنې ښیي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۲۰ سلنه کم شوی دی.
دا اداره زیاتوي چې سږ کال په شاوخوا ۱۰۲۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي. د بیان له مخې، وړم کال کې په ۱۲۸۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي و.
د بیان له مخې د اپینو له درکه سږکال بزګرانو یوسل او څلور دیرش میلیونه ډالر ګټلي، په داسې حال کې چې پروسږکال دوی دوه سوه شپيته میلیونه ډالر ګټه کړې وه.
په بنګله دیش کې د انتخاباتي کمپاین له پیلیدو سره سم برید شوی
د بنګله دیش چارواکو نن وویل چې وسله والو د یوې سیاسي ډلې پر غونډه برید کړی او یو تن یې وژلی دی.
فرانس پریس اژانس خبر ورکړ چې په دې حمله کې چې پرون وشوه د انتخاباتو د یوه نوماند په شمول دوه تنه ټپيان شوي هم دي.
دا برید وروسته تر دې وشو چې د چهارشنبې په ورځ انتخاباتي مبارزې پيل شوې.
په بنګله دیش کې پروسږکال له پراخو مظاهرو وروسته چې له امله یې د شیخ حسینې حکومت نسکوره شو، دا لومړي انتخابات دي چې ټاکل شوې ده د فبروري په میاشت کې ترسره شي.
دوبرېنت: که د جرمني د تګ مستحق افغانان د تګ له هڅو لاس واخلي، نقدې پیسې ورکوي
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت وایي، پاکستان کې د جرمني د تګ په تمه بندو افغانانو ته یې وړاندیز کړی چې که د جرمني د تګ له هڅې لاس په سر شي، نقدې پیسې به ورکړي.
رویټرز اژانس پرون چهارشنبه ( د لړم ۱۴مه) لیکلي، د جرمني دغه اقدام د صدر اعظم فریدریش مرتس د محافظه کاره دولت د کډوالۍ ضد هڅو یوه برخه ده.
شاوخوا دوه زره افغانان چې جرمني ته د تګ مستحق بلل شوي، له کلونو راهیسې پاکستان کې بند پاته دي او د راپورونو له مخې ناوړه اقتصادي او ټولنیزو شرایطو کې ژوند کوي.
که څه هم معلومه نه ده چې جرمني دغو افغانانو ته له جرمني د لاس په سر کېدو په صورت کې د څومره پیسو ژمنه ورکړې، خو ځینو جرمني رسنیو "څو زره ایرو" یادې کړې دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي " دا منطقي ده که څوک جرمني ته د تګ امکان ونه لري، هغوی ته مالي امکانات برابر شي چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه یا دریم هېواد ته ولاړ شي".