د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۱

سرخط: يو خوندور ګام خو همداسې څو نور


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورځې او د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت په اړه مطالب را اخيستي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې "يو خوندور ګام خو همداسې څو نور" تر عنوان لاندې مقاله کې لیکلي چې د افغانستان تاریخ کې په لومړي ځل يوه ورځ د سرتېرو د ورځې په توګه ونومول شوه او په دې توګه د هېواد او نظام د ثبات پر خوا يو بل قوي ګام واخېستل شو.

د مقالې د لیکوال په خبره د دولت دغه ګام د ستایلو دی چې يوه ورځ د سرتېري په نوم نوموي خو خبره يوازې تر همدې ځایه نه‎ده.

د مقالې لیکوال لیکي چې زموږ سرتېري د ځېنو خاینانو له لاسه په‎خپله وسله شهید شوی، زموږ سرتېری د خاین ملګري په مرمۍ سوری شوی، زموږ سرتېری د خپل خاین افسر له لاسه په ګېډه نهر دی او تر ټولو بده يې دا يې چې هغه سرتېری چې د دې وطن، نظام، خاورې، خلکو او بېرغ لپاره له خپل سر تېر شو،نن يې بچی په همدې وطن کې د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو ته حېران دی.

ويسا:

ويسا ورځپاڼې بیا د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت په باب د موجودو اندېښنو په اړه مقاله کې لیکلي چې دا دی د ټاکنیزو کمېسیونونو چارواکي يو ځل بیا په راتلونکو ټاکنو کې د سیاسي مداخلو په باب اندېښنه لري او وايي چې يو شمېر سیاسي کړیو د دوی په چارو کې مداخلو ته مخه کړې.

خو د مقالې لیکوال لیکي چې د انتخاباتو او شکایتونو کمېسیونونو مشران پر دې مسئلې باید سرسري تېر نه‎شي، ځکه سبا ته به یې مسؤلیت همدوی ته متوجه وي، دوی باید دې‎ته ونه‎ګوري چې کوم چارواکی یې په چارو کې مداخله کوي او باید د ابهاماتو له مخې همدا اوس پرده پورته کړي چې خبره "جنګ شدیار،سر شدیار" شي.

او هېواد دولتي ورځپاڼې بیا کورني ځواکونه ملي او نړيوال ملاتړ له ځانه سره لري تر عنوان مقاله لیکلي چې اوس هم افغان ځواکونه د نړۍ له ترهګرو سره په جګړه کې دي چې له همدې امله په کورنۍ او نړیواله کچه ملاتړ کېږي.

د مقالې د لیکوال په خبره، همدا اوس چې د پاکستان له‎خوا پر افغانستان يرغلونه کېږي نو ولس تيار دی چې د پاکستان پر خلاف له خپلو ځواکونو سره اوږه په اوږه د پاکستان پر وړاندې وجنګېږي.

XS
SM
MD
LG