د روغتیايي کار کوونکو او روغتیایي مرکزونو په ارزښت هغه وخت څوک ښه پوهېدای شي چې په خپله یا هم د کورنۍ غړی یې ناروغ وي.
داسې ډېر لیدل شوي چې ناروغ د روغتون او ډاکتر د نشتون له وجې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي، یا هم صحي مرکزونه دومره لېرې وي چې ورتلل یې د هر چا وس کې نه وي.
په یاد پروګرام د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي خپلو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو په برخه کې پر پرتو ستونزو غږېږي.
د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: