د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۶

ننګرهار کې د ګردي غوث زیارت پر وړاندې باورونه


د ګردي غوث زیارت نوم به مو حتمي اورېدلی وي، دغه زیارت ته خلک د زیړي ناروغان بیايي او هلته یې د خوردې او بندونو په واسطه درملنه کوي.

د ګردي غوث زیارت په ننګرهار کې موقعیت لري، دا زیارت څه مخینه لري؟ او ایا د زیړي ناروغان په کې ښه کېږي او که نه؟

کله چې د جلال اباد له ښاره د تورخم په طرف حرکت کوئ، له شاوخوا ۴۵ کيلومتره مزله وروسته د مومندرې ولسوالي راځي. دلته د جلال اباد- تورخم د لویې لارې پر سر یوه لویه هدیره موجوده ده چې دا هدیره او ورسره یو ځای زیارت د ګردي غوث په نوم یادېږي.

د دغه زیارت پر وړاندې دا عقیده موجوده ده چې دلته د تور،سپین او زیړ زیړي ناروغانو درملنه یوازې د څو بندونو په واسطه کېږي.

ژوند په شېبو کې خپرونه مو همدغې موضوع ته ځآنګړې کړې ده.

دا خپرونه محبوب شاه محبوب جوړه کړې او وږمه جبارخیل وړاندې کړې ده.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:45 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG