د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

کابل چاپ ورځپاڼو د پاکستان د نوي دریځ په اړه تبصرې کړي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو نورو مطالبو تر څنګ د قبایلي سیمو په اړه د پاکستان د نوي دریځ او په برېښنايي تذکرو کې د دین، ملت او قوم د لیکولو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، د سلواغې په اته ویشتمه د پاکستان د سند ایالت د لعل شهباز قلندر پر زیارت له ځانمرګي برید ورسته دغه هېواد پرله پسې څو اړخیزه اقدامات وکړل.

په سر مقاله کې د دغه اقداماتو په اړه راغلي چې له افغانستان سره د تګ راتګ ټولې لارې وتړلې او د وروستیو بریدونو پړه یې پر هغو لوریو ور واچوله چې د دوی په اند په افغانستان کې دي او د ډیورند کرښې له پورې غاړې یې زموږ پر ختیځو سیمو د درنو وسلو بریدونو ته دوام ورکړ.

په سر مقاله کې راغلي له دې او یو شمېر نورو اقداماتو ورسته اوس د نوموړي هېواد کابینې پرېکړه کړې چې قبایلي سیمې به په پنځو کلونو کې له خیبر پښتونخوا ایالت سره مدغمې شي.

د سرمقالې لیکوال اندېښنه څرګنده کړې چې د پاکستان د ډېریو دغو اقداماتو په اړه د افغانستان حکومت چوپه خوله دی، د سرمقاله لیکونکي په باور که داسې وي نو دا معنی لري چې چارواکي نه د ولس ګټې او لومړیتوبونه پېژني او نه د پاکستان په دې خطرناکو لوبو پوهېږي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې هم په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي، سرنوشت لیکي، پاکستان په دې سره د ډیورند کرښې رسمي کېدو ته لا زیاتې هڅې کوي، خو سرمقاله لیکونکی لیکي دا چې د دې چارې نور زیانونه او ګټې څه دي بیل بحث دی خو دلته د افغان حکومت دریځ مهم دی.

سرمقاله لیکونکي په دې اړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د سرپرست وزیر له خولې لیکلي چې د پاکستان د حکومت دا ګام د ډیورند د کرښې په اړه د افغانستان د دولت او خلکو موقف باندې اغېز نه لري او بیا به یې هم په رسمیت نه پېژني.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د یادې موضوع په اړه څه نه دي لیکلي خو په برېښنايي تذکرو کې یې د دین، ملت او قوم د لیکلو په اړه سرمقاله لیکلې ده.

په سرمقاله کې راغلي چې، له ډېرو ناندریو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني وکولای شول چې د تقنیي فرمان له لارې د نفوسو د احوال د ثبت قانون په شپږمه ماده کې تعدیل توشیح کړي.

په سرمقاله کې راغلي د برېښنايي تذکرو په برخه کې د ولس غوښتنه دا وه چې د افغانستان د ملي هویت درې عنصره یعنې ملیت، دین او قوم دې په کې درج شي چې له نېکه مرغه اوس په کې دا درې واړه ملي او اساسي غوښتنې په پام کې نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG