په کابل او ولایتونو کې ډېر شمېر ځوان لوبغاړي په خاورینو میدانونو کې لوبېږي.
ډېر یې له دې ناخبره دي چې په دغسې میدانونو کې لوبه کول دوی ته د ګټې پر ځای تاوان کوي، خو هغوی چې پوهېږي وايي د مجبوریت له مخې په داسې ځایونو کې لوبېږي.
دغه ځوانان وايي، په افغانستان کې د لوبغاړو لپاره معیاري لوبغالي نشته او که وي هم، هلته یوازې د ملي لوبډلو لوبغاړي لوبې کوي.
که څه هم ډېر ځوانان دا ګیله کوي چې حکومت دوی ته د لوبو مناسب لوبغالي نه دي جوړ کړي، خو د المپيک ملي کمېټې ویاند منورشاه شهزاد وايي، دوی هڅه کوي، په راتلونکي کال کې دې موضوع ته ډېر پام وکړي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک بیا وايي، هر ځوان چې غواړي په مسلکي ډول کرکټ زده کړي، په ککړ چاپیریال کې د لوبو کولو پر ځای دې؛ په کابل او ولایتونو کې د کرکټ بورډ اکاډمیو ته ورشي.
تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ: facebook.com/TandySangy
دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ: pa.azadiradio.com
او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: hewadm@rferl.org
یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي.
د تاندې څانګې دغه بشپړ خپرونه د (غږ) تڼۍ په کېکاږلو سره اورېدلی شئ.