خبرونه
غني: غواړم د نړیوالو له ذهنه د جګړه ځپلي افغانستان انځور پاک کړم
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي په افغانستان کې د مثبتو پرمختګونو او ښو فرصتونو په څرګندولو غواړي د نړیوالو له ذهنه د جګړه ځپلي افغانستان انځور پاک کړي.
ښاغلي غني نن د اندونیزیا د ولسمشر له مرستیال یوسف کالا سره په کتنه کې وویل چې ډېر وخت یې پر افغانستان د تحمیل شوې جګړې پر مدیریت تېرېږي خو د سولې لپاره د انکشافي پروګرامونه عملي کول غواړي او د له لاسه تللو فرصتونو د بېرته ګټلو هڅې کوي.
ښاغلي غني نن ورځ په اندونیزیا کې تېره کړه. هغه له اندونیزیا سنګاپور ته ځي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
کرکټ؛ د افغانستان نولسکلنو ځوانانو پاکستان ته ۲۵۱ منډې هدف ورکړ
د نولسکلنو ځوانانو د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن سهشنبه د افغانستان او پاکستان ترمنځ پایلوبه پيل شوې ده، چې افغان لوبډلې د خپلې توپوهنې پاڼۍ بشپړه کړه.
افغان نولسکلنو ځوانانو په پوره پنځوس اورونو کې د ۹ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۲۵۰منډې وکړې.
د افغان توپوهونکو له ډلې برکت ابراهیمزي ۷۹، نظیفالله امیري ۵۶ او فیصل خان شینوزاده ۴۱ منډې وکړې.
د پاکستان د توپ اچونکو له ډلې علي رضا او عبدالسبحان درېدرې لوبغاړي وسوځول.
پاکستانۍ لوبډله به په څو شېبو کې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړي.
يوناما افغانستان کې د رسنيو پر وضعيت اندېښنه ښودلې
په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) او د دې سازمان د بشري حقونو دفتر په یوه تازه راپور کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت اندېښنه ښودلې.
یوناما نن په یوه بیان کې وویل، دا راپور په افغانستان کې د خبریالانو، د رسنیو د کارکوونکو او رسنیزو ادارو پر وړاندې زیاتېدونکې ننګونې مستندوي.
یوناما وايي، د سانسور او معلوماتو ته د لاسرسي پر وړاندې تر سختو بندیزونو لاندې چاپیریال کې خپلې چارې پرمخ بیايي.
په راپور کې چې د طالبانو د واکمنېدو له پیله د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې موده رانغاړي، راغلي دي چې، خبریالان او په ځانګړي ډول د رسنیو ښځینه کارکوونکې له زیاتو بندیزونو او تبعیضي چلند سره مخامخ دي، چې د مسلکي کار پر مهال د دوی وړتیاوې اغېزمنوي.
د یوناما او د ملګروملتونو د بشري حقونو د دفتر په راپور کې پهدې ترڅ کې د خبریالانو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو ۳۳۶ قضیې مستندې شوي چې د خپلسرو نیونو او توقیفونو ۲۵۶، د شکنجې او ناوړه چلند ۱۳۰ او د ګواښونو او وېرونو ۷۵ موارد پهکې شامل دي.
طالبانو د دې راپور په اړه تر اوسه څه نهدي ویلي، خو لهدې مخکې یې تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې رسنۍ د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ازادې لري.
پاکستان کې مظاهرې؛ پوځ اسلاماباد کې نور سرتيري ځای پر ځای کړي
داسې مهال چې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان زرګونه پلویانو د نوموړي د خوشې کېدو لپاره د اعتراضونو د پای ته رسولو غوښتنې رد کړي، پوځ په پلازمېنه اسلاماباد کې اضافي سرتېري ځای پرځای کړي دي.
ویل کېږي چې تېره شپه پر امنیتي ځواکونو د موټر د ټکرولو له پېښې وروسته چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه درې سرتېري او يو ملکي ووژل شول، نن سهار وختي پوځ ته پر معترضانو د ډزو اجازه ورکړل شوه.
همداراز لسګونه پولیس له مظاهرهچیانو سره په نښتو کې ټپیان شوي چې د ځینو حالت نازک بلل شوی دی.
پرون پهداسې حال کې چې د اسلاماباد لویې لارې او سړکونه بند شوي وو، امنیتي ځواکونو پر زرګونه معترضانو چې د خیبرپښتونخوا له لوري د پلازمېنې پر لور روان وو، ربړي ګولۍ او اوښکې بهوونکی ګاز وکارول.
د تېرې شنبې له ماښام راهیسې پولیسو اسلاماباد کلابند کړی او مظاهرهچیانو ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.
طالبانو په يوشمېر ولايتونو کې محلي ښوونځي تړلي
راپورونه وايي چې، طالبانو د هېواد په ځینو ولایتونو کې هغه سیمهيیز ښوونځي بند کړي دي، چې د نړیوالو مؤسسو په مرسته یې فعالیت کاوه.
سرچینې وايي، په کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو کې دا سیمهيیز ښوونځي د طالبانو د حکومت د پوهنې د وزارت د امر پر اساس تړل شوي دي.
یونېسف، اروپايي ټولنې، د ناروې د کډوالو شورا، نړیوال بانک او یوشمېر نورو نړیوالو مؤسسو د دې ولایتونو په لیرې پرتو سیمو کې سلګونه سیمهيیز ښوونځي تمویلول.
د طالبانو چارواکو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
طالبانو مخکې لهدې هم په کندهار کې یوشمېر سیمهيیز ښوونځي چې نړیوالو مؤسسو تمویلول، بند کړي وو.
د بشري حقونو د څار سازمان: له افغان ښځو سره روان تشدد تنظيم شوی او سيستماتيک دی
د بشري حقونو د څار سازمان (هیومنرایټسواچ) وايي، په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره روان تشدد تنظیم شوی او سیسټماتیک دی.
په یوه راپور کې چې پرون د دې سازمان پر وېبپاڼه خپور شو راغلي دي چې، د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان نجونو او ښځو کړاو لاهم د نړیوالو پاملرنې ته اړتیا لري.
په راپور کې یادونه شوې چې طالبان نارینه هم مجبوروي چې د ښځو په برخه کې د طالبانو اوامر پرځای کړي او د مثال په توګه یادونه شوې چې که یوه ښځه د طالبانو پر ضد اعتراض وکړي یا یې جامې له ټاکلو معیارونو سره سمون ونهلري، نو د هغوی نارینه خپلوانو ته سزا ورکول کېږي.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په تېرو درېیو کلونو کې پر نجونو او ښځو محدودیتونه په تدریجي ډول سخت کړي چې دا کار یې د نړیوالو له سختو انتقادونو سره مخ شوی دی.
له افغانستانه د وروستي وتلي امریکايي جنرال کریستوفر دوناهو ارتقاع ځنډول شوې
جنرال کریستوفر دوناهو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې وروستی امریکايي پوځي وو چې، الوتکې ته وخوت او پهدې ترتیب په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو څه باندې شل کلن حضور رسماً پای ته ورسېد.
رویټرز ته پرون د امریکا دفاع وزارت ویاندې سبرینا سنګ ویلي، د جنرال دوناهو د ارتقاع د ځنډېدو په مسئله باندې خبر دي.
د راپورونو لهمخې د امریکا جمهوريپاله سناتور مارکوین لیون د جنرال کریستوفر ارتقاع ځنډولې.
جنرال کریستوفر تورن جنرال دی او د امریکا ولسمشر جوبایدن وړاندیز کړی چې ستر جنرالۍ یا څلور ستوریز جنرال ته ارتقاع وکړي او اروپا او ختیځه افریقا کې د امریکا د پوځ قومانده په لاس کې واخلي.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ او متحدینو یې له افغانستانه د امریکا د پوځ د وتلو په پروسې کلکې نیوکې کړي او ژمنه یې کړې چې د دې پېښې عاملین به تعقیب کړي او منفک کړي.
پاکستاني پوليسو پر مظاهرهچيانو ډزې کړي، د يو تن د وژل کېدو خبر ورکړل شوی
د راپورونو لهمخې سهشنبه سهار د پاکستان پولیسو په هغو مظاهرهچیانو ډزې کړي چې، د عمران خان د خوشې کولو لپاره راوتلي.
لږ تر لږه د یوه مظاهرهچي د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي خبرداری ورکړی، که مظاهرهچیان له وسلو کار واخلي پولیس به یې هم په مرمیو ځواب ورکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په پاکستان کې د مظاهرهچیانو پر ضد د وسلو کارول د شرم وړ بللي او ویلي یې دي چې، د پوځ مقررات اجازه نه ورکوي چې د خپلو خلکو پر ضد وسلې وکاروي.
د پاکستان پولیسو ویلي، له تېرو دوو ورځو راهیسې له مظاهرهچیانو سره په اخ و ډب کې د دوی یو افسر وژل شوی او نهه نور سخت ژوبل دي.
