په روانه خپرونه کې یوه داسې افغانې رستورانت ته ورغلي یو چې د مېرمنو لخوا جوړ شوی او ډېری کارکوونکې یې هم مېرمنې دي، دا چې دا هوټل نورې کومې ځانګړنې لري لږ وروسته به ترې خبرشئ او په خپرونه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون یوه ماده هم لرو.
که څه هم زموږ په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې نادودې، خنډونه او تاوتریخوالی ډېر دی، خو بیا هم مېرمنې د هوسا ژوند لپاره له هر ډول ناخوالو سره مبارزه کوي او په ټولنه کې د مثبت بدلون پر لور مزل کوي.
موږ هم نن د همداسې مبارزو او زیارکښو مېرمنو په زیار او ابتکار جوړ شوي بست هوټل ته ورغلي یو چې تقربیاً ټول کارونه یې د مېرمنو لخوا پرمخ وړل کېږي،دا هوټل څه کم څلور میاشتې کېږي چې کار یې پیل کړی دی، د هوټل په زیاتو برخو کې مېرمنې.
د بشپړ پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
جوړوونکې:مسعوده نیازۍ