د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

جګړو کې بورې شوې میندې کومې ستونزې ګالي؟


جنګ او جګړې هغه تباه کوونکي طوفان ته ورته دي چې انسانان، کورونه، ونې، بوټي، ملامت او سلامت ټول له ځانه سره وړي او د یوه هېواد مادي او معنوي هستي له خاورو سره خاورې کوي.

خو ډېر ناوړه تاثیرات یې بیا پر انسانانو محسوسیږي، په افغانستان کې نږدې درې لسېزې کیږي چې خرابو امنيتي شرایطو او جنګ‎جګړو ډېرې کورنۍ د غم په ټغر کېنولي او داسې ورځ نشته چې یوه افغانه کورنۍ دې قرباني ورنه کړي.

له بده مرغه د دې جنګ جګړو یو دروند بار ښځې وړي اوتر بل هر چا ښځې ډېرې زیانمنې شوي دي.

د هلمند اوسېدونکې ذالحجه چې مورنی صبر او زغم یې د ستایلو وړ دی، د افغانستان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې یې درې زامن له لاسه ورکړي او یو بل ټپي دی.

مېرمن ذالحجه وایي، د وژل شوو زامنو درد له یوې خوا او د کونډو او یتیمانو ناوړه وضعیت له بلې خوا دا ډېره ځورولې ده.

د بشپړ پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک ګېکاږۍ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:11 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG