افغانستان
اشرف غني کابل کې غبرګې چاودنې وغندلې

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني په کابل کې غبرګې چاودنې په شدت وغندلې.
ښاغلي غني له ارګه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې وسلهوال طالبان په بې شرمۍ د ملکي وګړو د وژلو مسؤلیت مني او فخر ورباندې کوي.
په خبرپاڼه کې د ولسمشرغني په حواله ویل شوي چې د داسې جنایت عاملان به د افغانستان په هېڅ برخه کې په امان کې نه پاتې کېږي.
د بخښنې نړیوال سازمان هم په کابل کې پر ملکي خلکو پرونۍ حملې غندلې او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې دا حملې د بې ګناه خلکو ژوند ته د وسلهوالو بې پروايي څرګندوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په وینا، په کابل کې په پرونیو حملو کې لږ تر لږه ۳۸ تنه ملکي خلک او پوځي مامورین وژل شوي او ۷۲ تنه زخمیان شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په بریتانیا کې یو افغان د یوه سیاسي ګوند د مشر د ګواښلو په تور مجرم وپطزندل شو

په لندن کې یو افغان پناهغوښتونکی له دې کبله مجرم وپېژندل شو چې د بریتانیا د یوه سیاسی ګوند مشر ته یې د قتل ګواښ کړی و.
دا افغان پناهغوښتونکی، چې فیاض خان نومېږي، وروسته له دې د لندن د یوې محکمې له خوا پرون (جمعه) مجرم وپېژندل شو، چې د
۲۰۲۴ په اکتوبر کې یې په ټیکټاک کې یوه ویدیو خپره کړې وه چې پکې یې د اصلاحاتو ګوند مشر نایجا فراژ (Nigel Farage) ته د «وژلو» ګواښ کړی و.
د قضیې د څارنوالانو په وینا، فیاض خان دا ویدیو د نایجل فراژ د یوې بلی ویدیو په ځواب کې خپره کړې وه، او پکې یې د لاسونو په خوځولو د ډزو نښه څرګنده کړې وه او درې ځله یې ویلي وو: «پاپ، پاپ، پاپ.»
نایجل فراژ د سېشنبې په ورځ د محکمې پر وړاندې وویل چې د خان له ګواښ څخه «په رښتیا اندېښمن» شوی و او دا ویدیو یې «وېرونکې» بللې ده.
فراژ مخکې یوه ویدیو په یوتیوب کې خپره کړې وه چې پکې یې د ناقانونه کډوالو د راتګ په اړه خبرې کړې وې.
د هغې ویدیو له خپرېدو دوې ورځې وروسته، فیاض خان — چې برېتانیا ته ناقانونه داخل شوی و — د ځواب په توګه خپله ویدیو خپره کړه .
فراژ په محکمه کې وویل:
«زه پوهېږم چې سیاسي شهرت انتقادونه او بریدونه راجلبوي، خو دا ډول ګواښونه عادي خبره نه ده. د هغه د وسلې د شوق له امله زه واقعاً وېرېدلی وم.»
د فیاض خان وکیل چارلز رویل د فراژ پر وړاندې وویل چې د خان ویدیو «ستاسو له سیاسي روایت سره همغږې ده»، خو فراژ ځواب ورکړ:
«دا له روایت سره نه، بلکې له واقعیت سره تړاو لري.»
فیاض خان په محکمه کې ځان بېګناه وباله او پولیسو ته یې وویل چې دا ویدیو یې ریښتینی ګواښ نه و، بلکې یوازې یې د ټولنیزو رسنیو لپاره یو خیالي کرکټر لوبولی و.
خو د محکمې منصفه پلاوي هغه مجرم وپېژاند.
د برمل اوسېدونکي: د پاکستان په بمبارۍ کې ۱۶ دوکانونه ویجاړ شوي

د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې وړمه شپه د دې ولسوالۍ پر مرغۍ بازار د پاکستان په هوايي برید کې خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوشتې.
د سیمې دوو اوسېدونکو د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان د جنګي الوتکو په برید کې لږترلږه ۱۶ دوکانونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او د هغو مالکانو ته یې مالي تاوانونه اړولي دي.
پرون د طالبانو دفاع وزارت هم په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې په یوه بیان کې تایید کړه چې د پاکستان الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالي پر مرغۍ بازار بمباري کړې او هغه یې د افغانستان د هوايي حریم سرغړونه وبلله.
طالبان به ډېر ژر هند ته خپل ډيپلوماتان ولېږي

د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي د جمعې په ورځ په نوي ډیلي کې وویل چې کابل به ډېر ژر د هند لپاره خپل ډیپلوماتان واستوي، د هغه په وینا دا به د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په موخه د «پړاو په پړاو هڅو» یوه برخه وي.
متقي ټینګار وکړ چې طالبان به هېیچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.
متقي چې د پنجشنبې په ورځ په یو اوونیز رسمي سفر نويډیلي ته رسېدلی، په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته لومړنی جګپوړی طالب چارواکی دی چې هند ته سفر کوي. هند لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی.
هغه د هند له بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جې شنکر سره له مفصلو خبرو وروسته، له یو شمېر خبریالانو سره په ناسته کې د هند له سوداګرو وغوښتل چې د افغانستان د کانونو، معدني موادو او انرژۍ په سکتورونو کې پانګونه وکړي.
د طالبانو دفاع وزیر پاکستان د افغانستان د هوايي حریم په سرغړونه تورن کړ

د طالبانو دفاع وزیر ملایعقوب وايي، پاکستان د پکتیکا په برمل او همداراز کابل کې د افغانستان د هوايي حریم سرغړونه کړې او د وضعیت د ترینګلتیا مسوولیت د پاکستان په غاړه بولي.
ده نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي:« یوځل بیا پاکستان د افغانستان هوائي حریم نقض کړ، ډېورند کرښي ته څېرمه دپکتیکا په مرغۍ ساحه کی یې په یوه ملکي بازار بمبار وکړ او د کابل پلازمیني قلمرو یې هم نقض کړ. دا د افغانستان او پاکستان په تاریخ کې یو بې ساری، له تشدد ډک او کرغېړن اقدام دی…»
د کابل ښارپه زړه کې تېره شپه د لږ تر لږه دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي " د یوې چاودنې " غږ اوریدل شوی چې په وینا یې زیان نه لري او په اړه یې پلټنه پېل کړې ده.
په تیرا کې د وسله والو په برید کې یوولس پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

د خیبرپښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې د وسله والو په یوه برید کې ۱۱ تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.
یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل، یوې ډلې وسله والو چې شمېر یې شاوخوا سل تنه وو نن سهار وختي مهال، د تیرا په حیدرکنډو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید وکړ چې په نتیجه کې امنیتي ځواکونو ته دا مرګ ژوبله واوښته.
د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې خو په دې سیمه کې د پاکستاني طالبانو د تحریک ټي ټي پي وسله وال ډېر فعال دي.
د مشال خبریال وايي چې له پېښې وروسته په سیمه کې ګرځبندیز لګېدلی دی او اوس مهال په تیرا کې د پاکستان د پوځ هیلیکوپټرې د وسله والو پرضد عملیات کوي.
راپورونه وايي، پاکستاني الوتکو د پکتیکا پر برمل ولسوالي بمباري کړې

په پاکستان کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه هیواد جنګي الوتکو د افغانستان د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالي د مارغه بازار سیمه بمباري کړې ده.
برمل ولسوالي د جنوبي وزیرستان ګاونډۍ ده.
تراوسه پورې د دې برید په نتیجه کې، چې تېره شپه شوی، د مرګ ژوبلې په اړه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.
د طالبانو حکومت هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د هند د باندنیو چارو وزیر اعلان وکړ، په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړوي

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر په نوي دیلي کې د طالبانو له باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې اعلان وکړ چې په کابل کې به د هند تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړي.
هند د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته، خپل دیپلوماتان وایستل او وروسته یې یو تخنیکي ټیم کابل ته واستاوه.
جې شنکر پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، :« خوشاله دی چې په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړوي.
د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون هند ته په پنځه ورځني سفر لاړ.
دا له کله چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، هند ته د دوی د یوه جګپوړي چارواکي لومړنی سفر دی.
د پاکستان دفاع وزیر وايي، هیواد یې د افغان کډوالو د مېلمه پالنې بیه پرې کوي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، هیواد یې ۶۰ کاله د ۶۰ میلیونه افغان کډوالو کوربه و ، خو اوس د دې مېلمه پالنې بیه پرې کوي.
خواجه اصف، چې اشاره یې په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونو ته وه، پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) د پخواني صدراعظم عمران خان پر حکومت انتقاد وکړ چې د ده په وینا د ټي ټي پي زرګونه جنګیالي یې پاکستان ته پرېښودل او له هغوی سره یې خبرې پیل کړې.
ده د ټي ټي پي بریدونه د نه زغملو وړ وبلل او زیاته یې کړه چې هغه وخت رارسېدلی چې ټول افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شي.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د ټي ټي پي غړي په پاکستان کې د حملو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي، خو د طالبانو حکومت د پاکستان دا ادعا ردوي.
د ښځو د حقونو افغان فعالان به د مادرید د غونډې په دوهمه ورځ هم د قربانیانو کیسې واوري

د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې په نوم فعالان نن د دوهمې ورځې لپاره هم د اسپانیا په پلازمینه مادرید کې راټول شوي دي.
په دې غونډه کې د بشري حقونو کارپوهان، وکیلان، د ښځو د حقونو مدافعان او د مدني ټولنې فعالان ګډون لري.
د غونډې تنظیموونکي وايي چې د غونډې ګډونوال به نن بیا هم پر افغانستان د واکمنو طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قربانیانو کیسې او د څارنوالانو څرګندونې واوري.
د پلان له مخې سبا د غونډې په دریمه او وروستۍ ورځ به د طالبانو چارواکو ته نیم ساعت فرصت ورکړل شي څو پر دوی د لګول شویو تورونو پر وړاندې د ځان دفاع وکړي. که څه هم قضايي پلاوی وايي، د طالبانو له لوري یې تردې دمه کوم رسمي ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د د تنظیموونکو په وینا دې غونډې هدف په ځانګړې توګه افغان ښځو او نجونو ته د دې فرصت برابرول دي څو د زده کړو، کار او په ټولنه کې د دوی پر ګډون د بندیز او د طالبانو د نورو پراخو محدودیتونو په اړه شاهدي ورکړي.
د نوې ډیلي او کابل دوه اړخیز اړیکي او سیمه ایز مسایل به په هند کې د متقي د خبرو مهمه برخه وي

د هند د بهرنیوچارو وزارت وايي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو له وزیر امیرخان متقي سره د هندي چارواکو خبرې به له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو مسایلو په اړه متمرکزې وي.
دا خبره د هند د بهرنیوچارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال نن پر خپله ایکس پاڼه د ښاغلي متقي د رسېدو له خبر سره یوځای ورکړ.
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد بېګا ناوخته پر خپله ایکس پاڼه په یوه غږیز پیغام کې وویل، متقي د هند په رسمي بلنه نوې ډيلي ته روان شوی او تمه ده چې له خپل هندي سیال ایس جې شنکر او نورو چارواکو سره به پر سیاسي، اقتصادي، تجارتي او د افغانستان او سیمې د اړیکو د پراختیا په اړه بحثونه وکړي.
دا په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته هند ته د طالبانو د ترټولو جګپوړي ډيپلومات لومړنی سفر دی. د هندي رسنیو د راپور له مخې دا سفر پنځه ورځنی دی.