د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

د دوو کورنیو ترمنځ شیطانت څه ډول پایلې لري؟


ښایي تاسو هم ډېری وخت په خپل خپلوانو او چم ګاوند کې لیدلي یا هم اورېدلي وي چې کله په کومه خبره د دوو کسانو یا هم کورنیو ترمنځ خفګان راشي بیا ځینې کسان تر هغو مداخله او یا هم په عامه اصطلاح شیطانت یې ترمنځ کوي.

ترڅو چې وړه خبره په لویه شخړه و اړوي، د دوستانو تر منځ خوابدي، دښمني، مرګ ژوبله، هغه څه دي چې پرته له پښمانۍ نه بل څه نه لري.

د کابل ولایت د شکردرې اوسېدونکې ماجان وایي چې په کلي کې یې د ډېرې کمې ځمکې پر سر د دوو کورنیو نارینه همدې د ځینو کسانو خبرو چې له یوه نه به یې بل ته ورړې قتل ته وهڅول.

ماجان وایي چې یوازې په کلې کې نه بلکې په کورکې هم د ځینو کسانو مداخله د دې سبب کېږي چې کورنۍ سره تیت او جلا کړي.

د بشپړ پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:10:05 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG