د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۹ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

د ساینس په برخه کې د مهدیه یوسفي نوښتونه


دا ځل په خپرونه کې له تاوتریخوالي او زورزیاتې نه ورها خوا، یوې داسې افغانې زده کوونکې سره غږېدلې یو چې د فزیک په برخه کې یې ګڼ فعالیتونه کړي او د چاپېریال له ډېرو ابتدایي وسایلو څخه یې ځینې شان جوړ کړي دي.

د افغانستان په سنتي ټولنه کې اکثره کورنۍ د نجونو لپاره معلمي او ډاکټري غوره مسلک ګڼي او نورې برخې یوازې نارینه وو ته مناسبې بولي همدا علت دی چې افغانو نجونو او مېرمنو په انجینرۍ،کمپیوتر ساینس او تکنالوژي په برخه کې دومره پرمختګ نه دی کړی.

په تېرو څو کلونو کې افغان ځوانانو د تکنالوژۍ او ساینس په برخه کې څه ناڅه کار کړی، ځینې الې یې اختراع کړې، اپلیکیشنونه یې جوړ کړي او یا یې په ځینو برخو کې نوښتونه کړي دي، خو په دې برخه کې د افغان نجونو ونډه ډېره کمرنګه وه، په دې نېږدې وختونو کې د مهدې په نوم یوې افغانې پیغلې له ډېرو ساده وسایلو څخه داسې شیان جوړ کړي دي چې هغه یې ځینو جایزو ته هم کاندید کړي دي.

مهدیه د کابل ښار د زرغونې لیسې د یولسم ټولګي زده کوونکې ده او ۱۶کاله عمر لري،مهدیه په ښوونځي کې عمومي اول نمره ده،د ښوونځي ترڅنګ په اغوش ګرم موسسه کې د ساینس او انګلیسي په برخه کې زده کړې کوي.

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:10 0:00

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG