د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په خپلو مطالبو او تبصرو کې پر پاکستان د نړیوال اقتصادي بندیزونو او د جګړې پر ګټو او زیانونو تمرکز کړی.
سرنوشت ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې له ترهګرو د ملاتړ له امله پر پاکستان نړیوال اقتصادي بندیزونه لګول کېږي.
په مطلب کې د مالي اقداماتو د سازمان په حواله راغلي، که پاکستان په راتلونکو درېیو میاشتو کې د ترهګرو پر ضد جدي اقدامات ونه کړ، د نړیوالې بانکدارۍ له شبکې به ایستل شي.
دې ورځپاڼې په یوه بل جلا مطلب کې ویلي چې د پاکستان سند ایالات کې د افغان کډوالو د نیولو امر شوی.
دنیا ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې لیکلي چې له ترهګرو ډلو د ملاتړ په خاطر پر پاکستان پراخ نړیوال بندیزونه لګول کېږي.
د مطلب لیکوال ویلي چې له ترورېزمه د پاکستان د ملاتړ له امله پردې هېواد فشارونه مخ په زیاتیدو دي.
په مطلب کې راغلي چې د مالي اقدام نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتي چې د جماعت الدعوه، جیش محمد او نورو سخت دریځو ډلو د تمویل لارې بندې او پرضد یې اقدام وکړي.
انیس دولتي ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې افغانستان کې د ترهګرۍ پر خلاف د جګړې ډېره ګټه پاکستان ته رسېدلې.
په مطلب کې ویل شوي چې پاکستان له ترورېزم سره د جګړې په پلمه له نړیوالو په تیره له امریکا څخه ډېرې پیسې ترلاسه کړي خو نه یوازې د دې پدیدې پر وړاندې یې اقدام نه دی کړی بلکې اصلي ملاتړی یې هم دی.
د مطلب د لیکوال په باور د ترورېزم قرباني افغانان دي اما ګټه یې پاکستان اخلي، خو لیکوال وایي چې له دې وروسته باید پاکستان ته د دوه مخي سیاست د پرمخ بوولو چانس ورنه کړل شي.
او ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې جګړه، چا ته کاروبار او چا ته مصیبت.
د سرمقالې لیکوال ویلي چې د ولسمشر غني دغه خبره سل په سلو کې رښتیا ده چې د طالبانو مشران ښه آرامه دي او په لوړه سویه ژوند لري.
خو سرمقاله لیکونکی وایي چې یوازې طالب مشران په مزو کې نه دي بلکې د بېلا بېلو اړخونو مشران ټول په مزو او چړچو کې دي او ډېرو مشرانو ته جګړه د ګټې او کار و بار حیثیت لري.
نسیم شفق