د کابل چاپ د نننیو ورځپاڼو ډېر مطالب او تبصرې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان دوه ګونی سیاست او له افغان کډوالو او پښتنو سره د دې هېواد ناسم او جدي چلند جوړوي.
سرخط ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي چې له پښتنو سره توپیري چلند د ترهګرو په ګټه دی.
په مطلب کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان له قوله ویل شوي چې په پنجاب کې له پښتنو سره زور زیاتی د تروریستانو په ګټه دی او د منلو خبره نه ده.
په مطلب کې د عمران خان په حواله راغلي چې له پښتنو سره د پنجاب زور زیاتی د کرکې او بې باورۍ سبب ګرځي.
ویسا ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې پر همدې موضوع تمرکز کړی او د عمران خان له قوله یې لیکلي چې د پاکستان حکومت اړ دی څو د خپل هېواد له ټولو وګړو سره یو ډول چلند وکړي.
دې ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې لیکلي، افغان حکومت هغو طالبانو بې وسه کړی چې په پاکستان کې پټنځایونه لري.
په مطلب کې د ایکونومیسټ مجلې په حواله راغلي چې پاکستان د افغان طالبانو دفاع ځکه کوي چې دې ډلې ته په افغانستان کې د خپل یوازیني متحده په سترګه ګوري.
انیس دولتي ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي پاکستان باید درک کړي په کومه لاره چې روان دی خطرناکه ده.
د مطلب لیکوال ویلي، په پاکستان کې له وروستیو خونړیو حملو نه وروسته هغه هېواد وارخطا دی او کوم اقدامات یې چې کړي سمه نه ده بلکې ستونزې نورې هم ډیروي.
په مطلب کې راغلي، پاکستان خپله ترورېزم زیږونکی دی، د دې پدیدې پر وړاندې سمه مبارزه نشي کولای او ښایي دا یې درک کړې وي چې انتخاب کړې لاره یې سمه نه ده.
او ملي آرمان ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې پاکستان باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لېسټ کې شامل شي.
په مطلب کې راغلي، پاکستان داسی هېواد دې چې له جوړېدو سره سم یې دوه ګونی سیاست غوره کړی او له افغانستان سره بیره یې په سیمه کې ډیرې ستونزې را پیدا کړي دي.
د مطلب لیکوال وایي، پاکستان د ترورېزم اصلي مرکز دی، دا پدیده هلته خوندي مرکزونه لري او په قوي توګه یې ملاتړ یې کېږي.
د مطلب لیکوال همدې مسایلو ته په اشاره سپارښتنه کړې چې ملګري ملتونه باید د پاکستان پرضد جدي اقدام وکړي او د ترورېزم د ملاتړي په توګه دا هېواد ددې سازمان د امنیت شورا په تور لېسټ کې شامل کړي.
نسیم شفق