د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۰

ځوانان خپل ولایتونه ژغوري 


Afghanistan -- Afghan youth celebrate the wining of Cricket play form in Peshawar, 7 January 2016
Afghanistan -- Afghan youth celebrate the wining of Cricket play form in Peshawar, 7 January 2016

د دار رسۍ برابرېږي، ګڼ خلک راټول دي او د اعدام ننداره کوي، میدان ښار ته نېږدې په چک ولسوالۍ کې نه امنیتي ځواکونه او نه هم عام خلک د دې اعدام په وړاندې عکس العمل ښيي، همدلته د پولیتخنیک پوهنتون د انجینري پوهنځي د څلورم کال محصل فیض الرحمن د خلکو په مخ کې په دار ځړول کېږي.

له دې پېښې راوروسته د میدان وردګو ولایت یو شمېر ځوانان په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې د خپل ولایت د ژغورنې غږ پورته کوي.

دغه ځوانان وايي، تر دې دمه یې چې په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې د خپل ولایت په اړه بحثونه کړي، ګټور تمام شوي دي.

د میدان وردګو ترڅنګ په کونړ، لوګر او یو شمېر نورو ولایتونه کې هم ځوانانو د خپلو ولایتونو د ژغورنې غږونه پورته کړي دي.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ: facebook.com/TandySangy

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ: pa.azadiradio.com
او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: hewadm@rferl.org

یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي.

د تاندې څانګې دغه بشپړ خپرونه د (غږ) تڼۍ په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:50 0:00

XS
SM
MD
LG