د سهشنبې په سهار پولیسو همداراز په مظاهرهچیانو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی او هڅه یې کړې د هغوی د مخته تلو مخه ونیسي.
د تحریک انصاف پاکستان زرګونه پلویان چې په مظاهره راوتلي، د اسلاماباد لس کیلومترۍ ته رسېدلي دي.
د طالبانو د پوهنې وزير: تر شپږم ټولګي مو د نوي تعليمي نصاب کار بشپړ کړی
د طالبانو د پوهنې وزیر پرون په خوست ولایت کې وویل چې، وزارت یې تر شپږم ټولګي پورې د نوي تعلیمي نصاب کار بشپړ کړی دی.
مولوي حبیبالله اغا چې د زدهکوونکو د کلنیو ازموینو د بهیر د کتلو لپاره خوست ته تللی و، د نوي او پخواني تعلیمي نصاب د توپیر په اړه وویل، په نوي کې دیني برخه بډایه شوې او د تاریخ په کتابونو کې د نړیوالو شخصیتونو پر ځای د افغان اتلانو پېژندنې ته پام زیات شوی دی.
تر دې مخکې ځینو سرچینو ویلي و چې، طالبانو په نوي نصاب کې د افغانستان د تاریخ د ځینو مشاهیرو لکه غازي امانالله خان په اړه معلومات حذف کړي او په نصاب کې یې دیني برخه دومره زیاته کړې چې د مدرسې او ښوونځي توپیر په ګرانه شي.
خو د طالبانو د پوهنې وزیر پهدې اړه ډېر جزیات څرګند نهکړل.
يونان کې د يوې بېړۍ ډوبېدو پېښه کې ۶ ماشومان او دوه مېرمنې مړې شوي دي
د یونان ساموس ټاپو ته نژدې د یوې بېړۍ د ډوبېدو په نتیجه کې شپږ ماشومان او دوه مېرمنې مړې شوي دي.
د دې سیمې د ساحل ساتونکو په وینا، د دې کښتۍ ۳۶ ژوندي پاتې کسان په یوه ډبرین ساحل کې موندل شوي دي.
خو لهدې وړاندې یې درې نور کسان ژغورلي وو.
د دې ادارې په وینا، د ژغورنې هوايي او ځمکنۍ عملیات لا هم روان دي.
تر اوسه دا نهده څرګنده چې ایا د دې کښتۍ نور مهاجر ورک دي کهنه، خو چارواکو د شپږو ماشومانو او دوو بالغو ښځو د مړو جسدونه موندلي دي.
ساموس او د ایجې سمندرګي په ختیځ کې نور ټاپوګان د هغو پناه غوښتونکو لپاره کلیدي لارې دي چې په غیرقانوني ډول له ترکیې څخه د اروپایي ټولنې غړیو هېوادونو ته ځي.
یوناني چارواکي وایي چې، د دې زیاتوالي علت په منځني ختیځ کې روانې شخړې دي.
کرکټ؛ نن د افغانستان او پاکستان د نولسکلنو ځوانانو لوبډلو ترمنځ پایلوبه کېږي
د افغانستان، او پاکستان د کرکټ د نولسکلنو لوبډلې نن (سهشنبې) د درې هېوادیزو سیالیو په پایلوبه کې مخامخ کېږي.
افغانستان پهدې درې اړخیزو سیالیو کې درې سیالۍ وګټلې او یوه یې وبایلله، پاکستان هم درې وګټلې او یوه وبایلله.
له بلې خوا د هند د غوره لیګ یا آیپيایل لپاره د لوبغاړو د مزایده په دوام کې پرون درې نور افغان لوبغاړي؛ الله محمد غضنفر، فضلحق فاروقي او عظمتالله عمرزی واخیستل شول.
عمرزی په ۲ کروړه او ۴۰ لکه هندي روپیو د پنجاب کینګز لوبډلې، غضنفر مومبي انډیزنز لوبډلې په ۴ کروړه او ۸۰ لکه او فاروقي په دوه کروړه روپیو راجستان رایلز لوبډلې واخیست.
تر دې یوه ورځ وړاندې رحمنالله ګوربز د کلکتهنایټ رایډرز او نوراحمد د چینای سوپرکینګز لوبډلو له لوري اخیستل شوي وو.
راشدخان بیا له وړاندې د ګوجرات ټایټنز لوبډلې له ځان سره ساتلی دی.
د ویلو ده چې د آیپيايل د بولۍ لپاره سږکال ۱۸ افغان لوبغاړي شارټ لېست شوي دي، خو تر دې دمه ۸ لوبغاړي بولۍ ته وړاندې شوي دي.