په ځینو کورنیو کې تاوتریخوالی ماشوم له رواني پلوه ډېر ځپي، د ځینو کسانو دې خبرې ته پام نه وي.
خو یو شمېر بیا سره له دې چې په دې پوهېږي چې که د کوچنیانو په مخکې جنګ جنجال وکړي هغوی خوابدي کېږي، بیا هم هغه مسایل مطرح کوي چې باید د ماشوم مخکې یاد نشي.
په دې پروګرام کې له یوه داسې زده کوونکي سره خبرې شوي چې په کور کې لانجو د هغه پر زده کړه بدې اغېزې کړي، دا زده کوونکی مجیب نومېږي او د دولسو کلنو دی.
د بشپړ پروګرام او رېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: