انسانانو هغه وخت چې په غارونو کې ژوند کاوه، د ځان د هوساینې په خاطر یې هڅې پیل کړې چې نوي وسایل رامنځ ته کړي.
د دغو هڅو له برکته نن ډېر پر مختللي وسایل اېجاد شوي چې په انساني ټولنه کې یې یو لوی تغیر راوستی.
د اختراعاتو او اکتشافاتو دغه لړۍ تر اوسه روانه ده، خو په دې بهیر کې د څو لسیزو جګړه له کبله د افغانانو ونډه بیخي لږه بلل کېږي.
له نېکمرغه په وروستیو کې یو شمېر افغان ځوانانو نوي وسایل اختراع او یا یې هم په پخوانیو اختراعاتو کې زیاتونې کړې دي.
فیض الله فیض منګل د همدغو ځوانانو له ډلې یو دی.
نوموړی د داسې یوې زانګو په جوړولو بریالی شوی چې د ماشوم له ژړیدو سره سم په اتومات ډول یو لور او بل لور ته حرکت پیلوي او تر هغه وخته زانګي چې ماشوم غلی یا ویده شوی نه وي.
فیض الله فیض د خوست په موسی خېلو کې زېږیدلی چې اوس مهال د خوست د میخانیکي انسټېټیوټ په یولسم ټولګي کې زده کړې کوي.
تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ: facebook.com/TandySangy
دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ:
او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: hewadm@rferl.org
یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي.
د تاندې څانګې دغه بشپړ خپرونه د (غږ) تڼۍ په کېکاږلو سره اورېدلی شئ.
جوړونکی: همایون هېواد