۲۴کلن مسیح الله افغان نویس هغه ځوان دی چې نظامي روبات یې جوړ کړی، مسیح الله د حبیبیې له عالي لیسې څخه فارغ شوی دی.
د برق په رشته کې یې زده کړې کړي او اوس د الکترونیکي وسایلو په جوړولو مصروف دی.
افغان نویس وايي، په دې وروستیو کې یې داسې روبات جوړ کړی چې دوست او دښمن پېژني، هغه وايي، دا روبات یې په درېیو کلونو کې جوړ کړی چې ۲۱۰۰۰افغانۍ مصرف پرې راغلی.
افغان نویس وايي، روبات یې اوه ځانګړنې لري، لومړۍ ځانګړنه یې دا ده چې له لمر انرژي اخلي، له ۱۰۰۰ کېلو مترو څخه کنټرولېږي، پر زینو ختلی شي، کله چې په لاره کې له ویالو سره مخ کېږي، خپل ځان ته پل جوړوي او تېرېږي.
کله چې تېر شو، هغه ساحه چې د پل په خاطر یې راایستلې وي، بېرته یې دننه کوي.
بله ځانګړنه یې دا ده چې د سړک غاړې ماینونه شنډوي، پنځه نوي کلیو وزن انتقالولای شي، درې راکټ اندازه لري، د رادار د خط سیسټم لري او له پنځوس مترۍ څخه داسې کنټرولېږي چې کولای شي دښمن وپېژني او له پښو یې وغورځوي.
تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ: facebook.com/TandySangy
دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلای شئ: pa.azadiradio.com
او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولای شئ: hewadm@rferl.org
یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي.
د تاندې څانګې دغه بشپړ خپرونه د «غږ» تڼۍ په کېکاږلو سره اورېدلای شئ: