د لېندۍ د مياشتې په ۲۶ مه نېټه شاعر، ليکوال، فکلورپوه او مورخ پرفیسور صاحبزاده حميدالله له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
په روانه خپرونه کې له ارواښاد صاحبزاده سره زموږ د همکار بارکوال مياخېل مرکه اورئ چې څو کاله له مخه يې په کوټه کې ورسره کړې وه، لنډ حکايت او په ادبي بحث کې د علومو اکاډمي غړی ډاکتراحسان الله درمل، راته وايي چې عاطفه په شعر کې څه اهميت لري او کوم شعرونه عاطفي بللی شو: