د افغانستان د مشرانو جرګې یو پلاوی چې د افغان ولسمشر په حکم په کونړ کې د ځنګلونو د وضعیت ارزولو لپاره دغه ولایت تللی وایي چې دوی په کونړ د وروستۍ ستونزې د حل لپاره له بېلابېلو چارواکو سره کتلي دي.
د دغه پنځه کسیزې پلاوي له یوه غړي سناتور عبدالطیف نهضت یار سره په کابل کې د ازادي راډيو خبریالې ناجیې ساپۍ سره مرکه کړې او په سر کې ترې پوښتلې چې دغه پلاوی به په کومو برخو کې څېړنې وکړي او دغلته اساسې ستونزه څه ده؟