د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۳

افغانستان

سرپل والي: صیاد ولسوالۍ کې د طالبانو د برید مخه نیول شوې

د سرپل والي وايي، د صیاد ولسوالۍ په یوه کلي کې د طالبانو ډله ییز برید مخه نیول شوې ده.

محمد ظاهر وحدت نن ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو نن له غرمې مخکې له دریو لارو د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ کلي حمله کړه چې د افغان پوځیانو له خوا یې سخت مقاومت وشو او مرګ ژوبله ور واوښته.

د سرپل د والي ظاهر وحدت په خبره افغان پوځیانو ته په جګړه کې زیان نه دی اوښتی خو د طالبانو له لوري قاري خیبر مشهور په معاذ له اتو نورو طالبانو سره وژل شوی او درې تنه یې ژوبل دي.

خپلواکو سرچینو په سیمه کې د دې جګړې او د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

وسله والو طالبانو هم تر اوسه د ور اوښتې مرګ ژوبلې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د طالبانو د حکومت پلاوی د ایکو سازمان په غونډه کې ګډون کوي

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر

د طالبانو د حکومت یو پلاوی د ایکو د اقتصادي همکارۍ د سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره آذربایجان ته تللی دی.

په یوه بیان کې چې د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت دفتر خپور کړی راغلي، یاد پلاوی چې په اقتصادي چارو کې د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملاعبدالغني برادر یې مشري کوي پرون د پلازمېنې باکو د حیدرعلي یوف نړیوال هوايي ډګر ته ورسېد.

د اقتصادي همکاریو د سازمان غونډه سبا او بل سبا (د چنګاښ ۱۲- ۱۳) په باکو کې جوړېږي. د طالبانو د اعلامیې له مخې د ایکو په غونډه کې د سوداګرۍ، د انرژۍ د لېږد، ترانسپورت او ترانزیت، کرنې او چاپېریال، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې او نورو مسایلو په اړه خبرې په پام کې دي.

په ایکو سازمان کې پر افغانستان سربېره ایران، ترکیه، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان، قزاقستان او آذربایجان غړیتوب لري.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، د مسکو د فارمټ راروانه غونډه په سپټمبر یا اکتوبر کې جوړېږي

ضمیر کابلوف د طالبانو د پلاوي له مشر شهاب الدین دلاور سره، مسکو د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر ۲۰مه
ضمیر کابلوف د طالبانو د پلاوي له مشر شهاب الدین دلاور سره، مسکو د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر ۲۰مه

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د افغانستان په اړه د مسکو د فارمټ بله غونډه به په راروانه سپټمبر یا اکتوبر میاشت کې جوړه شي.

ښاغلي کابلوف تاس خبري آژانس ته ویلي دي چې د دې غونډې د جوړېدو دقیقه نېټه تراوسه معلومه نه ده خو هغه یادونه کړې چې دا غونډه به له دود سره سم حتما جوړېږي.

کابلوف دا څرګندونې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګروملتونو په نوښت د افغانستان په اړه د مشورتي غونډې له جوړېدو وروسته وکړې.

د مسکو د فارمټ شپږمه غونډه د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۴مه د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان په ګډون په مسکو کې جوړه شوې وه او د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي هم ګډون پکې کړی و.

په دوحه کې د خصوصي سیکتور د ملاتړ او له مخدرو موادو سره د مبارزې د کاري ډلو غونډه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د دوشنبې په ورځ د قطر په دوحې کې د خصوصي سیکتور د ملاتړ او له مخدره موادو سره د مبارزې په اړه د کاري ډلو غونډه پیل کړه.

دا دوه ورځنۍ تخنیکي غونډه د تیر کال د جولای د غونډې د تعقیبي اقداماتو او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د وړاندې شويو سپارښتنو په رڼا کې ترسره کېږي. په غونډه کې د افغانستان واکمنو طالب چارواکو، غړو هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او متخصصانو ګډون کړی او د دې برخو د پرمختګونو او راتلونکو لومړیتوبونو ارزونه کېږي.

په فرانسه کې ۷ افغانان او ۲ عراقیان د انساني قاچاق په تور محکوم شول

د فرانسې یوې محکمې د دوشنبې په ورځ اووه افغانان او دوه عراقي کوردان د بیړۍ د چپه کېدو د هغې پېښې په تور په ۷ او ۸ کاله بند محکوم کړل چې له کبله یې څو تنه پناه غوښتونکي مړه شول.

یاده کوچنۍ کښتۍ د ۲۰۲۲ کال د دسمبر د څوارلسمې نېټې په سهار له فرانسې څخه خوځېدلې وه، چې پکې د افغانستان، البانیا، هند او سینیګال وګړي سپاره ول.

په دې پېښه کې، چې د بریتانیا له ساحله څو کیلومتره لیرې وشوه، څلور کسان مړه او څلور نور ورک شول. له بې درکه شویو څخه یوازې د یوه تن جسد وموندل شو چې یو افغان نارینه وو.

