د اماني دورې د ښار جوړولو پروګرام او دارالامان ماڼۍ طرحه چې زموږ له نننیو شرایطو سره هم تړاو لري، د هغې دورې له شهکاریو څخه شمېرل کېږي.
له دغې شهکارې ماڼۍ څخه له پخوا راهیسې تر اوسه پورې بېلابېلې استفادې شوي، کله د شاه دفتر او د اوسېدنې ځای ګرځېدلی، کله یې د پوځي کلا حیثیت غوره کړی او کله کنډر شوې ده.
دارالامان ماڼۍ نه یوازې د مهندسي له پلوه د هغه وخت یو شهکار دی، بلکې ماهیت یې هم د افغانستان د هغه وخت د پاچاهانو د کار له دفترونو څخه توپیر درلود.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ سلاکار استاد حبیب الله رفیع څخه مو پوښتلي چې په اماني دور کې د دغې ودانۍ د جوړېدو اړتیا څه وه؟
د نوموړي په خبره چې د دارالامان ماڼۍ د خلکو په ځمکه کې جوړه شوې او خلکو ته یې دوه برابره بدل ورکړل شوی دی. دا چې د دغې ودانۍ د بنسټ ډبره کله کېښودل شوه؟
د ده په خبره چې دغې ودانۍ شاوخوا ۱۵۰ کوچنۍ او لویې خونې هم لرلې چې د وخت په عصري معمارۍ سره جوړه شوه.
د علومو اکاډمۍ پخوانی غړي پوهاند رازقي نړیوال مو د اماني دور د دغه شهکارې ماڼۍ پر جوړښت غږولی، د نوموړي په خبره چې د دارالامان د ماڼۍ معماري د پخوانیو اروپايي معماريو په نظر کې نیولو سره ترسره شوې ده.
دا چې له ابادېدو وروسته له دغې ماڼۍ څه استفاده شوې ده،
دی وايي چې د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په دغه مانۍ کې د عدلیې وزارت و چې بیا یې اور واخیست او ودانۍ ویجاړه شوې وه او د حفیظ الله امین په واکمنۍ کې ترمیم شو، له هغې وروسته د روسانو د راتګ پر وخت هم زیانمن شو او وروسته ډاکتر نجیب بیرته ترمیم کړ.
استاد حبیب الله رفیع وايي، کله چې د دارالامان ماڼۍ جوړېده، نو غازي امان الله خان یو لیک د دغې ودانۍ په بنسټ کې خښ کړی و.
دی وايي چې د دغې ماڼۍ مساحت شاوخوا ۶۰۰۰ متره مربع ته رسېږي.
د دارلامان ماڼۍ معنوي جوړښت په دې باب ځانګړتوب لري چې پاچا د کار له دفتر څخه کولای شوای دباندې هم وګوري او په څو دقیقو کې وزیرانو او د شورا مجلس ته ورسېږي.
دا ماڼۍ له جنګي کلا سره ورته نه ده او د خلکو په ذهنونو کې د شاه په باب هېڅ ډول وېره او ډار نه رامنځته کوي، خو دا چې وروسته جنګونو وخوړه دا سیاسي پېښې وې.