ژغورونکو ۳۹ کسان له ډوبېدو وژغورل.

د فرانسې د لیل ښار محکمې درې کسانو ته د اتو کلونو بند سزا واوروله. په دوی کې یو افغان هم شامل و، چې محاکمه ‌یې په غیابي ډول ترسره شوه او نوموړی د قاچاق د عملیاتو اصلي طراح بلل شوی دی.

پاتې کسانو ته، چې پکې دوه افغان وروڼه هم شامل دي او د دې شبکې د تمویل په تور تورن دي، په اووه کاله بند محکوم شول.

یو بل کس به، چې دا مهال په بلجیم کې بندي دی، په یوه بله نېټه محاکمه شي.

فرانسوي څارنوالانو ویلي، د بریتانیا یوې محکمې لا دمخه یو سنګالی تنکی‌ځوان، چې کښتۍ ‌یې چلوله، په نهه کاله بند محکوم کړی دی.


د پلټنو له مخې، څو کسانو ویلي چې د کښتۍ له تګ مخکې ‌یې یو لوړ درز اورېدلی و، لکه کښتۍ چې سورۍ شوې وي.

د مهاجرت نړیوال سازمان: ایران یوازې په یوه میاشت کې تر ۲۳۰ زره ډېر افغانان ایستلي

د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د دوشنبې په ورځ وویل چې یوازې د جون په میاشت کې له ایران څخه تر ۲۳۰ زره ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې زیاتره یې په زور له ایران څخه ایستل شوي دي.

د راپورونو له مخې، په وروستیو اوونیو کې له ایرانه د افغانانو د ایستلو بهیر خورا چټک شوی، ځکه چې ایران ټولو بې اسناده افغان کډوالو ته د جولای تر شپږمې نیټې د وتلو ضرب‌الاجل ټاکلی دی.

خو د مهاجرت نړیوال سازمان وايي چې په جون کې د ایستل شویو افغانانو شمېر د ایران د حکومت د ضرب الاجل تر ټاکلې نېټې زیات دی.

د دې ادارې ویاند، عزیز آغا، پرون (دوشنبې) فرانس پریس خبري اژانس ته وویل: د جون له لومړۍ تر ۲۸ نېټې پورې، ۲ لکه ۳۳ زره۹۴۱ تنه له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي، چې د هغو په منځ کې یولکو ۳۱ زره,۹۱۲ کسان یوازې د جون د ۲۱ او ۲۸ ترمنځ په اوونۍ کې ثبت شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: «له جنورۍ را په دې خوا، ۶ لکه ۹۱ زره کسان افغانستان ته ستانه شوي، چې ۷۰ سلنه یې په زوره شړل شوي دي.»

د مهاجرت د نړیوال سازمان په وینا، د تېرې اوونۍ په ځینو ورځو کې دا شمېر تر ۳۰ زره کسانو پورې رسېدلی و.

د پاکستان کابینه سبا د افغان کډوالو د وتلو د نېټې په تمدید پرېکړه کوي

افغان کډوال پاکستاني پولیسو چاپیر کړی - عکس پخوانی دی
افغان کډوال پاکستاني پولیسو چاپیر کړی - عکس پخوانی دی

تمه کېږي چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د هستوګنې موده وغځوي.

پاکستان د پي او ار یا ثبت شویو افغان کډوالو ته مهلت ورکړی وو چې د جون تر دېرشمې له دې هېواد ووځي.

یوه پاکستاني چارواکو د نوم د نه یادولو په شرط اسوشیتید پرېس ته ویلي چې د افغان کډوالو د مودې د غځولو طرحه کابینې ته وړاندې شوې او تمه کېږي چې په دې اړه د سه شنبې په ورځ پرېکړه وشي.

په دې سره به د یو میلیون او څلورو لکو هغو افغانانو برخلیک معلوم شي چې له پي او ار کارتونو سره په پاکستان کې اوسیږي.

د پاکستان حکومت ویلي د هستوګنې د مودې د غځولو هدف دا دی چې دا افغان کډوال په با عزته خپل هېواد ته ستانه شي او له تګ مخکې وتوانیږي چې خپل کاروبارونه ټول او جایدادونه وپلورلی شي.

په پاکستان کې یو میلیون او څلور لکه افغانان د پي او ار او اته لکه کسان هم د اې سي سي کارتونه لري او پاتې نور شاوخوا یو میلیون افغانان د پاکستاني چارواکو په خبره په ناقانونه توګه هلته مېشت دي.

د ۲۰۲۳ له نومبر راهیسې څه باندې یو میلیون افغان کډوال له پاکستان ایستل شوي.

۷۵ افغان معلولینو ته په بریالۍ توګه مصنوعي پښې نصب شوې

هندی ډاکتر افغان معلول ته پښه نصبوي
هندی ډاکتر افغان معلول ته پښه نصبوي

د هند په مرسته لسګونو افغان معلولینو ته مصنوعي پښې ولګول شوې.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جیسوال پرون په خپله ایکس پاڼه دا خبر ورکړی.
هغه لیکلي د هند د یوې خیریه موسسې جیپور فوټ له خوا ۷۵ افغان معلولینو ته په بریالۍ توګه مصنوعي پښې نصب شوې.

جیسوال دا کار له افغانستان سره د هند د بشري مرستو یوه برخه وبلله او زیاته یې کړه چې د مصنوعي پښو د لګولو دا پنځه ورځنی کمپ له تود هرکلي سره مخ شو.

په افغانستان کې لسیزو جګړو لکونه کسان ټپيان او له ډلې یې ګڼ تلپاتې معلوله کړل. اکثر د دغو معلولین غبرګې پښې، لاسونه یا یو لاس یا پښه پرې شوې ده.

سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي دوی سره لږ تر لږه ۲۱۰ زره فزیکي معلولیت لرونکي کسان ثبت دي چې له ډلې یې تېرو څو کلونو کې له شاوخوا یو نیم لکو دغو معلولینو سره مرستې شوي.

یوه میاشت کې له ایرانه د څه باندې ۲۳۰ زرو افغانانو راستنېدنه؛ ګڼ په زور ایستل شوي

اسلام قلعه کې له ایرانه د راوتلو افغان کډوالو ګڼه ګوڼه
اسلام قلعه کې له ایرانه د راوتلو افغان کډوالو ګڼه ګوڼه

د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او ام ویلي جون میاشت کې څه باندې ۲۳۰ زره افغانان له ایرانه څخه راوتلي دي.

دې ادارې نن په یوه اعلامیه کې لیکلي چې ډېری دا افغان کډوال له ایران څخه په زور ایستل شوي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو ډله ییز اخراج به په افغانستان کې بې ثباته وضعیت لا پسې کړکېچن کړي.

ایران د جولای تر شپږمې هلته مېشتو بې اسنادو افغان کډوالو ته د وتلو مهلت ټاکلی وو.

د راپورونو له مخې تر دې نېټې دمخه ایراني پولیس لاس په کار شوي او د ورځې زرګونه افغانان له ایرانه باسي.

تېر څو ورځې لږ تر لږه ۳۰ زره کسان د ورځې له ایرانه افغانستان ته ستنیږي.

د کډوالو عالي کمشنرۍ: ډاډ باید رامنځته شي چې بیا ستنېدنه ثبات رامنځته کوي نه بې نظمۍ

له ایرانه راستانه شوي کسان، ارشیف
له ایرانه راستانه شوي کسان، ارشیف

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ یو چارواکی وایي، د اسراییل او ایران جګړه درېدلې، خو بشري اغیزې یې لا هم دوام لري.

په افغانستان کې د دغه سازمان استازي عرفات جمال دا خبره له ایرانه افغانستان ته د لسګونه زره افغان کډوالو ستنېدو ته په اشارې کړې ده.

هغه پرون یکشنبه ( د چنګاش ۸مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي " راځی په ګډه دا ډاډ ترلاسه کړو چې د کډوالو راستنېدنه د ثبات یو لامل وي، نه د بې نظمۍ.

دغه کډوال تر ډیره د اسلام قلعه بندر له لارې افغانستان ته راستانه شوي چې د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې ناوړه شرایطو کې ژوند کوي.

یو.ان.ایچ.سي.ار د شنبې په ورځ وویل، په وروستیو کې په ورځني ډول لسګونه زره کسان له ایرانه راستنول کیږي.
دوی ویلي، د جون په ۲۶مه یې په یوه ورځ ۳۶ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي.

وروستیو سیلابونو افغانستان کې ۵ تنه مړه کړي او ۸ تنه یې ټپیان کړي دي

آرشیف
آرشیف

په افغانستان کې د تیرو څو ورځو بارانونو او سیلابونو لږ تر لږه ۵ کسان مړه کړي او اته نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو د حکومت له پيښو سره د مبارزې ملي ادارې ویلي چې دغه مرګ ژوبله په کابل، پروان، لوګر، میدان وردګ، خوست، پکتیا، پکتیکا، لغمان، زابل او ننګرهار کې رامنځته شوې.

دغه وزارت تېر ماښام پر خپله ایکس پاڼه/پخواني ټویټر لیکلي چې سیلابونو ۷۱ کورونه بشپړ او ۱۶۲ سرسري تخریب کړي او دغه راز یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، حاصلات او بڼونه له منځه وړي.

دوی ویلي چې د زیانونو دا شمیرې لومړنۍ دي او وروسته ممکن بدلون په کې راشي.

نن دوشنبه سهار هم په پکتیا، خوست، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې د تندریز باران او سیلابونو وړاندوینه شوې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG